دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۳۶
د مطلب کود : 144355
د کابل پروسه او د تروریزم په وړاندی نړیوال مبارزه
اشرف غنی؛ ولسمشر د کابل په بین المللی ناسته کی چی د ۲۳ هیوادونو لکه ایران، پاکستان، امریکا او انګلیس او د سازمان ملل، اروپا اتحادیه او ناتو نمایندګانو په ګډون د افغانستان د سولی او امنیت په اړه جوړ سو، وویل: د آخری ځل لپاره د طالبانو څخه غواړی چی د سولی پروسی سره یوځای سی.
دا ناسته د ( کابل پروسه ) تر نامه لاندی د څو مرګونۍ ورځو وروسته، په کابل کی د سه شنبه په ورځ رامنځته سوه.
ښاغلی غنی د طالبانو مسالی څخه ددی بحث د اصلی محورونو څخه یاد کړه او وویل چی حاضر دی په کابل کی د طالبانو نمایندګی په خلاصیدو سره د هر بل هیواد سره په داسی صورت کی توافق وکړی چی طالبان په حقیقت کی د افغانستان سره سوله وغواړی. هغه وویل چی دا د طالبانو لپاره اخیری موقع دی او زیاته کړه چی که طالبان آماده نه وی، موږ نه سو کولای سوله وکړو.
ښاغلی غنی د کابل او لندن بریدونو ته په اشاری سره وویل چی سربیره پردی چی تروریستی بریدونه په نړۍ کی ډیر سوی دی، د تروریزم په وړاندی نړیوال مبارزه ناکافی وو او نړۍ لکه څنګه چی باید د تروریزم سره مبارزه کړۍ وای نه دی کړۍ.
د کابل پروسی ناسته په داسی حالت کی جوړیږی چی افغانستان او نړۍ، د یو اخیر اونۍ په درښل کی، د مرګونۍ تروریستی بریدونو شاهدان وو. د کابل څخه ترلندن او د هرات څخه تر تهران پوری، تکفیری تروریستان، وینی تویی کړلی او جنایات یی وکړل.
په دی منځ کی، لکه څنګه چی ښاغلی غنی هم اشاره وکړ، افغانستان همدارنګه د بین المللی تروریزم سره مبارزی مقدم صف کی ولاړ دی او په دی لاره کی قربانی ورکوی؛ خونړۍ خپل حقیقی مسئولیتونو باندی په دی لاره کی عمل نه کوی.
نړۍ لکه آمریکا او ناتو په ښه توګه پوهیږی چی تکفیری تروریزم د کوم ځای څخه سرچینه اخلی او کوم رژیمونه د خاور میانه څخه تر آسیا جنوب پوری د بین المللی تروریزم څخه پراخ مالی او تسلیحاتی ملاتړ کوی او د هغوی انسانی ځواکونه تامینوی.
سعودی عربستان او پاکستان د تروریزم ملاتړ رژیمونو په راس کی قرار لری. هغه وخت چی د سعودی رژیم دفاع وزیر په رسمی توګه اعلان کوی چی د جنګ لمن د ایران داخل ته کشوو، دا یعنی ددی رژیم تر ملاتړ لاندی تروریزم، په شکاره ډول سره د ریاض او تلاویو هژموتیک مقصدونو په خدمت کی او د اسلامی هیوادونو په ناامنه کولو او د مسلمانانو د وینی تویولو کی قرار لری.
لیری معلومیږی چی سربیره پردی چی د تروریزم څخه د سعودی عربستان هر اړخیزه ملاتړ ډیر نشانی شتون لری، نور څوک په دی کی شک ولری چی ریاض تروریزم څخه ګټه اخلی او خپل نفوذ او سلطی ډیرولو لپاره د سیمی پر ملتونو او د اسراییل رژیم مقصدونو تحقق لپاره په اسلامی هیوادونو کی، شک ولری.
د سعودی دفاع وزیر هغه وخت چی وایی چی د جنګ لمن د ایران مرزونو داخل ته راکاږی، دا پوښتنه رامنځته کیږی چی د آل سعود رژیم وسیلی ددی ګواښ د تحقق لپاره څه دی؟ ځواب روشانه دی: تکفیری تروریستان.او دا همغه څه دی چی د تهران اخیر تروریستی بریدونه په ښه توګه برملا کوی او شکاره کوی چی کوم لاسونه او په کوم مقصدونو سره ددی بریدونو تر شا قرار لری.
سعودی عربستان او اسراییل ته د ترامپ اخیر سفر، په خاورمیانه کی د تروریستی فعالیتونو د تاریخ نوی موج شروع بلل کیږی  چی د سعودی عربستان په مشری او همپیمانانو له خوا صورت نیسی.
د ریاض رژیم تنبیهی اقدامات د قطر په وړاندی یواځی ددی لپاره چی قطر د حماس څخه ملاتړ کوی او تهران ته نږدی دی، د تکفیری تروریزم سناریو بله برخه د ریاض په مشری او د اسراییل او آمریکا په ملاتړ او تحریک په سیمه او اسلام نړۍ کی حسابیږی.
همدا وضعیت، کلونه کیږی چی د افغانستان په اړه هم جریان لری، په دی توپیر چی په دی برخه کی، د عربستان نقش پاکستان په غاړه لری او آمریکا په سکوت او کتنی سره، د پاکستان عملکرد باندی، د تایید مهر لګوی.
دی مسایلو ته په کتو سره، که د کابل پروسه د تروریزم ضد جبهه مشری د آمریکا او ناتو په محوریت سره د امنیتی خراب وضعیت لپاره د تروریزم ملاتړ کوونکو رژیمونو په وړاندی صریح موضع ونه نیسی، هیڅ کوم نتیجه به ونه لری او د افغانستان ړانده امنیت غوټه به همداسی نا خلاصوی پاته سی.
د کابل پروسه او بل هر پروسه چی د بین المللی سولی او امنیت او تروریزم سره مبارزی په نامه د افغانستان په محوریت یا بل هیواد په محوریت جوړیږی، باید په نهایت کی، باید سعودی عربستان او پاکستان په مشری د تکفیری تروریزم سره مبارزی باندی ختم سی؛ بیله هغه، هغه وضعیت چی کلونه کیږی په افغانستان کی جریان لری او اوس خپل اخر حد کی دی، په سرعت سره، د نړۍ ټولو هیوادونو په سطحه به پراختیا ومومی.
https://avapress.com/vdchmknzm23nkxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته