دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۰۰:۲۰
د مطلب کود : 150492
عاشورا، د عقلانیت تر سیوری لاندی وحدت

 

 

ولسمشر غنی د اهل تشیع او اهل تسنن ځینی علماوو سره په لیدنه کی وویل چی د حنفی او جعفری علماوو له لوری د عاشورا لمانځلو جدی اراده شتون لری.

ښاغلی غنی د هیواد علماوو څخه وغوښت ترڅو د حضرت امام حسین(ع) رفتار او سیرت په ښه توګه خلګو ته ورسوی.

هغه وویل چی په امن فضا کی د عاشورا د لمانځنی لپاره، یو مشترک کمیسیون رامنځته سوی دی.

ولسمشر د افغانستان خلګو دشمنانو ته په خطاب کی وویل: د اسلام دشمنان باید پوه سی چی نه سی کولای د خلګو وحدت له منځه یوسی او مذهبی فعالیتونو مخه ونیسی.

په همدی حال کی، محمد محقق؛ د ریاست اجرایی دوهم معاون هم د علماوو په ټولنه کی، امام حسین(ع) د اسلام ټول نړۍ پوری مربوط وبلل او ټینګار وکړ چی عاشورا هغه ډول چی ښایسته دی دی باید ولمانځل سی.

د هغه په وینا، د امام حسین(ع) څیره لکه څنګه چی دی، باید معرفی سی او باید په زنځیر وهلو او قمه وهلو سره د اسلام او امام حسین(ع) مکتب د وهن لامل نه سو.

دا هیله کیږی چی دا عاشورا د تروریستانو میل برخلاف چی د اهل تشیع او اهل تسنن ترمنځ د اختلاف غوښتونکی دی، ولمانځل سی او د اهل تشیع او اهل تسنن په وحدت باندی بدل سی.

دا هغه ظرفیت دی چی د عاشورا په زړه کی جریان لری. لکه څنګه چی د عاشورا په ورځ په ۶۱ هجری کال کی د کربلا په ځمکه کی، حتی د بیلابیلو ادیانو او نحلو څخه چی د اسلام څخه خارج وو هم د امام حسین علیه السلام ترڅنګ حضور درلود او او خپل نقش یی ترسره کړ، نن هم عاشورا کولای سی د الهی یو محکم رسۍ په توګه، د اسلامی مذاهبو او حتی غیری اسلامی ادیانو د همګرایی او اتحاد لامل وګرځی  او دا یواځنۍ لاره دی چی د اسلام دشنان ناهیله کړی.

شیعه او سنی دواړه په یو اندازی سره عاشورا او امام حسین علیه السلام پوری اړه لری او د عاشورا غورځنګ، په همغه اندازه چی د تشیع مکتب په نړیوال کیدو کی مرسته وکړه، ټول اسلام نړۍ ته هم خدمت ترسره کړه ترڅو د مجعول او مجهول او افراط ګرایی او ابتذال څخه د خلاصیدو لاره پیدا کړی.

د عاشورا غورځنګ موږ ټولو ته د حضرت محمد (ص) حنیف دین پیروانو په حیث د باطل او حق تشخیص لپاره دا امکان وبخښه ترڅو د وخت د یزیدانو ظلمونو قرباندی نه سو او هر وخت چی دا احساس وسی چی دین په خطر کی قرار لری، د خدای تعالی په حکم باید قیام وسی او د اسلام منحرف کوونکی او معارض کوونکی په وړاندی په ټول توان ودریږو.

په حاضر حال کی، دا مهم او تاریخی رسالت، نه په قمه وهلو او زنځیر وهلو سره د عزاداری ترنامه لاندی د اعمال وړ دی.

نو ددی استثنایی فرصت څخه په ګټه اخیستنی سره باید عاشورا پوری عقلانی تګلاری سره، د هر ډول افراط او تفریط څخه په پرهیز کولوسره، داسی عمل وکړو چی د اسلام دا مهم پیښه، د سنی او شیعه لپاره د اتحاد او وحدت زمینه سی او یو الګو او یو مثال باندی ورته بدل سی او له بل لوری، د تروریستانو تبلیغاتی ګټه اخیستنی څخه مانع وګرځو چی غواړی حسینی عاشورا مکتب د عاشروا مراسمو په ګټه اخیستنه بدنامه کړی.

د دواړو مذاهبو سنی او شیعه څخه، علما او روشانه فکر کوونکی دا دنده لری.

https://avapress.com/vdcgyz9qxak9nt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته