دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۴۰
د مطلب کود : 143851
د روح تربیت، ارادی پیاوړی کول او د غرائزو څخه فارغ کیدنه د روژی مهم اثراتو څخه دی
روژه د روح او ارادی پیاوړی کول دی چی د محدودیتونو او محرومیتونو سره، د انسان روح او جسم خپله توان، قدرت، مقاومت او د هغه سره نور او صفا بخشی، او که د ټولو شرائطو سره پرځای سی کولای سی د انسان په وجود کی یو اصیل اخلاقی او عبادت نهایی مقصد او تقوا ارزښت رامنځته کوی. د افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری له مخی، د رمضان میاشت هغه میاشت دی چی قرآن په هغه کی نازل سوی دی او تر ټولو ښه شپی په ځان کی لری چی حتی ملائکه هم ډله ډله د فیض ډیرولو لپاره ځمکی ته راځی او د ښه کوونکو او مومنینو حسنات لوړ وړی. رمضان میاشت هغه میاشت دی چی نوم یی په قرآن کی څو ځلی یاد سوی دی چی دا خپله ددی میاشت ارزښت او عظمت دلیل دی او که څوک وکولای سی حقیقتآ ځان ددی میاشت سره هماهنګ کړی همغه سعادت به لاسته راوړی. حتی په اسلامی روایاتو کی راغلی دیی چی نور آسمانی کتابونه لکه تورات، انجیل او زبور، صحف هم په همدی میاشت کی نازل سوی دی یعنی د رمضان میاشت د آسمانی کتابونو نازلیدو او د تعلیم او زده کړی میاشت وو، ځکه چی تربیت ااو پرورش بیله تعلیم او زده کړی څخه ممکن نه ددی. واضح خبره ده چی روژه نیونه یواځی د نه خوړلو او نه څښلو په معنی نه دی، بلکه روژه خاص شرایط لری چی باید هغه شرایط ساتنه وکړو تر څو کامل او پوره روژه ودرلودلای سو، زموږ وجود سکوت د روژی شرایطو څخه دی، د بد عملونو لکه حسادت او غیبت او دروغ او جدال او دشمنی او ظلم او داسی نورو څخه پرهیز کونه هم د روژی مبارکی میاشت شرایطو څخه دی. آرامش او وقار او خضوع او خشوع او خائف پاته کیدل د حق و درګاه ته او رجاء مند پاته کیدل د خدای بی پایانه رحمت ته د روژی شرایطو څخه حسابیږی، ځکه چی د حقیقی روژی آثار پر زړه او ځان او عقل باندی منجلی کوی، د همدی لپاره روایت سوی دی چی روژه نیوونکی څومره لږ او وژي څومره ډیر دی. د حقیقی روژی ترسره کونه یو ډول کیفیت لری چی د انسان ایمانی او معنوی روح حقیقت پیاوړۍ کوی او د هغه اراده د معاصی او ګناه څخه د پرهیز لپاره قوی او پیاوړۍ کوی. که دینی زده کړو، بالخصوص قرآن شریف متن ته مراجعه وکړو د رمضان حقیقی فلسفه کولای سو په صراحت سره پیدا کړو ځکه چی خدای تعالی په قرآن کریم کی فرمایی ای هغه خلګو چی ایمان مو راوړی دی روژه پرتاسو باندی واجب دی لکه څنګه چی ستاسو مخکی کسانو باندی واجب وو هیله ده چی باتقوا اوسی. بنا پردی د روژی فریضه ترسره کول یو سخت او رنج عمل بی ځایه نه ددی، بلکه د هغه په ترسره کولو سره یو لوی عبادت او خدای درګاه ته اخلاص ښودنه دی چی البته د تربیتی اثرونو څخه هم برخورداره دی. روژه د روح تربیت او ارادی پیاوړی کول د غرائزو تعدیلولو لپاره دی روژه لرونکی د وژی توب او تږی توب او غرائزو څخه پرهیز او د هغه لذائذو څخه چی باید سترګی ځینی پټی کړیو خپل روح او اراده پیاوړی کوی. روژه د محدودیتونو او محرومیتونو سره، خپله د انسان روح او جسم ته توان او قدرت او مقاومت او دهغه په لړ کی نور او صفا بخشی، روژه که په ټولو شرائطو سره محقق سی کولای سی د انسان په وجود کی تقوی حاصل کړی ځکه چی تقوا په اسلام کی د یو اصیل اخلاقی او عبادت مقصد معرفی سوی دی. هیله کیږی هغه انسانان چی د عبادی فرایضو په ترسره کولو سره خصوصآ د رمضان مبارک میاشت کی، د هغه میاشت د زده کړو او برکاتو څخه برخمن سی او وکولای سی به هر موقعیت کی خپل اصلاح اړتیا او روحی او روانی ځان جوړونی ته توجه ولری. له دی مخی د رمضان مبارک میاشت چی په حقیقت کی د الهی رحمت نسیم دی، باید یو بستر او زمینه د دینی ارزښتونو فهم او درک لپاره او روح او جسم واقعی آرامش او امنیت لپاره وی او باید ددی فرصت څخه و هیلو او کمالاتو او ارزښتونو ته رسیدو لپاره هڅه وکړو او اجازه ورنه کړو دا فرصت له لاسه ورکړو.
https://avapress.com/vdchmxnzz23nk6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته