دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۵۹
د مطلب کود : 146298
افغانستان، ګاونډی او د (دولت-دولت اړیکی) ایده
ولسمشر غنی وایی چی د حسن روحانی؛ د ایران ولسمشر خبرو په اړه د افغانستان بندونو لپاره، بیلابیل تعبیرونه صورت نیولی دی؛ خو زموږ او ایران دوامداره ملګرتیا طرحه رامنځته سوی دی.
ولسمشر غنی د هیواد اوبو سرچینو مدیریت موضوع ته په اشاره سره وویل: اوبه زموږ عزت دی او په صحیح مدیریت سره به ۱۸۰ میلیونه مترمکعب د هیواد اوبه به مهار کړو. زموږ د اوبو مهارول د بین المللی همکاریو زمینه شکاره کوونکی دی نه تضاد.
هغه وخت چی د ښاغلی غنی څخه د حسن روحانی اخیرو اظهاراتو په اړه پوښتنی وسوی، وویل چی بیلابیل تعبیرونه شتون لری او مشکل، یواځی د افغانستان مشکل نه دی.
غنی په دی بیان سره چی اوبه د جغرافیایی موقعیت څخه وروسته، زموږ دوهم ملی سرمایه دی، وعده ورکړ: د سلما او کجکی بندونو تکمیل وروسته، د افغانستان ټوله بندونه به تکمیل سی.
ښاغلی غنی، ددی نه مخکی هم و ایران ته د هلمند سمندرګی یا دریا حقوقی معاهده اجرا په اړه او د افغانستان اراده او تعهد څخه خبر ورکړی وو.
دا په داسی حال کی دی چی ځینی فرصت طلبه او معارض کسان په دی اخیرو کی  د ایران اخیر خبرو په وړاندی لاریونونه جوړ کړل او د ایران او اسلام نړۍ مذهبی او سیاسی مشران په وړاندی سپک او خراب شعارونه ورکړ.
د کارپوهانو په باور، هغه څه چی د افغانستان او ایران په منځ کی د اوبو حقوقی رژیم په برخه کی شتون لری، یو حقوقی مساله دی او احساسی، سیاسی او ملی ګرایانه چلند به پر دی مساله باندی او ددواړو هیوادونو اړیکو باندی منفی اغیزه ولری؛ بیله دی چی ددی حقوقی معضل حل باندی کوم اغیزه ولری.
اجتماعات او لاریونونه مخکی له دی چی د ملی ګټو او د هیواد زیربنایی اړتیاوو په لړ کی هڅی وی، د ځینو جریانونو له لوری تحریک آمیز او سازمان یافته اقدام وو چی هر وخت د افغانستان او ایران همژبی او هم دینه او ګاونډی هیوادونو اړیکو ته ضربه ورکولو په لټه کی دی.
دا ډلی د ایران او اسلام نړۍ مذهبی او سیاسی مشرانو ته شکاره اهانت سره، شکاره کړل چی د افغانستان اوبو سرچینو او سهم او حق څخه د دفاع نیت نه لری؛ بلکه په دی بهانی سره، غواړی د دشمن خراب ایده ترسره کړی؛ همغه کار چی سلفی-صهیونیستی تکفیری تروریزم، استکباری او منحط رژیمونه له بل لوری ددی کار د تحقق په لټه کی دی.
هغوی هیر کړی دی چی د افغانستان خلګ، د ایران مسلمان او ورور ملت سره پخوانۍ پیوند او اړیکو له امله، افتخار او فخر کوی او ددی احترام لپاره ډیر درانده لګښتونه ورکړی دی او حاضر دی چی ددی ارزښتناکه سرمایه څخه، په ټوله قدرت سره ساتنه وکړی.
له دی امله دا فرصت طلبه ډلی نه سی کولای خپل خرابکارانه او مسموم هڅو ته ورسیږی، دا غوښتنه او هم نیوکی د دولت او مسئول دستګاوو څخه شتون لری چی د دوو ملتونو په منځ کی د اړیکو، ګټو، ژور وحدت او هملوریتوب مشترکاتو شتون سربیره ولی دا فرصت طلبه ډلو ته اجازه ورکوی چی ددواړو ملتونو ترمنځ تفرقه او بی اتفاقی رامنځته کړی؛ هغه هم په داسی شرایطو چی په کابل پایتخت کی، د امنیت او بیری او ګواښ له امله، د مشروع، مدنی او خلګو سوله لرونکی لاریونونه ګواښوی او د جوړیدو مخنیوی یی کوی؟
ایا دا په دی معنی دی چی قدرتمند حلقی ددی مسموم او خرابوونکی حرکت ترشا قرار لری او هر اړخیزه ملاتړ ځینی کوی؟
آیا ددی ډولو حرکتونو څخه ضمنی ملاتړ او اجازه ورکول د جوړولو لپاره، خپله د دولت-دولت اړیکی معروف ایده د افغانستان او ګاونډیانو ترمنځ ناقضوونکی نه دی؟ هغه ایده چی خپله ښاغلی غنی دهغه مبتکر او مروج او مدافع یی په حساب راځی او هغه حل لاره د افغانستان او ګاونډیانو جاری مناقشاتو او منازعاتو اصلی حل لاری بولی.
https://avapress.com/vdcf1vdycw6dj0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته