دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۳۸
د مطلب کود : 153839
داعش او په افغانستان کی تیاره راتلونکې لید
دوه خبری په جاری اونۍ کی د خاص ارزښت څخه برخمن دی؛ لمړۍ خبر هغه خبردی چی د ایران پارلمان مشر د داعش ځواکونو برخلیک په اړه په سوریه کی د ماتې وروسته ورکوی. د ایران مجلس مشر وایی: که داعش په عراق او سوریه کی ماته خوړلی دی خو تروریستی ډلی مهاجر جنس څخه دی چی په سوریه کی جنګ ورووسته، لیبیا، افغانستان او نورو هیوادونو ته ځی. د ایران اسلامی شورا مجلس مشر د آسیایی هیوادونو بین المجالسو ناسته کی په استانبول کې ترکیی آناتولی ته وویل: د امریکا اقدامات په سیمه کی ددی لامل سوی دی چی هیوادونه یو دبل سره مصروفه سی او مساله رامنځته کړی، داسی چی یو ورځ طالبان او یو ورځ داعش رامنمځته کوی چی همدا ددی لامل کیږی د هیوادونو انرژی له منځه ولاړ سی او دلیل یی هم روشانه دی، ځکه چی اسلامی هیوادونو انرژی زوړ او کهنه کیږی او بیله کوم لګښته اسرائیل ګټه مند کیږی. بل خبر هم د افغانستان ریاست جمهوری امنیت مشاور اظهارات دی چی د روسیه څخه غواړی ترو طالبان مذاکری ته وبولی. حنیف اتمر وایی په عینی وخت چی طالبانو تجهیز د روسیه په واسطه، په اړه یو بین المللی څیړنه ترسره کیږی، روسیه باید پر طالبانو باندی فشار راوړی ترڅو سوله وکړی. حنیف اتمر خپل روسی سیال نیکولای پتروشیف ته ویلی دی چی که روسیه د طالبانو سره اړیکه لری، ددی اړیکو څخه د سولی په ګټه کار واخلی. د افغانستان ملی امنیت مشاور وویل: طالبان باید دا توان پیدا نه کړی چی ددی اړیکو څخه په جنګ کی ګټه واخلی. امریکایی بلومبرګ ورځپاڼه ګزارش ورکوی چی حنیف اتمر ویلی دی چی سربیره پردی افغانان تراوسه د روسیه په اړه هیڅ شواهد په لاس کی نه لری چی طالبان دی په افغانستان کی تجهیز کړی، خو دا موضوع یو ډیر حساس مسئله دی. پوهان دا دوه خبری یو بل پسی اړوند بولی. د داعش ځواکونو غلام یا برده کیدنه د غرب استعمار له لوری و لیبیا او افغانستان او حتی پاکستان او یمن ځینی سیمې، د داعش ځواکونو احتمالی ماتې لپاره چی دا ډله ته پناه ورکړی مخکی تر مخکی ټاکلې وو ترڅو پوره ماتې په صورت کی، د داعش اصلی بدنه په دی څو مسلمان هیوادونو کی تقسیم سی. د همدی استعماری پلانونو له امله دی چی داعش په عراق کی او سوریه کی هغه وخت چی پوره ماتې سره مخ سوی وو، د روسیه خارجه وزیر اعلان کړ چی امریکایان د داعش ډلی مهم او معروف قوماندانان د هغوی کورنیو سره د هلی کوپتر په واسطه د عراق او سوریه حخه یو نامعلوم لوری ته لیږدولی ی چی په همغه وخت کی د روسیه خارجه وزیر او هم نور صاحب نظران، د نامعلوم سیمو څخه مقصد افغانستان او لیبیا ښودلی وو. بل شاهد هم په افغانستان کی په دو درو یا څلور کلونو کی ددی خبیثه ډلی رونق پیدا کیدل دی چی د داعش ځای پرځای کیدنی پروسه د عراق او سوریه څخه د څلور کال نه مخکی شروع سوی وو چی دا د امریکا نظامی هوایی ځواکونو او هغوی متحدانو له لوری ترسره کیده او تراوسه هم ادامه لری؛ په داسی توګه چی د دری یا څلور کلنو په تیریدو سره، توانیدلی دی چی افغانستان د داعش لپاره یو امن پټنځای باندی بدل کړی او په دی وسیلی سره د افغانستان د خلګو اندیښنې لامل سی او د داعش څخه د آمریکا پرضد یا آمریکا رقیب هیوادونو په وړاندی ګټه واخلی. د پوهانو په باور، د آمریکا او آمریکا متحدانو ډیر توجه د داعش څخه ګټه اخیستنې لپاره، روسیه او روسیه سیمه ایز متحدانو لوری ته دی او همدا ځای دی چی لوړ دوه خبری یو دبل سره اړیکه ښیی؛ په هغه خبر کی چی روسیه پکې د طالبانو ملاتړ بلل کیږی او ملی امنیت مشر د هغه هیواد مقاماتو څخه غواړی ترڅو طالبان د افغانستان دولت سره سولې مذاکری لپاره وبلی. په دقت سره یاد لوړ خبر کی وینو چی آمریکا او روسیه هر یو مقابل لوری د طالب او داعش ملاتړ بولی او هڅه لری ترڅو یو د بل سره معامله ته وارد سی چی دا د کارپوهانو په باور، په افغانستان کی وضعیت د خلګو لپاره نور هم پیچلی کوی او افغانستان هیواد په یو بحرانی سخت حالت کی قرار ورکوی؛ هغه دولت چی د پوهانو په باور بنیاد او اساس یی د غرب بلوک بلا عوض مرستو پوری تړلی دی دی او حتی که دا دولت وغواړی هم د غربیانو سیمه ایز استعماری پالیس سره مخالفت توان نه لری او دا د همدی لامل سوی دی چی افغانستان خلګ ددی دوو تروریستی ډلو حضور څخه اندیښمند واوسی او راتلونکی کی د هیواد وضعیت ښه ونه بولی.
https://avapress.com/vdcexx8zojh8nvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته