دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۱۳
د مطلب کود : 148125
د ماتی څخه د تیښتی لپاره د امریکا هڅه

 

 

جان مکین؛ د امریکا سنا مجلس نظامی خدماتو کمیتی مشر په افغانستان کی د ( بریالیتوب لپاره استراتژی ) وړاندوینه کړی دی.

د هغه په وینا امریکا په افغانستان کی بی مقصده دی.

ښاغلی مکین ویلیث دی چی د نوی استراتژی تصویب د امریکا ملی امنیت او ګټو تامین لپاره په افغانستان کی ډیر ارزښتناکه دی.

هغه زیاته کړی: موږ باید حقیقت قبول کړو. موږ په افغانستان کی د ماتی په حال کی یو او که موږ ددی قصد لرو چی وضعیت ته بدلون ورکړو نو وخت ډیر ارزښتناکه دی.

د هغه پیشنهادی استراتژی کی، په افغانستان کی د تروریزم ضد ځواکونو ډیروالی او هغوی ته ډیر آزادی ورکول د طالبانو او داعش او نورو تروریستی ډلو تر هدف لاندی نیولو لپآره، درلودونکی دی.

هغه پرپاکستان باندی د ډیرو فشار راوستلو غوښتونکی سوی دی ترڅو پاکستان د طالبانو او حقانی ډلی لپاره د پټنځایونو آماده کولو څخه لاس واخلی.

هغه همدارنګه ټینګار کړی دی چی امریکا باید د کابل چارواکو څخه وغواړی چی د اداری فساد له منځه وړلو، قانون حاکمیت پیاوړی کولو او حکومت مالی چارو کی شفافیت راوستلولپاره، د سنجش وړ پرمختګ شکاره کړی.

امنیتی مسایلو ناظران هم وایی چی امریکا په افغانستان کی، بی مقصده جنګ پسی روان دی؛ هغه جنګ چی قرار وو امریکا په یو قدرت په حیث د افغانستان ځمکی لاندی ذخایرو باندی تسلط لپاره بدل کړی او په دی ترتیب، او د نړۍ مدیریت ادعا د مدعیانو له لوری بالخصوص روسیه او نوی رامنځته سوی قدرتونو له لوری، ته پای ټکی کیږدی؛ خو تراوسه نه یواځی دا کار نه دی ترسره سوی خو امریکا د شوروی په شان د افغانستان په بندون کی ورځ په ورځ ډوبیږی په داسی حال کی د امریکا مالیات ورکوونکو پر غاړه باندی د امریکا اوږد ترینه تاریخی جنګ میلیاردی لګښتونو بار دروندوالی او سنګینی کوی، او د امریکا سلطه ګرایانه ایده آل بریالیتوب لپاره هیڅ څرک هم نسته.

ددی هیلی وی چی ترامپ، د امریکاپه وړاندی نوی لاره قرار ورکړی ترڅو دافغانستان جنګ په وړاندی، لمړیتوب د امریکا اوږدمدته راهبردی ګټو ته ورکړی؛ خو ترامپ هم په دی برخه کی لاره ورک کړی دی.

په دی منځ کی، جان مکین؛ جمهوری خواه ارشد سناتور چی ددی کلونو په ترڅ کی، هر وخت د افغانستان جنګ په اړه، دغدغی درلودلی دی، د هر سړۍ نه مخکی، د جنګی راتلونکی اندیښمند دی چی اوس عملآ د ماتی په لاره کی دی.

مکین چی په تازګی سره مشخص سوی دی چی د ماغزه سرطان باندی اخته دی د خپلو اخرو هڅو په حیث امریکا ته د افغانستان جنګ څخه د ماتی څخه ژغورلو لپاره، نوی استراتژی وړاندوینه کړی دی: د بریالیتوب لپاره استراتژی.

په دی حال کی، د نوم برخلاف په دی استراتژی کی نوی څه نسته. هغه هم په افغانستان کی د امریکا نظامی ځواکونو پراختیا او د هغوی نظامی صلاحیتونو ډیروالی باندی ټینګار کوی، ددی ترڅنګ په دی باور دی چی د امریکا بریالیتوب مهم مخکی شرطونو څخه یو، پرپاکستان باندی ډیر فشار راوستل دی او همدارنګه د کابل دولت باندی فشار راوستل د شفافیت او مسئولیت قبلونی او فساد سره مبارزی په برخه کی ځواب ویلو رامنځته کول دی.

دا ټول کارونه، په تیرو کی هم په افغانستان کی د امریکا چارواکو تر توجه او ټینګار لاندی وو. لکه په افغانستان کی د امریکا نظامی ځواکونو ډیریدل چی امریکا تردی مخکی هم دا اقدام کړی دی خو کوم نتیجه یی لاسته نه دی راوړی.

دی مسایلو ته په کتو سره، امریکا په افغانستان کی، د تحلیګرانو په نظر، سختو شرایطو او وضعیت کی راګیر سوی دی او د سپین کاخ بی راهبردی بحران ددی شرایطو مدیریت لپاره د هر وخت نه وضعیت خراب کړی دی.

باید صبر وکړو چی بالاخره ترامپ د جاری درانده اختلافونو سربیره به د افغانستان په وړاندی خپل نوی استراتژی څنګه شکاره کوی او کوم عملی آثار به ولری؛ خو هغه څه چی په حاضر حال کی جریان لری دادی چی د کابل دولت ناکامی، یواځی د ولسمشر او د هغه سیاسی ټیم او امنیتی ټیم پوری تړلی نه دی؛ بلکه دا ناکامی په لویو ناکامیو کی ریشه لری او هغه په افغانستان کی د امریکا ناکامی دی.

https://avapress.com/vdcgx79qnak9tq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته