دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۲۲:۲۸
د مطلب کود : 149314
میانمار؛ د چین جنایت، امریکا ملاتړ

 

 

یانګی لی؛ د سازمان ملل ګزارش ګره د بشر حقوقو په برخه کی په میانمار(برمه) کی، د آنګ سانګ سوچی څخه چی په عمل کی ددی هیواد مشرتابه په غاړه لری، نیوکی کړی دی او ویلی دی چی هغه باید د روهینګیا اقلیت مسلمانانو څخه ملاتړ وکړی.

 

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، سازمان ملل وایی چی په تیرو لسو ورځو کی د روهینګیا مسلماننو ۷۸ زره تنه چی کورونو ته یی اور اچول سوی دی، د هیواد څخه تښتیدلی دی او بنګلادش ته تللی دی.

آغلی لی ویلی دی چی د آغلی سوچی سخت موقعیت باندی پوهیږی؛ خو په عینی حال کی ټنیګار کړی دی چی د روهینګیا اقلیت په وړاندی تاوتریخوالی نه دی محکوم کړی.

 

آغلی لی وویل چی دا به د باور وړ خبره نه وی چی د میانمار نظامیان وایی چی روهینګیا مسلمانان خپله خپلو کورونو ته اور وراچولی دی.

مخکی یو بین المللی څیړونکی هیات د میانمار دولت څخه غوښتی دی چی د راخین اقلیت مسلمانانو په وړاندی وضع سوی محدودیتونه لغره کړی.

د میانمار ذخم د هغه څخه لوی دی چی د سازمان ملل په نامه بی اثره او خنثی موضع ګیری سره د بشر حقوق لوی دروغ نوم لاندی، جوړ سی.

آنګ سانګ سوچی او دالایی لاما هم د غرب مهری د آمریکا په مشری په میانمار کی د چین نفوذ او سلطه د لږولو لپاره دی. هغوی په دی باندی مامور نه دی چی د میانمار مظلوم مسلمانانو انسانی حقوقو څخه ملاتړ وکړی؛ یو لوی اقلیت چی تراوسه د یو عادی اوسیدونکی په حیث د سانګ سوچی په مشری امریکایی دموکراسی کی او دایی لاما مذهبو کی په رسمیت نه پیژندل سوی.

د میانمار جنایتکاره ځواک چی د هغه هیواد حکومت باندی پراخ نفوذ لری او د چین هر اړخیزه ملاتړو څخه برخمن دی، انسانی ضد فاجعو اصلی عاملو څخه دی چی د بی مصرفه او بی اغیزه مهرو په شان د هغه هیواد مسلمانانو په وړاندی جنایتونه ترسره کوی.

په میانمار کی څه تیریږی؟ دا پوښتنه ډیر ځلی تکرار سوی دی او ډیر ځلی هم د د هغه ځای تندروه بودایانو له لوری د میانمار ځواک په مرسته د بی تفاوته په اصطلاح غربی بشری حقوق څیړونکو سترګو ته خاوری اچولی دی او په خشم سره هغوی ته ځواب ورکړی دی.

هغه څه چی په میانمار کی جریان لری چی د خارجی قدرتونو لکه چین او امریکا دخالت سره دولتی قدرت پشتوانه په درلودلو سره د میانمار بومی مظلوم مسلمانانو په وړاندی یو نسل وژنه او بشری تاریخ لوی فجایع ترسره کوی؛ خو همداسی د بشری حقوقو سازمانونو له لوری نادیده نیول سوی دی او مبهم او معنی لرونکی سکوت سره ورته کیدل کیږی.

هغه څه چی اوس په میانمار کی ترسره کیږی په هیڅ اسلامی او غیری اسلامی ځمکو کی نه ترسره کیږی؛ خو پوښتنه دلته دی چی بشری حقوقو سازمانونه او انسانانو حقوقو پیروان، خپل ټول توان چیری لګولی دی چی د میانمار جاری فجایعو څخه بی خبره دی؟!

آیا دا امکان لری چی په ننۍ پرمختللی تکنالوژی کی ننی حالات پټ پاته سی؟!

هغه فلمونه او عکسونه چی په دا ورځو کی د میانمار مسلمانانو څخه خپریږی چی پر مسلمان بی ګناه او بی دفاع کوچنیانو او ښځو او نارینه وو باندی څه تیریږی ددی شکاره کوونکی دی چی د فاجعه عمق ترکومه ځایه دی او بشرحقوقو ټولنه چوپتیا ترکومه اندازه تریخ او خفت باره دی.

بشری ټولنه په دی اړه چی په میانمار کی په دی ورځو کی څه تیریږی چی بی ګناه مسلمان کوچنیان په اور کی سوځول کیږی، دسته جمعی تیری پر پاک لمنو ښځو باندی ترسره کیږی او مسلمانان وژل کیږی؛ خو خبره دلته دی چی دا فجایع، حتی هیڅ کوچنی لرزه هم بیده انسانی وجدانونو په اصطلاح متمدن خلګو ته نه ورکوی.

متمدن ټولنه، په داسی حال کی د میانمار جاری جنایتونو په وړاندی چوپ پاته دی چی نن په اسلامی هیوادونو کی ملی او مشروع دولتونو براندازی لپاره حاضر دی چی تروریستی وهابی او سلفی ډلو ته پیسی او اسلحه ورکړی او هغوی ته مشروعیت ورکړی ترڅو خپل جنایتونه او خلګ وژنه د خلګو په وړاندی ترسره کړی؛ همغه تروریستان چی تر پرونه پوری په عراق او افغانستان کی، د متمدن نړۍ درجه یو دشمن بلل کیده او مباح الدم وو.

انسانی نوی دروغ دومره اوس شکاره دی چی حتی خپله یی هم پټولو باندی یی قادره نه دی.

 

https://avapress.com/vdchzwnzk23nkxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته