دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۲۲:۴۵
د مطلب کود : 148295
د میرزاولنګ آزادی او هغه ذخم چی نه جوړیږی

 

 

د سرپل والی ویاند وایی چی د امنیتی ځواکونو او خلګو په مرسته د میرزاولنګ لوړ ارتفاعات نیول سوی دی.

د سرپل یو ولایتی شورا غړۍ وایی چی امنیتی ځواکونه د دوشنبه په ورځ وتوانیدل چی د میرزاولنګ سیمه د طالبانو د تصرف څخه خلاص کړی. د شاهین ۲۰۹ قول اردو هم دا خبره تاییدوی.

سیدرضا عالم زاده؛ د سرپل ولایتی شورا غړۍ هم وایی: افغان امنیتی ځواکونه تیره شپه د میرزاولنګ پر سیمه باندی په فشار واردولو سره وتوانیدل دا سیمه د د طالبانو تصرف څخه وباسی.

خو د هغوی په وینا، هغه وخت چی امنیتی ځواکونه سیمی ته وارد سو، داسی په نظر نه رسیدل طالبان هلته وو.

هغه زیاته کړه: په ډیر احتمال سره چی طالبان د سیمی څخه تیښته کړی دی. د چاڼییز عملیات مخکی ترمخکی اعلان، د هغوی د تیښتی لپاره زمینه برابره کړی دی.

په دی ترتیب، میرزاولنګ یو ځل بیا د دولت تر تسلط لاندی راغلل؛ هغه اقدام چی که مخکی ترسره سوی وای، نو د میرزاولنګ نس وژنه به نه وای ترسره سوی او لږ د خلګو د غمونو څخه به لږ سوی وای.

دولت خو د فاجعی د رامنځته کیدو مکرر خبرداری برسیره، د خلګو فریادونو ته توجه ونه کړ.

هغه وخت چی طالب تروریستان په میرزاولنګ کی د ښځو او کوچنیانو او مظلوم شیعه خلګو په وژلو باندی بوخت وو، قوماندانان ټوله په کابل کی مصروفه وو.

د هغه رسمی مراسم په ترڅ کی چی امنیتی ارشد مهری د یو د بل څخه وروسته د تریبون شاته ولاړ؛ خو باخبره ددی فاجعی څخه تیر سو او حتی یو لنډ اشاره هم ورته ونه کړ، دا روشانه سوه چی د میرزاولنګ خلګ څومره مظلومه او بی کسه دی.

هغه وخت چی ولسمشر غنی په همغه مراسمو کی په لمړۍ ځل باندی د نسل وژنی او قومی او مذهبی تصفیه په اړه خبری شروع کړ، ددی انتظار کیدله چی دولت د میرزاولنګ جنایت په وړاندی عمل وکړی او د بی دفاع او غیری نظامی شیعیانو باندی جنایت په وړاندی پر تروریستانو باندی زیان وارد کړی؛ خو ښاغلی غنی، حتی د جنایت اصلی عامل (طالبان) د نوم اخیستلو څخه هم امتناع وکړه.

د هغه مراسم وروسته، تازه مسلح قواوو اعلا قومندان په ټول آرامتیا سره، امنیتی ځواکونو سران په ارګ کی سره راټول کړل ترڅو د میرزاولنګ بیرته نیولو لپاره عملیات شروع کولو میکانیزم وڅیړی!

د جلسی نتیجه، د دفاع وزارت ارشد قوماندانان او ځینی سرتیرو تلل په تاخیر سره و میرزاولنګ ته وو؛ هغه حرکت چی په اصل کی تروریستی ضد عملیات نه حسابیدل. امنیتی ځواکونه، په ریاست جمهوری کی د قواوو کل قوماندی د آمر ته سترګی په لار وو.

په دی ترتیب، د پیښی څخه ۷ ورځی تیری سوی؛ تروریستانو د تیښتی لپاره ډیر وخت په لاس ورغله!

اوس چی د میرزاولنګ خراب سیمه آزاد سوی دی؛ ناوخته آزادی او هغه ذخم چی هیڅ وخت نه جوړیږی.

د میرزاولنګ اوسیدونکی وایی چی نه سی کولای بیرته و قتلګاه ته وګرځی؛ ځکه چی تروریستان لیری ځای نه دی تللی. هغوی د کوهستانات ولسوالی کی خپل پخوانی مواضعو کی شاته تګ کړی دی او هر وخت چی وغواړی کولای سی د میرزاولنګ پر بی دفاع او بی پناه شیعیانو باندی بله فاجعه رامنځته کړی.

په دی حال کی، میرزاولنګ، نه د فاجعی تکرار او توالی لمړۍ پیښه ده او نه به آخری وی. تروریستان د سختو زیانونو اړولو ته آماده کیږی. بالخصوص په داسی شرایطو کی چی د هغوی جنایات قومی او مذهبی شکل نیولی دی او مذهبی او قومی ځایونو او مقصدونو ته رسیدنه هم ترنورو کارونو آسانه ده.

https://avapress.com/vdceov8znjh8ewi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته