دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۵۶
د مطلب کود : 140640
د روسیی او امریکا مخامخیدل، د سوریی څخه تر افغانستان پوری
د سازمان ملل امنیت شورا دسوریی حمص ولایت باید د امریکا موشکی برید د څیړنی لپاره فوق العاده ناسته جوړه کړه چی یو ځل بیا د امریکا او روسیی د سختو عکس العملونو صحنه وو.
ولادیمیر سافرونکوف؛ د روسیی نمایندی ځایناستی په سازمان ملل کی وویل: امریکا په دی برید باندی بین المللی قوانین نقض کړل، په داسی حال کی چی د امریکا غیری قانونی اقدامات پر منطقی باندی محکومه دی.
سافرنکوف وویل: په سوریه کی دامریکا مداخله د سوریی د اجازی پرته ددی هیواد ځواک په وړاندی دی چی د تروریزم په وړاندی جنګیږی.
هغه زیاته کړه چی امریکا په دی برید سره هڅه وکړه چی د عراق د غیری نظامیانو د قربانیانو څخه فکرونه لیری کړی.
نیکی هیلی؛ په سازمان ملل کی  دامریکا نماینده وویل: امریکا دا اقدام په ډیر حساب ډول او کاملا موحه ډول سره د سوریی هوایی پوستی باندی ترسره کړه او هغه هم د کیمیاوی وژونکی برید له امله وو او موږ آماده یو نور ګامونه هم واخلو؛ خو هیله لرو چی په هغه باندی مجبوره نه سو.
د امریکا او روسیی په منځ کی سخت لفظی شخړی د کارپوهانو په نظر ښه خبره نه ده او دا شکاره کوی چی بین المللی امنیت د ابر قدرتونو د ورځ په ورځ زیاتیدونکو شخړو سره زیان وینی.
د هغوی په باور، دا چی امریکا دی ته هم صبر نه سی کولای چی یو بین المللی مستقل هیات، په سوریه کی د کیمیاوی برید سقم او صحت وڅیړی او ددی واقعی اصلی عوامل په نښه کړی او حتی د امریکا د کنګری او سازمان ملل د اجازی پرته، په یو جانبه توګه پر سوریه باندی موشکی برید ترسره کړه، د څیړونکو په نظر، معنی یی داده چی حقوق او بین المللی قوانین د هر وخت څخه اوس، خپل اثر او کارآمدی له لاسه ورکړی دی او ابرقدرتونه د نورو وختونو څخه ډیر قواعدو او حقوقو ته په بی اعتنایی سره، بین المللی ثبات او امنیت نقضوی او په یوجانبه توګه هغه تر پښولاندی کوی.
له دی لید څخه، د امریکا متجاوزکارانه اقدام د سوریی په وړاندی، نړي یو ګام بل لوی دریم جنګ ته نږدی کړ او شکاره کړ چی د لیونیانو او بی خردانو حاکمیت د نړی پر لویو ملتونو پرسرنوشت باندی تر کومه اندازه پوری، د انسانانو مصون او امن ژوند د بی ثباتی او شخړو سره مخ کړی دی.
څیړونکی وړاندوینه کوی چی د روسیی سخت عکس العمل ته په کتو سره د امریکا په وړاندی، ددی دوو قطبونو جوړونکی همکاری هم د نورو څیزونو سره زیان وینی. یو ددی عرصو څخه افغانستان دی.
قرار دی چی روسیه راتلونکی میلادی میاشت کی یو مهم منطقه ای نساته د افغانستان په موضوع باندی ترسره کړی. د امریکا څخه په دی ناسته کی د شرکت کولو لپاره دعوت سوی دی؛ خو ویل کیږی چی امریکا په ناسته کی د شرکت کولو څخه ډډه کړی دی.
اضافه پردی، د روسیی او امریکا په اړیکو کی شخړی د سوریی پر سرباندی، د افغانستان په اړه د دوو ابرقدرتونو جوړونکی همکاری راتلونکی، مخکی تر مخکی په خطر کی قرار نیولی دی.
کارپوهان وایی چی د مسکو د ناستی څخه د امریکا ډډه کول، کافی پتانسیل د مسکو او واشنګتن د هکاری پر سر د افغانستان په اړه منځته راغلی وو؛ او خو دا چی ددواړو هیوادونو ترمنځ په شخړو رامنځته کیدو سره د سوریی پرسر، وړاندوینه کیږی چی ددی همکاری کمیدنه، ځای به رقابت او مخامخیدلو ته ورکړی؛ هغه څه چی هیڅ ډول سره د افغانستان دولت او ملت په ګټه نه دی؛ ځکه په هغه صورت کی، افغانستان به هم په دوهم سوریه باندی بدل سی.
د افغانستان بدلیدل په دوهم سوریه باندی، هغه هشدار وو چی مخکی د ډیرو منطقه ای ناظرانو له خوا مطرح سوی دی؛ خو دا هشدار ډیر د داعش او نورو تروریستی ډلو د تقویت کیدو په اړه وو تر دی چی ابر قدرتونو د یو بل مخامخ ته صف آرایی وکړی.
اوس خو امریکا او روسیه عملا په سوریه کی د یو بل مخامخ قرار نیولی دی، او دا اندیښنه منځته راغلی دی چی دا لمن به د افغانستان موضوع ته هم وکاږل سی او په دی ترتیب سره، د افغانستان بدلیدلو روند په دوهمه سوریه باندی، به ډیر مهیبی ډول سره تسریع پیدا کړی.
په دی صورت کی، بی له شکه د مسکو او واشنګتن ترمنځ اړیکو مدیریت کول د کابل دیپلماسی دستګاه لپاره، د هر وخت څخه به سخت وی.
لکه څنګه چی لوړ اشاره وسوه، لیری خبره دی او تجربه ثابت کړی دی چی د لوړو قدرتونو مخامخیدل پّ افغانستان کی، هیڅ وخت د افغانستان ملی منافعو په ګټه نه دی؛ خو په ځينو وختونو کی بحران ډیریږی او د افغانستان دیپلماسی دستګاه نه سی کولای د هغه مدیریت وکړی؛ لکه ددی دوو ابر قدرتونو مخامخیدنه د افغانستان د اشغال په وخت کی د شوروی په وخت کی چی د بحران اصلی ریشه، د امریکا د ماتی څخه د شوروی د ملاتړ کیدونکو مبارزانو په مرسته په ویتنام کی وو.
https://avapress.com/vdcaywn6w49nyi1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته