دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۰۱:۱۱
د مطلب کود : 153364
د تروریزم څخه ملاتړ حق، محفوظ دی!
د سازمان ملل متحد عمومی منشی ویلی دی چی د تروریستی ډلو څخه ملاتړ اجازه نسته او هیڅ هیواد باید ورڅخه ملاتړ ونه لری. انتونیو ګوتریش، د سازمان ملل متحد عمومی منشی خپل خبرو کی د آسیا لپاره نړیوال مطالعه مرکز کی، په لندن کی ویلی دی چی تروریستانو د نړۍ امنیت او ثبات ته جدی ګواښ ګرځیدلی دی او اړتیا سته ترڅو ټول هیوادونه په مشترک ډول سره ددی ګواښ سره مبارزه وکړی. هغه ویلی دی چی د نظامی ماموریتونو ترڅنګ، پراخ راهبردونه او منسجم پلانونه هم د هراس افګنانو په وړاندی حیاتی دی. د سازمان ملل متحد عمومی منشی ویلی دی: د بین المللی هراس افګنانو سره مبارزه باید بیله کوم سازش صورت ونیول سی. دا زموږ غوښتنه د هیوادونو څخه دی. اجازه راکړی چی واضح خبره وکړم چی د هراس افګنانو څخه ملاتړ په هیڅ ډول سره توجه پذیره نه دی. لکه څنګه چی پوهیږو تروریزم یواځی غیری دولتی او آزاد تروریزم ته نه ویل کیږی او په بل ډول سره تروریزم د دولتی تروریزم په حیث د نړۍ په سطحه ټول دولتونه او ملتونه قبلوی او په رسمیت پیژنی. بناپردی دا د پوهانو په باور،د ښاغلی ګوتریش توصیه د آزاد او غیری دولتی تروریزم په اړه، البته په ظاهر سره؛ ځکه چی په نړۍ او اوسنۍ شرایطو کی کوم څه د غیری دولتی تروریزم په نامه خارجی شتون نه لری او هغه څه چی په دی محدوده کی شتون لری او ساه کاږی، په حقیقت کی بیرته همغه دولتی تروریزم ته ګرځی چی د نړیوال استعماری قدرتونو په سطحه کی- تریو حده کیدلای سی توجیه پذیره وی. خو دولتونو او ملتونو مشکل نن ورځ د آزاد تروریزم او جغرافیایی مرزونو څخه یواځی نه دی؛ بلکه دا ډول تروریزم هم سته چی عبارت دی د استعماری دولتونو او قدرتونو څخه چی نړۍ ته یو ګواښ دی چی په پټه او ځینی وختونه په شکاره ډول سره د تروریزم څخه ملاتړ کوی او ورڅخه ګټه اخلی. نن څوک نسته چی په دی ونه پوهیږی چی شرقی او غربی استعماری قدرتونه او بالخصوص غرب بډا استعمار د امریکا په مشری، هر یو یی ځینی تروریستی ډلی خپل ځان لپاره ګمارلی دی او هغوی تجهیز او تمویل سره، خپل قدرت او توان یو بل ته شکاره کوی او تروریستانو څخه لکه جنګی سپیانو په شان د خپل رقابتونو په میدان کی ګټه اخلی. د مثال په توګه، امریکا چی دولت او ملت یی ځان د دموکراسی او انسانیت زړه بولی، د بی شرمی په اوج کی، د پاکستان او عربستان سره، د داعش وحشی تروریستی ډلی په رامنځته کولو باندی اقدام کوی او دا خپل درنده حیوانان د عراق او سوریه مظلوم خلګو په وړاندی اچوی؛ ترهغه ځایه چی ددی تروریستی ډلی بربریت او مزدوریت، د عراق او سوریه نیمی خاوره د خاوری سره یوشان کوی او په زرهاوو زرو بی ګناه کسان ته مرګ ژوبله اړوی. له بل لوری، شرقی سره استعمار هم بیکار نه کښینی او ترهغه ځایه چی تراوسه د افغانستان اشغال ژور زخم د شوروی سره ځواک، نه دی جوړ سوی او افغانستان خلګ د دومرو کلونو وروسته تراوسه هم د هغه ظالمانه تیرۍ زیان وینی، په ټول ګستاخی سره، په افغانستان کی د طالب تروریستی ډلو څخه ملاتړ کوی او دا نه د افغانستان امنیت او ثبات لپاره بلکه د خپل استعماری مقاصدو مخته وړلو لپاره په سیمه کی او د غرب بلوک نفوذ او امریکا سره مقابلی لپاره، افغانستان خپل جنګ ډګر باندی بدلوی.
https://avapress.com/vdch-xnzk23nmxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته