دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۲۳:۵۸
د مطلب کود : 148025
افغانستان او آمریکا ته د جنګ خصوصی کوولو پیامدونه

 

 

یو خصوصی نظامی شرکت د ( بلک واتر ) په نامه دونالد ترامپ ته وړاندیز کړی دی ترڅو په افغانستان کی د امریکا نظامی ماموریت دا شرکت ته وسپاری.

ایریک پرنس؛ د بلک واتر شرکت اساس ایښوونکی، ویلی دی چی دا شرکت غواړی چی د امریکایی سرتیرو پر ځای افغانستان ته د پنځو زرو په شاوخوا خصوصی نظامی قراردادونه د افغان امنیتی ځواکونو مرستی او زده کړه ورکولو لپاره واستوی.

ښاغلی پرنس ویلی دی چی په افغانستان کی د نظامی ماموریت په خصوصی کولو سره به، د امریکا نظامی لګښت په افغانستان کی د ۴۵ میلیاردو دالرو څخه به په کال کی لسو میلیاردو دالرو ته راټیټه سی.

دونالد ترامپ هم په افغانستان کی د نوی استراتژی د څیړنی لپاره مصروفه دی او ښاغلی ترامپ په افغانستان کی د جنګ وضعیت ادامه څخه رضایت نه لری.

څو ورځی مخکی د امریکا خارجه وزیر وویل چی دونالد ترامپ په افغانستان کی د جنګ ادامه په اړه ډیر سخت پوښتنی کوی او په دی باندی راضی نه دی چی نور دی په افغانستان کی امریکایی نظامیان خپل کار ته ادامه ورکړی.

د امریکا دولت په تیرو کی هم د بلک واتر خصوصی شرکت څخه د عراق جنګ لپاره په پراخ توګه کار اخیستی دی.

ددی څخه مخکی چی د بلک واتر شرکت له لوری داسی وړاندیز طرحه سی، د افغانستان جنګ خصوصی سازی لپاره خبری مطرح سوی وو.

د کارپوهانو په باور، دونالد ترامپ، د افغانستان جنګ خصوصی سازی طرفداره دی؛ ځکه چی په هغه صورت کی نه یواځی داچی مجبوره نه دی چی په افغانستان کی د امریکا ځواکونو لګښت په اړه فکر وکړی؛ بلکه له بل لوری، کولای سی د امریکا تاریخی اوږد جنګ لګښت هم کم کړی.

دا د امریکا تجارت پیشه ولسمشر ته چی هرڅه ته اقتصادی نظر لری، ډیر هیجان انګیزه او په زړه پوری دی.

د څیړونکو په باور د افغانستان په اړه د امریکا نوی استراتژی د اعلام ځنډیدل هم د همدی امله دی؛ ځکه په داسی حال کی چی ترامپ او معاونین او مشاوران د هغه جملی څخه د هغه زوم، ددی نظر سره موافقه دی، د پنتاګون ارشد قوماندانان، د هغه سره مخالفت کوی.

د دواړو لورو د مخالفت او طرفداری دلیلونه هم مشخصه دی؛ ترامپ او د هغه ټیم، دی مساله ته، اقتصادی نظر لری او وایی چی ولی په هغه جنګ کی سرمایه ګزاری وکړو چی ۱۷ کاله اوږد سوی دی، میلیاردونه دالره لګښت درلودلی دی، ورځ په ورځ د ماتی او سقوط سره مخته ځو او په هغه کی د بریالیتوب هیڅ نښه هم نسته؟

هغوی باور لری چی که نه سو کولای ددی جنګ قضیه بنده کړو او افغانستان پر خپل حال پریږدو، لږ ترلږه دا لاره شتون لری چی د هغه لګښت کم کړو او د جنګ اصلی مسؤولیت د هغه ډلو پر اوږو باندی پریږدو چی د لږ پیسو په وړاندی، په افغانستان کی د امریکا سلطه ګرایانه مقصدونه ترسره کړی.

له بل لوری، ددی نظر هوادارانو په نظر، خصوصی امنیتی شرکتونو ته د جنګ پریښودنه، د جنګ سیاسی او حقوقی لګښت هم کموی او ترامپ دولت په افغانستان کی د ماموریتونو لپاره، د عمومی افکارو، بین المللی ټولنی او بشری حقوقی سازمانونو تر فشار لاندی هم نه راوړی؛ ځکه چی ټوله مسئولیت به د خصوصی امنیتی شرکتونو پر غاړه وی چی قصدآ د تباه کوونکی، خطرناک مجرمانو او غیری مسئول کسانو له خوا جوړ سوی دی چی د بین المللی قواعدو او هیوادونو ملی ارزښتونو په وړاندی هیڅ اخلاقی او حقوقی تعهد نه لری.

په دی حساب، د هغوی په باور د امریکا لپاره د افغانستان جنګ خصوصی کونه مثبت پیامدونه لری او باید هغه ترسره کړی.

په دی حال کی، د منتقدانو په باور، د جنګ خصوصی کیدنه، په هیڅ عنوان سره د افغانستان په ګټه نه دی؛ ځکه په هغه صورت کی افغانستان نه سی کولای لږ مقیاس هم واشنګتن د استراتژیک او امنیتی پیمان تړلو لپاره تر فشار لاندی راولی.

بلکه نکته داده چی د امنیتی خصوصی شرکتونه بالخصوص بلک واتر چی د امریکا بدنامه او خشیم او غیری مسئوله شرکت نظامی شرکت دی، لکه څنګه چی په عراق کی شکاره کړل، هیڅ وخت به د بین المللی قواعدو او ملی قوانینو سره وفادار نه وی او وړاندوینه کیږی چی په افغانستان کی به بیا غیری نظامیانو وژنه او هرج مرج شروع سی.

په دی حال کی، صاحب نظران وایی چی امریکا په تیرو کی شکاره کړی چی یواځی هغه انتخابونو ته لمړیتوب ورکوی چی په افغانستان کی د هغوی راهبردی مقصدونه ترسره کړی. د هغه هیواد لپاره دا ارزښت نه لری چی افغانستان څه غواړی او د سولی او ملی حاکمیت لپاره یی څه ضروری دی.

له بل لوری، دا تصور هم نه کیږی چی کابل د امریکا نهایی تصمیم نیونه کی په افغانستان کی د جنګ هدایت لپاره، ټاکونکی او موثر نقش ولری.

https://avapress.com/vdcf0cdytw6djxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته