دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۰۰:۵۶
د مطلب کود : 149791
د میانمار بدلونونو ترشاخبریی؛ د چین لپاره د میانمار استراتژیک ارزښت او د امریکا لپاره د مسلمانانو عام قتل وسیله ایزه ګټه اخیستنه
که نن په میانمار کی په زرهاوو مسلمانان په قتل رسیږی او په سلهاوو تنه بی کوره کیږی، د همغه امریکا او غرب استعماری سیاست له امله دی چی د عراق، سوریه، لبنان، بحرین، یمن، لیبی، افغانستان... په وړاندی شتون لری. که هرڅوک داسی فکر وکړی چی مسلمانان یواځی د بودائیانو په واسطه وژل کیږی، خو امریکایان کوم نقش نه لری، ترکان زړه سوځول یدی او د مسلمانانو مرسته ته تللی او یا هم عربستان او غرب پوری تړلی هیوادونه د مسلمانانو په ګټه کوم کار کوی، یو باطل خیال دی.

 

 

د میانمار مسلمانانو وژنی اخبار په دی اخرو ورځو کی په رسنیو کی ډیر پیچلی دی او ډیر بیلابیل نظریات وړاندی سوی دی. که څه هم کیسه حقیقت لری او کوم شک نسته چی د میانمار مسلمانان د ۱۹۶۲ کال څخه راهیسی د مشکلاتو سره مخ سوی دی او ځینی وختونه ډله ایزی وژنی لاندی راتله او د ۲۰۱۲ کال راهیسی د روهینګیایی مسلمانانو وضعیت تر هغه هم بدتره سوی دی، دا چی د ټول نسل وژنی سره مخ سوی دی.

خو پوښتنه دلته ده چی کوم دلیل شتون لری چی په دی وخت کی د مسلمانانو وژنی او د هغوی کورونو تخریب او داسی نور په بی ساری ډول سره په رسنیو کی خپور سی چی د نورو خبرو سره مقایسه کیدلای هم نه سی. دا په داسی حال کی دی چی چی د روهینګیایی مسلمانانو مشکلاتو قدمت په دومره اندازی سره دی چی صهیونیستی رژیم فلسطنیانو په وړاندی ترسره کړی دی او همغه سی چی فلسطنیان په خاص وخت کی قتل عام او کورونه یی غصب سول، په لسګونه کلونه دی چی وژنی او جنایتونه ددی مظلوم ملت په وړاندی همداسی ادامه لری، د میانمار مسلمانان هم همداسی د قتل او غارت او نورو جنایتونو سره سره، سلب تابعیت سوی او د کورونو څخه ایستل سوی دی.

 

د میانمار ارزښت د چین لپاره

 

د میانمار مسلمانانو دا وضعیت په دی وخت کی دومره بیروونکی دی چی هر اوریدونکی په وحشت اچوی او بیلابیل نظریی ورکول کیږی چی په دی ځای کی لیکونکی مجبور کړی ترڅو د یو څه مطالعه وروسته دی نتیجی ته ورسیږی: میانمار یو ثروتمنده ځمکه دی او هم د چین سره ډیر اوږد مشترک مرز لری او له بل لوری، ددی هیواد اوبو سواحل، د نړۍ یو لوی اوبو لاری یعنی (مالاکا) ته ممکنوی. دا تنګه، هند او آرام اقیانوسونه سره وصلوی او د چین او خلیج فارس په منځ کی لنډ ممکن دریایی لاره ده او د چین ۸۰ سلنی څخه ډیر واردات ددی تنګه څخه صورت نیسی. هر کال د ۵۰ زرو څخه ډیر کشتۍ د مالاکا تنګه څخه تیریږی او څوک چی پردی اوبو باندی کنترول ولری، په حقیقت کی چین ته د انرژی تیریدو سرچینه په لاس کی به ولری.

له همدی امله، میانمار د چین لپاره استراتژیک ارزښت لری؛ ترڅو له یو لوری ددی ځمکی ځمکنۍ شته منۍ څخه ګټه پورته کړی او له بل لوری د مالاکا تنګه او ځمکنۍ مشترک ځمکنۍ مرزونو امنیت وساتل سی.

دی ته په توجه سره چی چین یو پهناور او امکاناتو درلودونکی، اقتصادی رشد او ډیر نفوس درلودونکی دی، پرهغه باندی اشراف او ددی هیواد تضعیف یواځی د افغانستان له لوری کافی نه دی، نو بل هرنقطه چی امریکایان ښه طلایی فرصت ورته پیدا کړی او چین ته مطلوب نتیجی ته لاس رسی پیدا کړی، د امریکا استعماری حاکمیت پراختیا طراحانو هڅوونکی به وی.

ارزښتناکه دلیل چی چین د مسلمانانو فجیع وژنی په وړاندی سترګی پټی کړی، د میانمار ارزښت دی چی په استبدادی توګه د میانمار حاکمیت رضایت په لاس کی ولری او د هغه هیواد زمامدارانو په وړاندی کوم موضع وانه اخلی؛ ترڅو نسبت دی هیواد ته اشرافیت ولری او محکمتره پښو لاره په دی ځمکه کی ولری.

 

امریکا او چین په وړاندی کمزوری کوونکی اقدامات

 

له بل لوری امریکا هم میانمار باندی سترګی لری. امکان لری چی ددی هیواد ثروت د امریکا نظامی او اقتصادی طراحان لپاره ارزښت ولری، خو هغه څه چی میانمار امریکا ته ارزښتناکه کړی دی هغه د میانمار له لاری د چین تضیفول او کمزوری نقطو ته لاسرسی دی.

لیکونکی ډیر ځلی په بیلابیلو مناسبتونو کی مطرح کړی دی چی چین د ختیځ څلورو لویو اقتصادی قدرتونو څخه دی چی د امریکا جاسوسی سازمانونو له نظره، ډیر ژیر به د غرب اقتصادی قدرت ځای ونیسی.

په افغانستان کی د امریکا حضور هم د همدی لپاره صورت نیولی دی ترڅو امریکا ددی هیواد څخه، نسبت څلور اقتصادی قدرتونو لکه هند، روسیه، چین او ایران ته اشراف پیدا کړی او ددی هیوادونو کمزوری کولو په لړ کی، خپل بیلابیل پلانونه په لاره واچوی.

دی ته په توجه سره چی چین یو پهناور او امکاناتو درلودونکی، اقتصادی رشد او ډیر نفوس درلودونکی دی، پرهغه باندی اشراف او ددی هیواد تضعیف یواځی د افغانستان له لوری کافی نه دی، نو بل هرنقطه چی امریکایان ښه طلایی فرصت ورته پیدا کړی او چین ته مطلوب نتیجی ته لاس رسی پیدا کړی، د امریکا استعماری حاکمیت پراختیا طراحانو هڅوونکی به وی.

میانمار په ډیر مطلوب توګه کولای سی دا زمینه برابره کړی؛ له یو لوری امریکایان ددی هیواد له لاری کولای سی په چین کی ټولنیز او سیاسی مشکلات او ناامنی اداره کړی، له بل لوری ددی هیواد سواحلی سیمو باندی اشراف درلودلو سره د چین اقتصاد کمزوری کړی.

 

د چین ناامنه کول څنګه؟!

 

په دی ځای کی دا پوښتنه پیدا کیږی چی څنګه امریکا کولای سی د میانمار له لوری په چین کی ناامنی رامنځته کړی؟ ځواب مشخص دی. په میانمار کی قتل او وژنی او جعلی احتمالاتو خپریدنه د امریکا په ملاتړ سره ددوو مقصدونو لپاره صورت نیسی؛

۱: په میانمار کی د فاجعی شتون او سیاسی معضلاتو پراختیا  او ناامنی د هیواد په دننه کی او ددی خبرو نړیوال کیدنه، ددی هیواد دولت-ملت کمزوری لامل ګرځی، د هغه هیواد زمامدارانو اتکا زمینه پر غرب باندی ډیروی؛ ترڅو ځای حتی پنتاګون او ناتو ته زمینه برابره کړی، دا خپله پرمیانمار باندی اطلاعاتی او نظامی او سیاسی اشراف پیداکولو لامل ګرځی.

۲: د بودائیانو له لوری د مسلمانانو نسل وژنه، د میانمار په ټولنه کی یو ژور سورۍ پیدا کړی دی، د میانماری مسلمانانو په زړونو کی کینه له یولوری او ددی هیواد اسلامی ګاونډی هیوادونو لکه بنګلادش او نور اسلامی هیوادونو ترمنځ کینه رامنځته کوی چی په دی توګه امریکایانو ته زمینه برابریږی ترڅو کینه لرونکی مسلمانانو څخه سرتیری راټول کړی، القاعده، داعش او نورو ډلو په شان جریانات د بنګلادیش او میانمار مرزونو او حتی د میانمار په ځینی برخو کی رامنځته کړی که څه هم په ظاهر کی د میانمار بودائیانو سره جنګ په شعار جوړیږی، خو اصلی مقصد د چین نظامی او امنیتی او سیاسی ګټو ته ضربه وهل دی.

البته دا کار په میانمار کی مشکلاتو رامنځته کونی نه بغیر امکان نه لری، خو په نورو هیوادونو کی د امریکا حضور تجربه شکاره کړی دی چی غربیانو ته لویو ګټو ته رسیدنه ارزښت لری، که څه هم یو هیواد په بحران کی ډوبیږی او د هغه هیواد ټول ملی ګټی د امریکا استعماری سیاستونو قربانی کیږی.

د امریکایانو حضور زمینه سازی عملیات په میانمار کی د کلونو راهیسی شروع سوی دی، خو په دی اخرو کی ټولنیز او روانی بسترجوړونه او تروریستی ډلو رامنځته کول د مسلمانانو سرتیرو نیولو سره، فراهم کیږی او ډیر رسنیز فعالیتونه هم د همدی مقصد لپاره صورت نیسی.

په زړه پوری دلته دی چی امکان لری په میانمار کی بحران د مسلمانانو او اسلام سره ختم سی، ترڅو امریکایان ددی لاری په نړۍ کی خپل اسلام هراسی مقصد ته ورسیږی، خو شک نسته چی که په میانمار کی اوسنۍ زمامداران او حاکمان کمزوری سی، د نورو طیفونو حتی بودائیانو څخه ګټه اخیستنه د غرب نظامی او استخباراتی طراحانو کار کی ځای نیسی.

 

سیمه ایز هیوادونه او په میانمار کی پوششی نقش

 

له بل لوری ترکان د اردوغان په محوریت سره هڅه کوی ترڅو د میانمار په قضایاوو کی داخل سی، خپل نظر وړ برنامو په اساس، نظامی او حتی سیاسی فعالیتونو باندی اقدام وکړی؛ هغه د میانمار مسلمانانو باندی زړه سوځولو په شعار. ددی شعار جلوه ورکولو لپاره، د ښاغلی اردوغان او هغه میرمنی هڅه پردی دی چی لمړۍ د میانمار حاکمیت په وړاندی سخت سیاسی مواضع ونیسی او د بودایانو په وړاندی په میانمار کی عمومی افکار راوپاروی  او له بل لوری وښیی چی ترکان د ختیځ مسلمانان څخه ملاتړ کوی او دهیڅ اقدام څخه مخ نه اړوی.

ویلای سو چی د اردوغان هڅه ترکیه د مسلمانانو ملاتړ او قدرتمند هیواد په توګه ښودل دی. همداسی ترکیه په راس کی یی اردوغان همداسی نقش د سوریه او عراق په وړاندی هم ترسره کړه او ښاغلی اردوغان نقش داوو ترڅو عثمانی امپراطوری نقش ژوندی کړی، د غربی لویو قدرتونو ترڅنګ، التبه د شریک په حیث نه مزدور، ځان ښودنه وکړی. دا په داسی حال کی دی چی غربیان ترکانو ته داسی نظر نه لری بلکه هڅه درلودلی دی ترڅو د اردوغان د ظرفیتونو څخه په ګټه اخیستنی سره خپل مقاصدو ته ورسیږی، که څه هم په راتلونکی کی، ترکیه د تروریستانو څخه ملاتړ لپاره سخت زیان ووینی.

په هر حال د میانمار مسلمانانو په وړاندی توطئه د متعصب بودائیانو په لاسونو، خو ددی هیواد دولت ملاتړ سره، د غرب هراړخیزه ملاتړ او ترکیه او عربستان او امارات او صهیونیستی رژیم سیمه ایز سرویس ورکونی سره د پیاده کیدو په حال کی دی . که نن په میانمار کی په زرهاوو مسلمانان په قتل رسیږی او په سلهاوو تنه بی کوره کیږی، د همغه امریکا او غرب استعماری سیاست له امله دی چی د عراق، سوریه، لبنان، بحرین، یمن، لیبی، افغانستان... په وړاندی شتون لری. که هرڅوک داسی فکر وکړی چی مسلمانان یواځی د بودائیانو په واسطه وژل کیږی، خو امریکایان کوم نقش نه لری، ترکان زړه سوځول یدی او د مسلمانانو مرسته ته تللی او یا هم عربستان او غرب پوری تړلی هیوادونه د مسلمانانو په ګټه کوم کار کوی، یو باطل خیال دی. په همدی ځای کی دی چی چین هم خطا ورڅخه ترسره کیږی؛ د میانمار دولت راضی ساتلو لپاره د بودائیانو جنایتونو څخه سترګی پټوی، په داسی حال کی چی د مسلمانانو نفرت تریو اندازی پوری خپل ملاتړ لری او له بل لوری امریکا په میانمار کی خپل مقصدونو ته ګام په ګام نږدی کیږی.

 

نتیجه

 

په میانمار کی وضعییت مخ په خرابیدو دی او که د میانمار حاکمیت د بحران هدایت په لاس ونه نیسی او په تدریج سره په دی هیواد کی د خارجی قدرتونو شتون لپاره زمینه برابره سی، هغه وخت امکان لری چی ناامنی او هرج او مرج او جنګ او وژنی د مسلمانانو په نامه رامنځته سی، خو یواځی په دی طیف باندی نه بلکه اید نور شبکی او اقوام او طیفونه غرب استخباراتو ته جزب سی، د مسلمانانو سکونت نه بغیر سیمو کی لکه د میانمار په سواحلو کی، هغه هم د مالاکا د ناامنه کولو لپاره ځای پرځای سی، دا هیواد د ۶۰ میلیون نفوس درلودلو سربیره سخت بدلونو سره مخ کړی، په دا اندازی سره چی تر نورو لس کلونو پوړری به ځان او خپل خلګو ژغورلو باندی قادره نه وی.

د همدی مخی، که میانمار زمامداران ژیر په هوش رانه سی او خپله ملی مصالح باندی فکر ونه کړی او مسلمانانو سره خپل مشکلات په عادلانه توګه حل نه کړی او غربیانو څخه د مسلمانانو لوی ټولنی ګټه اخیستنی بهانه وانه اخلی او همدارنګه که چین د مسلمانانو عام قتل درولو لپاره هڅه ونه کړی او له بل لوری سازمان ملل، امنیت شورا، اسلامی هیوادونو همکاری سازمان او نور نړیوال مجامع او اسلامی هیوادونه د میانمار وضعیت ته توجه ونه کړی او خپل معمول دندی ترسره نه کړی، هغه وخت طبیعی خبره ده چی چین ګرفتاره کیږی، د هغه هیواد منفی اغیزی پرنورو هیوادونو بالخصوص اسلامی هیوادونو ته رسیږی او یو لوی سیاسی، ټولنیز او امنیتی بحران به د په ختیځه آسیا کی رامنځته سی.

https://avapress.com/vdcgyy9qqak9tu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې