دخپریدو نیټه :جمعه ۱۰ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۵۳
د مطلب کود : 154133
امریکا په افغانستان کی خپل مخدوش څېری بیاجوړونه!
په افغانستان کی د بین المللی ځواکونو قومانده اعلان کړی دی چی راتلونکی میلادی کال کی ۱۰۰۰ تنه تازه نفس آمریکایی سرتیری به د طالبانو سره جنګیدو لپاره افغانستان ته وارد سی. د هغه په وینا، پرطالبانو باندی به هوایی عملیاتونه ډیر سی او د پهیاد بی سرنشینه الوتکو سربیره، اف- ۲۲ او ب- ۵۲ الوتکو څخه هم ګټه واخیستل سی. اف- ۲۲ شکاری جنګیدونکی الوتکی په تازه ګی سره افغانستان ته وارد سوی دی او څو ورځی مخکی د هلمند په ولایت کی د مخدره توکو تولید کارخانه تخریب عملیات کی ګډون وکړ؛ خو ب-۵۲ پرمختللی جنګیدونکی الوتکی د طالبانو رژیم سقوط په ۲۰۰۱ کی کلیدی نقش درلود. جنرال نیکلسون وړاندوینه وکړ چی د طالبانو سره جنګ، د افغانستان دولت کنترول به په دوه راتلونکی کال کی پرخپلو ځمکو باندی ۶۴ سلنې څخه ۸۰ سلنو ته ورسوی. د ناتو عمومی منشی په افغانستان کی زیاته کړه چی افغانستان ځواکونو ترڅنګ د امریکایی ځواکونو حضور په دی هیواد کی د انتخاباتی ټاکنو رامنځته کولو امنیتی وضعیت لپاره به ښه کړی. خو پوهان د ناتو بین المللی ځواکونو عمومی منشی تازه اظهاراتو په وړاندی بیل نظرونه لری. ځینی څیړونکی په دی باور دی چی امریکایان په افغانستان کی به د طالبانو او نورو تروریستانو سره به جنګ ونه کړی. دا ډله د امریکا ۱۷ کاله حضور په افغانستان کی ددی کار اصلی دلیل بولی چی امریکا طالبانو سره جنګ لپاره افغانستان ته نه دی راغلی او باور لری چی که امریکا د طالبانو سره جنګ او هغوی له منځه تللو انګیزه درلودلای، د تیرو کلونو په لړ کی دا فرصت د هغوی په اختیار کی ورکړل سوی وو او هیڅ قدرت هم په افغانستان او سیمه کی د هغوی ددی کار مخنیوی به نه وای کړی. خو په دی حال کی، لیدل کیږی چی امریکایی نظامیان د طالبانو نظام سقوط وروسته په افغانستان کی، ددی پرځای چی تمهیداتی کښینی ترڅو دا ډله بیا قدرت ونه نیسی او افغانستان ملت او دولت امنیت ته ګواښ ونه کړی، خپله د هغوی ریشه نیولو کی په ټول افغانستان کی برخه واخیسته او په مخکنۍ او همدارنګه ملی وحدت دولت کی، د امریکایانو سترګو په وړاندی یا هم هغوی دستور سره، جنګ جبهات د جنوب څخه شمالی سیمو ته ولیږدول سو او افغانستان شمالی سیمی هم د جنوبی ولایتونو په شان د طالبانو سره جنګ ډګر باندی واوښت. د پوهانو بل ډله امریکایانو ته خوشبینانه نظر سره ګوی او باور لری چی امریکایان په افغانستان کی خپل حضور همغه شروع څخه د طالبانو له منځه تللو نیت درلود خو د طالبانو سره د پاکستان سخت ملاتړ سره مخامخ سو؛ هغه ملاتړ چی د طالبانو تقویت او رشد کی برخلیک جوړونکی وو او ددی لامل سو چی هغه ډله بیا راژوندی کړی او غرونو څخه راووځی او افغانستان د جنګ په ډګر باندی بدل کړی. ددی نظر په اساس، پاکستانیان هم د غلو ملګری وو او قافلی ملګری، له یو لوری د افغانستان دولت او بین المللی ځواکونو سره د ملګریتوب او همکاری معاهده امضا کړی وو او له بل لوری خپل هیواد دروازی طالب تروریستانو ته خلاص پریښۍ وو او افغانستان دولت او ملت په وړاندی هغوی تحریک او تجهیز کی هم خپل موثر هڅه ترسره کوله. ددی نظر په اساس، د امریکا پالیسی بدلیدنه د پاکستان په وړاندی ددی لپاره چی طالابانو او نور تروریستی ډلو څخه ملاتړ پریع کړی دا ښیی چی اسلام آباد او امریکا لاره د افغانستان جنګ کی بیل ده؛ داسی چی امریکایان طالبانو سره مبارزی او جنګ باندی فکر وکړی او له بل لوری پاکستان دی ددی ډلی ساتلو باندی ټینګار کوی. او په آخر کی اخری نظر دادی چی امریکا دولت د پاکستان دولت سره چی مخکی او اوسنۍ وخت کی کوم مشکل سره نه لری او طالبانو او نورو تروریستی ډلو په وړاندی په افغاسنتان او سیمو کی مشابهو مواضعو لرونکی دی او که فرض سی چی د ترامپ دولت کابینه ټول غړۍ د پاکستان سیاستونو سره د افغانستان او طالبانو په وړاندی، موافق نه دی، خو ځینی امریکایی چارواکی چی ترامپ کابینه او کابینی خارج څخه اسلام آباد سرانو سره په دی برخه کی مشکل نه لری او هغوی سره موافق دی او دا حقیقت د هغوی ۱۷ کاله چوپتیا څرګندوی چی پاکستان په وړاندی د افغانستان موضوع لپاره چوپ پاته دی. ددی نظر په اساس، امریکا ګواښونه پر پاکستانیانو باندی د کوم جدیت درلودونکی نه دی او ترامپ دولت ددی هیواد مخکنۍ دولت انګیزو څخه بیل نظر نه لری او یواځنۍ کار چی ددی لامل سوی دی چی پاکستان او طالبانو په وړاندی خپل لحن ته بدلون ورکړی، هغه څه دی چی نړیوال او عمومی افکارو ته راګرځی؛ ځکه چی هغوی په هر حال ی د طالبانو او طالبانو ملاتړ کوونکو سره په افغانستان کی ۱۷ کاله د مبارزی شعار ورکړی دی او هیڅ لاسته راوړنه هم نه دی درلودلی. نو ددی اړتیا سته چی نوی او بیل شعارونو سره ډګرته وارد سی عمومی افکار د تصنعی ناکامیو څخه، بل لوری ته ولیږدوی.
https://avapress.com/vdcc10qs12bqps8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته