دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۳۰
د مطلب کود : 144676
حکومت داری او امنیت، کوتاهی که ماته؟
عبدالله عبدالله؛ اجرایی رئیس وایی ملی وحدت حکومت د امنیت تامین او ښه حکومتداری کی کوتاهی کړی دی.
ښاغلی عبدالله د وزیرانو شورا په شروع کی د دوشنبه په ورځ، په کابل کی جاری اعتراضاتو اشاره وکړه او وویل: د امنیت تامین زموږ او زموږ امنیتی نهادونو دنده دی چی په هغه کی کوتاهی صورت نیولی دی او خلګ حق لری چی اعتراض وکړی.
هغه زیاته کړه چی باید په حکومتداری او خدماتو کی د حکومت له لوری، د مشکلاتو او کمبودیو په تشخیص سره، تجدید نظر صورت ونیسی.
اجرائی رئیس زیاته کړه چی د معترضانو سره خبرو اترو او د هغوی غوښتنو څیړنی لپاره د مجلس نمایندګانو په منځګړیتوب سره شروع سوی دی.
هغه د ګارنیزیون مشر او د کابل پولیس قوماندی دندی تعلیق ته په  اشاره سره وویل چی نور تصمیمات د محکمی د څیړنی وروسته د ستری محکمی له لوری اخیستل کیږی.
ښاغلی عبدالله د افغانستان سیاسی قشر او حکومت ترمنځ واټن د ۱۵ کالو په ترڅ کی بی سارۍ وبلل او تینګار یی وکړ چی ددی واټن د لیری کولو لپاره هڅی او بحثونه شروع سوی دی.
د اجرایی رییس اظهارات د ډیرو تحلیلګرانو په باور، د خراب وضعیت ښودونکی دی؛ هغه وضعیت چی د ناظرانو په باور د ملی وحدت حکومت دشروع څخه ورځ په ورځ د بدتره کیدو په حال کی دی؛ خو دا چی اجرایی رییس خپله هغه ته اشاره کوی، ددی شکاره کوونکی دی چی ملی وحدت حکومت، دی شرایطو ته سمه پوهه نه دی درلودلی او یا هم په غیری مسئولانه تګلاری سره، هغه نادیده نیولی دی.
په هر صورت کی، کوم څه بدلون نه کوی؛ ځکه ددی وضعیت نتیجه، یواځی یو څه دی او هغه د حکومت او خلګو ترمنځ بی سارۍ واټن رامنځته کیدل دی؛ هغه څه چی اجرایی رییس هم ورته اشاره کړی دی.
تحلیلګران وایی چی د ښاغلی عبدالله محافظ کارانه بیان د جاری بحرانی شرایط په توصیف او د حکومت نقش د هغه په رامنځته کولو کی، په دی معنی دی چی حکومت تراوسه هم د مساله جدیت باندی نه دی پوه او نه سی کولای د سیاسی بندون فاجعه باره استمرار او ابعاد په ښه توګه اندازه کړی.
په داسی حال کی چی د معترضینو ډیر لږ شمیر کسان د حکومت د حکومتداری او امنیت په برخه کی په خشم سره، د کابل په سړکونو کی خیمی وهلی دی او سربیره د دولت او دولتی ضد ځواکونو له لوری مکرر تهدید او ګواښ ترلاسه کوی، حاضر نه دی د بدلون لپاره مبارزی څخه لاس واخلی، ښاغلی عبدالله د کمبودیو او کاستیو د پیژندلو لپاره د هڅو د شروع کیدو څخه خبر ورکوی ترڅو په امنیت او حکومتداری کی ښه والی رامنځته سی او په نهایت کی، د هیواد سیاسی قشر او دولت ترمنځ رامنځته سوی واټن کم سی.
دا شکاره کوی چی د خلګو غوښتنو او مشروع اړتیاوو ترمنځ او د دولت غبرګون د هغه په وړاندی، هیڅ معقول او منطقی تناسب شتون نه لری او دا کار، نه یواځی د دولت او خلګو ترمنځ واټن کمولو کی به مرسته ونه کړی؛ بلکه شاید د واټن د ډیریدو سبب سی.
دولت باید د خلګو سره د خلګو په ژبه خبری وکړی، نه د زور او توفنګچی په زور. دولت باید وپوهیږی چی هغه خلګ چی وینه ورکړی دی؛ خو همداسی په سړکونو کی پاته دی، حاضر نه دی په ګواښ سره د اعتراض څخه لاس واخلی. که دولت د خیمو په هیڅته کولو هم وتوانیږی، اعتراضونه او نارضایتی به خپل قوت باندی به پاته سی او د بل ځای څخه به سر راپورته کړی.
ددی امنیتی یو یا دوو چارواکو هیڅته کول هم کوم څه ته بدلون نه ورکوی. خلګ هیله لری چی دولت د خلګو لوری ته اساسی ګامونه پورته کړی او د توده اساسی غوښتنو ته په اعتنا سره، د خلګو او دولت ترمنځ واټن کم کړی.
په دی منځ کی، د تحلیلګرانو په باور، لیری خبره دی چی څوک د طالبانو او نورو جریانونو په شان د نظام د رامنځته کولو په هڅه کی نه وی؛ ځکه ښه بدیل د هغه لپاره شتون نه لری؛ خو دا کار نه سی کولای د دولت بی مبالاتی، بی مسئولیتی او بی اعتنایی د خلګو غوښتنو په وړاندی په ښه حکومتداری او امنیت کی توجیه کړی؛ ځکه چی دا بی اعتنایی او بی مسئولیتی د خلګو او دولت ترمنځ د واټنونو د رامنځته کیدو سبب ګرځی.
https://avapress.com/vdcd5o0f9yt0o96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته