کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان، د تروریزم سره نړیوال ړانده مبارزی غوټه

25 سرطان 1396 ساعت 14:50


 

عبدالله عبدالله؛ اجرایی رییس د آلمان ولسمشر سره په کتنه کی په کابل کی، وویل چی تراوسه د پاکستان په سیاست کی د طالبانو او حقانی شبکه څخه ملاتړ سیاست کی بنیادی او اساسی بدلونونو شاهد نه یو.

په دی ناسته کی دواړه مقامات، د افغانستان سیمه ایز اړیکو او پاکستان نقش د طالبانو او حقانی ډلی ملاتړ په اړه خبری وکړی.

په دی ناسته کی دواړه لوری، د مخالفانو سره سولی او مذاکراتو په اړه خبری وکړی او سیمه ایز هیوادونو سولی او همکاری برقراره کولو پر اصل ټینګار وکړ.

په دی کتنه همدارنګه، په افغانستان کی مشارکت باندی استوار سیاسی ثبات اصل او ملی وحدت حکومت کی تعاون او همکاری په اړه ټینګار وسوه او اجرایی رییس، په افغانستان کی سیاسی ثبات د پراختیا او سرمایه ګذاری اساسی محور وبلل.

ښاغلی غنی هم خپل آلمانی سیال سره په لیدنه کی په افغانستان کی د سیمه ایزو هیوادونونقش په اړه وویل چی د افغانستان ګاونډی هیوادونه کولای سی په افغانستان کی د پایدار سولی په تامین کی نقش ولری. هغه وویل: هغوی ددی هیواد راتلونکی په وړاندی لوی مسئولیت لری.

دسیمه ایزو امنیتی مسایلو کارپوهان هم ښاغلی غنی او عبدالله خبرو ته په اشاره سره وایی چی یوځل بیا ددی وخت رارسیدلی دی چی افغانستان په سیمه کی د تروریزم سره مبارزی او نړۍ امنیت او ثبات په اړه نړیوال قدرتونو تعهداتو په اړه یادونه وکړی.

د هغوی په باور په دی کی کوم شک نسته چی افغانستان سیاسی او انتخاباتی اصلاحاتو، بشر حقوق تامینولو، دموکراتیک ټاکنو، دموکراسی جوړولو او سولی لپاره اساسی اړتیاوی لری؛ خو دا ټول د بین المللی قدرتونو لمړنۍ او اصلی تعهداتو څخه نه وو او نه دی.

له بل لوری، افغانستان هغه وخت کولای سی دا لاسته راوړنی ولری چی تروریزم له منځه تللی وی او د هیواد ملی حاکمیت او استقلال او ارضی تمامیت په وړاندی د خارجی هیوادونو ګواښونه ختم سوی وی.

صاحب نظران وایی چی خارجی هیوادونه لکه اروپایی قدرتونه او آلمان په خاص ډول سره، د هر څه نه مخکی دا تعهد باید په افغانستان کی د ناتو چوکات کی عملی کړی چی تروریزم سره صادقانه مبارزه وکړی او د پاکستان مرز دا لوری او هغه لوری کی د بین المللی تروریزم په وړاندی مبارزی کی کوم توپیر ونه کړی.

ددی کار لپاره باید د پاکستان سره د خارجی هیوادونو قدرتونو اړیکو کی تجدید نظر وسی.

پاکستان د بین المللی تروریزم ملاتړ کوونکی پیژندل سوی دی او ددی هیواد سیاستونه په افغانستان کی نه یواځی په افغانستان کی د بی ثباتی او ناامنی او ترور او جنګ دوام سبب ګرځی؛ بلکه یو لوی چالش دناتو ماموریت او غربی هیوادونو په وړاندی دسولی او ثبات منځته راوړلو په وړاندی دی.

د ډیرو تحلیلګرانو په باور، نن ورځ د ناتو نظامی ماموریت او امریکا ماتی اصلی لامل د پاکستان بی دریز مداخلی په افغانستان کی دی چی په افغانستان کی د تروریستی ډلو څخه ملاتړ کوی.

البته دا هغه خبر نه دی چی ناتو ا اروپا ځینی ناخبره وی؛ خو افغانستان دداسی هیواد په حیث چی د ناتو او اروپا اتحادیه او آمریکا سره سیاسی او امنیتی قراردادونه لری، همداسی ددی حق هم لری چی د تروریزم سره مبارزی په برخه کی د هغوی او پاکستان اړیکی مشکل سره مخ کړی او دا پوښتنه مطرح کړی چی د پاکستان ددی کارونو سربیره ولی ناتو او امریکا او اروپا د پاکستان سره سایسی او نظامی او استخباراتی او اقتصادی اړیکی لری چی په افغانستان کی د بی ثباتی او ناامنی اصلی لامل دی او د بین المللی تروریزم څخه په هر اړخیزه توګه ملاتړ کوی؟

داسی معلومیږی چی ددی وخت رسیدلی دی چی اروپایی هیوادونه او آمریکا باید ددی دوو لارو څخه یو انتخاب کړی؛ یا د تروریزم سره مبارزه او یا هم پاکستان سره اړیکه؛ ځکه په عینی وخت کی دا دوه غیری ممکنه دی.


د مطلب کود: 146435

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/146435/پاکستان-د-تروریزم-سره-نړیوال-ړانده-مبارزی-غوټه

آوا
  https://www.avapress.com