دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۰۷
د مطلب کود : 141025
د افغانستان جنګ، د بمونو مور د آزمویلو ځای
حامد کرزی؛ پخوانۍ ولسمشر، د آمریکا لوی غیری اتومی بوم څخه ګټه اخیستنه د افغانستان  په سوله کی په سخت ډول محکوم کړ.
ښاغلی کرزی د MOAB بوم څخه ګټه اخیستنه د ننګرهار اچین پر ولسوالی باندی چی د لومړي ځل لپاره د جنګ په میدان کی دهغه څخه ګټه اخیستل کیږی، محکوم کړی دی او د اعمل د ملی حاکمیت شکاره نقض بللی دی.
کرزی دا اقدام د تروریزم په وړاندی نه بلکه د افغانستان خاوری څخه یو بهانه د آمریکا نوی دسته جمعی وژنو تسلیحاتو څخه ګټه اخیستنی لپاره وبلل.
پخواني ولسمشر ویلی دی: دا زموږ افغانانو دنده ده چی د آمریکا داسی اعمالو مانع وګرځو.
امریکایی نظامیان د پنجشنبی په ورځ د داعش ډله ۴۳ جی بی یو بوم څخه په ګټه اخیستنی سره تر هدف لاندی ونیول.
ترامپ ویلی دی چی د آمریکا ځواک ماموریت د بمونو مور په غورځولو کی په افغانستان کی بریالي وو.
دا بوم چی د بمونو په مور باندی مشهوره دی، د داعش تونلونو هدف نیولو لپاره ورڅخه ګټه اخیستل سوی دی.
دا بم ۱۰ تنه وزن لری او د هر بمب مصرف، ۱۶ میلیونه دالره دی، منتقدان وایی د هغه ځایه څخه چی د آمریکا ځواک اعلان په اساس، چی دا بوم لومړي ځل دی د جنګ په میدان کی ورڅخه ګټه اخیستل کیږی، کولای سو دا نتیجه واخلو چی د آمریکا دا اقدام ددی څخه مخکی چی د آمریکا صداقت د داعش سره مبارزه کی وښیی، دا واقعیت شکاره کوی چی د افغانستان جنګ، د آمریکا نظامی قدرتونو آزمایلو پروسه دی؛ هغه قدرت چی هر وخت څخه مخکی اوس پراختیا ته اړتیا لری.
البته دا د امریکا یواځنی بمونه او تسلیحات نه دی چی د افغانستان خلګو پر سر اچول کیږی تر څو و ازمویل سی؛ بلکه افغانستان د هغه سر څخه د امریکا لپاره د یو آزموینی ځای څخه لوړ نه وو او نه دی.
د هغه سر څخه د امریکا او ملاتړ کوونکو سلطو مختلف تامینولو شاهدان اوسیدلی یو.
په دی ترتیب سره، پر ننګرهار باندی د بمونو مور توغونه، په افغانستان کی د آمریکا لومړي تسلیحاتی او سخت افزارو آزمول نه دی او نه به آخری یی وی.
لکه د آمریکا بشر حقوقو په نظر، هیڅ خبره نسته چی امریکا په افغانستان کی ممنوعه سلاحګانو او جمعی وژنی آزمویی، بیله دی چی د افغانستان مرکزی دولت ته خبرورکولو ځان ته اړتیا وبولی. دا په داسی حال کی دی چی همغه بشر حقوق، په سوریه کی هغه وخت چی تروریستان د هیواد مستقل ملی ځواک له لوری تر هدف لاندی نیول کیږی، یو خارجی متجاوز ځواک ته مشروعیت ورکوی چی بین المللی حقوق او اصولو ته په توجه نه کولوسره، د سوریی خاوری باندی تیري وکړی او د نړۍ تروریستی ضد ځواک د کروز موشک لاندی قرار ورکړی.
ولی په افغانستان کی د جمعی وژنو وسیلو څخه ګټه اخیستنه مشروعیت لری؟!
له بل لوری، امریکا ددی بوم څخه په ګټه اخیستنی سره د هیواد د ملی حاکمیت په نقضولو سره غواړی ځان د داعش سره مبارزه کی لوی وګڼی او ځان لوی شکاره کړی.
دا په داسی حال کی دی چی د پراخو شواهدو په اساس چی شتون لری، امریکا یواځی دا نه چی داعش سره مبارزه نه کوی؛ بلکه د هغه پراختیا او نفوذ په افغانستان، عراق او سوریه کی خپل امنیتی راهبردیو څخه د سیالانو په وړاندی له روسیی په وړاندی بولی.
حتی که د امریکا ادعاوی د داعش مواضعو د منځه وړلو لپاره صحیح هم وی، ددی بوم څخه ګټه اخیستنه په غیری نظامی مسکونی سیمه کی، د توجیی او مشروعیت وړ نه دی.
اضافه پردی، داعش په دومره اندازی سره قدرت نه لری چی د هغه د منځه وړلو لپاره، د مور بوم څخه ګټه اخیستنی ته اړتیا وی، برسیره پردی چی ترامپ دا برید بریالی بولی، شکاره نه دی چی ایا دا برید، په ننګرهار کی د داعش قدرت څخه څه کم کړی دی که نه.
https://avapress.com/vdcirzazwt1a5u2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته