دخپریدو نیټه :شنبه ۴ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۲۳:۲۵
د مطلب کود : 148835
د کابل لمونځ کوونکو سجدی او خونینه سجدی ځایونه

داعش تکفیری ډله، یو ځل بیا پر بی دفاع شیعه لمونځ کوونکو باندی په برید سره د امام زمان پر مسجد باندی، پایتخت لپاره یو خونینه جمعه جوړ کړ.

د داخله وزارت وایی چی امام زمان مسجد باندی برید د قلعه نجارها په سیمه کی ۱۰ تنه لمونځ کوونکی شهید او ۳۰ تنه نور ټپی سوی دی؛ د هغه جملی څخه ځینی ښځی او قربانیان.

خو خینی آمارونه د قربانیانو د ډیر شمیر څخه خبری کوی.

د روغتیا وزارت ویلی دی چی په دی برید کی د ۲۰ تنه څخه ډیر شهیدان او د ۴۰ تنو څخه ډیر ټپیان د ښار روغتونونو ته لیږل سوی دی.

اشرف غنی؛ ولسمشر او عبدالله عبدالله؛ اجرایی رئیس، په کابل کی د شیعیانو پر مسجد باندی برید محکوم کړ. ښاغلی غنی د دین عالمانو څخه وغوښتل ترڅو ددی بریدونو په وړاندی خپل غږ پورته کړی.

ذبیح الله مجاهد: د طالبانو ویاند هم دا برید محکوم کړی او د هغه مقصد تفرقه اچونه د افغانستان خلګو په منځ کی وبلل.

ددی څخه مخکی هم داعش د شیعیانو مسجدونه په کابل او هرات کی تر هدف لاندی قرار ورکړی وو؛ هغه تګلاره چی دیو متعصبه او مذهبی او ایدئولوژیک تنفر څخه منځته راغلی دی.

داسی په نظر نه رسیږی چی د کابل لمونځ کوونکو خونینه سجدی او سجدی ځایونه، د پیښو آخرو څخه وی. تروریستان او د هغوی پیژندل سوی ملاتړ کوونکی په محکم ارادی سره عزم کړی دی ترڅو خپل ماتی قصد چی په عراق او سوریه کی ماته خوړلی دی د افغانستان بی دفاع شیعیانو څخه واخلی؛ آسانه مقصدونه د شوم نیتونو لپاره.

دولت د غبرګونونو سربیره تراوسه کوم خاص کارنه دی ترسره کړی.

اشرف غنی؛ ولسمشر چی دهمداسی پیښی د ترسره کیدو وروسته په هرات کی و هرات ته سفر کړی وو، د فاطمه قادریان یو مخترع انجلی سره په لیدنه کی چی خپل پلار یی په هغه پیښه کی له لاسه ورکړی وو، د آغلی قادریان بی پرده ګلایو په وړاندی، د خلګو امنیت تامین ناتوانی او کوتاهی کی اذعان وکړ.

خو آیا دا اذعان او تریخ اعتراف په یواځیتوب سره کافی دی؟

ځینی خلګ داسی فکر کوی چی که داعش دداسی بریدونو مسئولیت په غاړه اخلی او د پیښی ترسره کیدو یو ساعت وروسته امنیتی ځواکونه پیښی سیمی ته رسوی او د څو ساعتونو نښتو وروسته تروریستان و جهنم ته لیږی، کافی دی او دولت په دی ترتیب سره خپل مسئولیتونه ترسره کړی دی.

شاید دا هیله هم منطقی نه وی چی دولت هغه محدود امکاناتو ته په کتو سره چی لری، په زرهاوو مسجدونه او مذهبی سیمی د نظامی مهم مرکزونو په څیر، ساتنه یی وکړی؛ خو د امنیت مقوله، د نظامی ځواکونو استقرار په معنی د مسلح ځواکونو تر غاښونو پوری ټولو مراکزو او سیمو کی نه دی.

دولت که څه هم د ټولو مذهبی مراکزو امنیت نه سی نیولای؛ خو لږترلږه دا کار خو کولای سی چی د تروریستانو عملیاتی قدرت منهدم کړی، د هغوی امن ځاوینه او پیژندل سویی مرکزونه له منځه یوسی، د تروریستانو او تکفیری تروریزم هڅی په افغانستان کی د جنګ د شعله وره کولو لپاره باید پای ته ورسوی او امنیتی او استخباراتی او کشفی نهادونه د ناتوانی او لنډتوب له عمله چی پایتخت ته تروریستی عناصر نفوذ کړی دی د سختو مواخذو لاندی ونیسی چی تروریستان څنګه او د کومو لارو څخه ځان پایتخت ته رسوی او دخلګو په زړه کی چاودنه ترسره کوی.

له بل لوری، که دولت نه سی کولای د خلګو امنیت تامین کړی، خلګنۍ ځواکونو ته ډیره آزادی ورکوی ترڅو خپله د تروریزم سره مبارزی او امنیت مسئولیت واخلی او د تروریستانو احتمالی بریدونو او خطرونو مخه ونیسی؛ هغه الګو چی په سوریه او عراق کی اجرا سوی دی او د تروریزم او تکفیری ډلو د پایګاوو او مراکزو له منځه وړنی سبب وګرځید.

دا کار د یو لوی او کارپوهنی استراتژی په سیوری کی په آسانی سره د امکان وړ دی او دولت که وغواړی کولای سی په مستقیم نظارت سره د خلګو پر امنیتی هستو باندی د خودی دفاع تګلاری په منظور، د غیری نظامیانو امن دایره پراخه کړی او تروریستانو ته پردینی اماکنو او مذهبی سیمو باندی برید امکانات تنګه او غیری ممکنه کړی.

دولت باید له یاده ونه باسی چی اوسنۍ وضعیت که څه هم په په ظاهر کی، د بی دفاع شیعیانو څخه قربانی اخلی او هره ورځ بی دفاع شیعه ښځی او کوچنیان قربانی کوی؛ خو که په راتلونکی کی په افغانستان کی د جنګ فرقه سازی مخه ونه نیول سی، د دولت په وړاندی به ډیر سخت چالشونه منځته راوړی او آشوب او هرج او مرج او وینه تویونه او جنګ به په ډير بد شکل پراخ کړی.

https://avapress.com/vdcexv8znjh8evi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته