دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۰۴
د مطلب کود : 145402
اسد په حما کی؛ د ټولو سوریانو لپاره اختري
بشار اسد؛ د سوریه ولسمشر، په بی سارۍ سفر کی د کال په اخیرو کی د دمشق خارج یعنی حما ته تللی دی او د کوچنی اختر لمونځ یی ددی ښار نوری مسجد کی ترسره کړل.
دا ښار د سوریی پایتخت یعنی دمشق د شمال په ۲۰۰ کیلومتری کی واقع دی.
په سوریه کی د جنګ د شروع کیدو څخه تقریبآ شپږ کاله وروسته دا لمړۍ ځل دی چی ښاغلی اسد د دمشق څخه په دومره واټن لیری تللی دی.
د سوریی ملی تلویزیون ښاغلی اسد چی د نورو لمونځ کوونکو سره په مسجد کی دی، شکاره کوی.
شیخ نجم الدین علی؛ د مسجد امام چی د کوچنی اختر خطبه یی وویلی، وویل چی د ښاغلی اسد حضور د حما په زړه کی ددی شکاره کوونکی دی چی سوریان امنیت او ثبات ته بیرته ګرځیدو لپاره  یواځی څو قدمه واټن لری.
د سوریه ولسمشر د تیر کال کوچنی اختر حمص ته سفر وکړ.
د حما مرکزی ولایت کنترل د امنیتی ځواکونو، دولت مخالف تروریستانو او داعش ترمنځ ویښل سوی دی.
کارپوهان وایی چی د سوریه ولسمشر حضور په حما کی؛ هغه ولایت چی د سوریه د ناآرامیو زړه بلل کیده، د فوق العاده امنیت څخه برخمن دی او د روشانه پیغام درلودونکی د هغه کسانو لپاره دی چی نږدی شپږو کالو په واټن کی د سوریه ملی دولت د سقوط لپاره هیڅ هڅی څخه مخ نه دی اړولی.
د بشاراسد سفر د دمشق دباندی او د اختر لمونځ په حما کی د دولت په ګټه د وضعیت د بدلون ښودونکی دی؛ هغه بدلون چی د هغه په اساس، د سوریی دولت، د سوریه پوره آزادی لپاره لویه ګامونه پورته کړی دی او تروریستان او سیمه ایز ملاتړ کوونکی یی ډیری درانده ماتی لیدلی دی.
د سوریه ولسمشر مقتدرانه او مطمئن حضور په حما کی، همدارنګه جنګ ته نسبت سره د استراتژیک بدلون ښودونکی دی. اوس چی هغه کولای سی د سوریه هغه ځای ته چی د ناامنیو مرکز بلل کیدله په بی غمۍ سره سفر وکړی او ټولو سوریانو سره اختر لمونځ وکړی نو د سوریی د آزادیو او ښه ورځو د بیرته راتګ شکاره کوونکی دی.
دا همغه خبری وی چی د نوری مسجد امام په واسطه هم ورته اشاره او ټینګار وسوه چی سوریه آزادیو او ارامتیا ته بیرته ګرځیدو لپاره ډیر واټن نه لری او د سوریی صبوره خلګ چی ډیر رنجونه یی لیدلی دی ډیر ژیر به شادیو او پراخ نشاط ته لاسرسی پیدا کړی او راتلونکی ته هیله مند اوسی.
دا هم د تروریستی ډلو  او بین المللی ملاتړکوونکو بحرانی موقعیت ښودونکی هم دی چی هیله یی درلود د سوریه ملی اقتدار د دمشق د دولت له منځه تللو سره له منځه ولاړ سی؛ خو اوس نه دا چی دا پیښه نه ده رامنځته سوی؛ بلکه د سوریه ملی دولت ددی هیواد ځواکونو مقاومت او پایداری او قدرت او ارادی سره او ددی هیواد صادق او مصمم هم پیمانو سره په سیمه کی، د سوریه پراخ خاوره د تروریزم او افراط ګرایی څخه پاک کړی دی او په دی ترتیب، د تروریزم لوی غربی- عبری- عربی ملاتړ کوونکی ددی ناپاکی مقصد څخه ناهیله کړی دی.
د تحلیلګرانوپه عقیده، د سوریه جنګ به د تروریزم په وړاندی یو د لویو تاریخی جنګونو څخه په حافظو کی پاته سی او بل دا چی کولای سو ددی څخه د تروریزم څخه نورو ملتونو د آزادیو لپاره هم ګټه واخلو.
د سوریه تجربه، د تروریزم سره نه ستړۍ کیدونکی جنګ او په ټولو قدرت سره تجربه دی؛ هغه تجربه چی موږ ته راښیی چی څنګه د هغه دشمنانو لپاره چی زموږ ملت او نسل او ښارونو د منځه وړلو لپاره ملا تړلی دی، له پښو نه وغورځوو او د هیواد مقدس خاوره د تروریزم او افراط ګرایی د چنګال څخه آزاد کړو.
دا الګو او تجربه بالخصوص زموږ هیواد افغانستان لپاره، ډیر خبری د ویلو لپاره لری.
https://avapress.com/vdcbgsb85rhbaap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته