دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۲۸
د مطلب کود : 149209
د سنی او شیعه وحدت؛ د عمل او هیلی تناقض
اشرف غنی؛ ولسمشر د لوی اختر په مناسبت په خبرو کی د جغفری او حنفی مذهبونو پیروانو وحدت باندی ټینګار وکړ.

 

 

ښاغلی غنی د جمعی په ورځ د لوی اختر د لمانځه ادا کولو په مراسمو کی په ارګ ماڼۍ کی وویل چی باید د هیواد مذهبی وحدت او ملی وحدت او سیاسی وحدت د پخوا په شان وساتل سی.

هغه د تسنن او تشیع مذاهبو پیروانو څخه وغوښتل چی د مذهبی وحدت د شکاره کولو لپاره باید د یوبل مذهبی مراکزو ته ولاړ سی.

ولسمشر، پر مذهبی مراکزو باندی برید پر ټولو افغانانو برید او یو فتنه وبلل او د ټولو اوسیدونکو څخه وغوښتل چی داسی بریدونه محکوم کړی.

هغه په عینی حال کی د تروریستی ډلو څخه وغوښتل چی د هغه سولی غوښتنی ته مثبت ځواب ورکړی ځکه چی د هغه په وینا سوله د خدای امر دی.

د چارو پوهان هم په دی باور دی چی اوسنۍ بحرانی وضعیت، په ټولو برخو بالخصوص د مذاهبو لکه حنفی او جعفری مذاهبو ترمنځ وحدت پیاوړۍ کولو ته اړتیا سته.

افغانستان په دا ورځو کی په بی سارۍ ډول سره د مذهبی فتنو او تفرقه ترور لاندی راغلی دی چی د سیمی منحط رژیمونو د تیلو په پیسو او استعماری قدرتونو اطلاعاتی سازمانونو له لوری رهبری کیږی.

وهابی خونړیزه تروریستان حتی په دینی مقدس ځایونو کی د مسلمانانو وینه په دی اساس چی د اسلامی زده کړو څخه بیل خوانش لری تویوی او په دی ترتیب، حتی د امن ترینه حریمونو حرمت او قداست هم ماتوی.

بی له شکه په دی منځ کی اسلامی هیوادونو باندی مسلط مزدور رژیمونو تګلاره او چلند هم بی اغیزه نه دی. هغه وخت چی د سعودیانو فاجعه باره او وحشیانه تیری د یمن پر مظلوم خلګو باندی حتی د حرام په میاشتو کی جریان پیدا کوی او په دی ترتیب، دینی دستورات هم نادیده نیول کیږی، همدا خبره ده چی د همغه رژیمونو لاس کښینول سوی تروریستان ځان ته دا حق ورکوی ترڅو بی ګناه مسلمانان په افغانستان کی د خدای په کور کی ووژنی او حتی مسلمان کوچنیانو باندی هم رحم ونه کړی.

په داسی شرایطو کی، په افغانستان کی سنی او شیعه مسملمانانو تاریخی وحدت په بی سارۍ ډول سره تر خطر لاندی قرار لری.

سیاسی رهبران، دینی عالمان، رسنیزه اصحاب او دردمند روشنفکران او نور دینی مشران باید په یو لوی کارزار کی شرکت وکړی ترڅو د سنیانو او شیعیانو وحدت همداسی وساتل سی او په دی ترتیب، د تروریستانو او هغوی فکری ملاتړ کوونکو له لوری مذهبی صبغه اضافه کیدو سره لوی جنګونه نوی ابعاد پیدا نه کړی.

ددی جهادی کار یو اصلی اړتیاوو څخه د تفرقه او ترور او تکفیر سره شکاره مخالفت ښودنه دی چی د وهابیت منحط وارد سوی نحس ایدئولوژی په چوکاټ کی زموږ هیواد کی صورت نیسی او په سرعت سره د ریشه اخیستو او قدرت نیونی په حال کی دی.

تروریستان مساجد او دینی عبادت ځایونه تر بریدونو لاندی راولی او د مسلمانانو وینه د حرام په میاشت کی د خدای په کور کی تویوی؛ نو باید شیعه او سنی علما هم خپل منبرونه د وهابیت پر ځد جهادی زده کړیز مرکزونو باندی بدل کړی او ددی خونبار او خطیر جنایت عوامل یو په بل پسی رسوا کړی.

رسنۍ، سیاسی مشران، دولت او مسلح ځواکونه هر یو په خپل اندازی سره مسؤول دی ترڅو په دی کار کی شرکت وکړی. جنګ د وهابیت په وړاندی، د تکفیر او ترور او تفرقه په وړاندی جنګ دی او باید د تروریزم سره جنګ په شان په رسمیت وپیژندل سی.

د دولت سولی استراتژی د تروریستانو سره باید په پوهی سره صورت ونیسی.

سوله د هغه تروریستانو سره چی د شیعیانو او سنیانو دینی همدلی او وحدت له منځه وړی، بی معنی او ملی ګټو سره جدی تضاد سره قرار لری.

https://avapress.com/vdcawon6o49nyu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته