دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۲۳
د مطلب کود : 151158
داعش او طالبانو وحدت؛ تروریستان پیاوړۍ کیږی

جنرال عبدالرازق؛ د قندهار پولیسو قومانده ویلی دی چی پاکستان هڅه کوی چی طالبان او داعش کسان په افغانستان کی سره متحده کړی.

ښاغلی رازق وویل چی څو ورځی مخکی ملا هبت الله؛ د طالبانو رهبر د هلمند ولایت موسی قلعه ولسوالی ته راغلی وو او د طالبانو کسانو ته ویلی چی د داعش کسانو سره یوځای د افغانستان دولت په وړاندی وجنګیږی.

خو ذبیح الله مجاهد؛ د طالبانو ډلی ویاند د بی بی سی سره په خبرو کی د داعش او طالبانو هر ډول ائتلاف رد کړه او زیاته کړه چی افغانستان کارونو ته رسیدګی لپاره د افغانستان بیلابیلو ځایونو ته سفر کوی او په اخیرو کی هلمند ته هم سفر کړی دی.

جنرال رازق، مدعس سوی دی چی ټول تروریستی ډلی د طالبانو او القاعده په شان د پاکستان جوړ دی او د هغه په وینا دا هیواد اوس غواړی ټول ډلی متحد کړی او د هغوی فعالیتونه د افغانستان دولت په وړاندی سره هماهنګ کړی.

هغه وویل چی اوس د آسیا القاعده رهبری وی کس د عاصم عمر پنجابی په نامه په غاړه لری چی د طالبانو حاکمیت په وخت کی ددی ډلی ترڅنګ په افغانستان کی جنګیدل.

د جنرال رازق؛ قندهار پولیسو قوماندی خبری په داسی حال کی خپریږی چی مخکی هم د افغانستان امنیت حوزه کی ډیر ناظران، داعش د پاکستان یو پروژه بللی چی په افغانستان کی نوی ناامنی رامنځته کړی.

سربیره پردی، د ښاغلی رازق او امنیتی مسایلو تحلیګرانو په نظرونو کی، یو مهم توپیر شتون لری او هغه دا چی ښاغلی رازق، د یو نظامی قوماندی په حیث، د داعش او امریکا ترمنځ اړیکه ردوی؛ په داسی حال کی چی دونالد ترامپ؛ امریکا ولسمشر، ډیر ځلی باراک اوباما؛ د امریکا مخکنۍ ولسمشر او هیلاری کلینتون؛ د امریکا خارجه وزیر د داعش په رامنځته کونی باندی تورن کړی وو.

سربیره پرد ی ځینی سیمه ایز اطلاعاتی سرچینی بلاخصوص روسان هم په دی باور دی چی امریکا نه غواړی په افغانستان کی د داعش سره مبارزه وکړی. په داسی حال کی چی داعش ته د افغانستان په ختیځ او جنوب کی هم طالبانو او داعش ته د ناپیژانده هلیکوپترانو مرسته رسونه خپل قوت باندی باقی دی او نه ناتو او امریکا او نه هم افغانستان دولت حاضر دی چی په دی اړه څه ووایی.

ددی ټولوسره شاید ښاغلی رازق په دی دلیل چی د یو نظامی فعال قوماندی په حیث، مجبوره دی چی د امریکایانو سره همکاری ولری،په افغانستان کی د داعش د حقایقو بیانولو کی په محدودیت کی وی او دا محدودیت د درک او پوهی وړ دی.

سربیره پردی د پولیسو دا مقتدر قوماندی هشدار ددی لپاره چی  په افغانستان کی د پاکستان هڅی د طالبانو او داعش یوځای کولو په لور روان دی، کولای سی د افغانستان امنیت په برخه کی یو تازه بدلون په حساب راسی او بیله شکه، که دا پروژه کامیابه سی، د سولی ماته خوړلی پروژه ډیر غم انګیزه برخلیک به ترلاسه کړی؛ ځکه چی د جنرال رازق اظهاراتو په اساس، د تروریستانو نوی نسل چی د داعش سره په متحد توب کی، سولی ته هیڅ باور نه لری او جنګ نه بغیر بل څه ته فکر نه کوی.

ددی آرزونی په اساس تروریزم ملاتړ کوونکی رژیمونه د هغه جملی څخه پاکستان، په قوی توګه په دی هڅه کی دی چی د تروریزم څو نسخو په منځ کی وحدت رامنځته کړی او افغانستان امنیت عرصه ته وارد کړی، البته باید له یاده ونه باسو چی نظام دننی تروریستان یا داخلی مزدوران هم ددی مقصد سره مرسته کوی.

بنا پردی، نوی شرایط نه یواځی دا چی د تروریستانو سره سولی هر ډول هڅه به له منځه یوسی؛ بلکه په افغانستان کی به دولت او خارجی مستقر ځواکونو په سطحه کی نوی چالشونو او مشکلاتو سره به مخ سی.

https://avapress.com/vdcgnq9q7ak9nq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته