دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۰۷:۰۵
د مطلب کود : 154378
صالح مرګ، د سعودیانو تازه توطئه ماته



د سمن انصارالله دولت داخله وزارت اعان کړ چی علی عبدالله صالح؛ ددی هیواد پخوانۍ ولسمشر وژل سوی دی.
ددی وزارت په اطلاعیه کی راغلی دی: علی عبدالله صالح او څو تنه همراهان یی د هغه وروسته ووژل سو چی خپل شبه نظامیان د خلګو قتل باندی مجبور کړل او متجاوز هیوادونو سره مرسته وکړه.
د ګزارشونو په اساس ښاغلی صالح په داسی حال کی چی صنعا څخه سنحان ښار لوری ته د تیښتې په حال کی وو، د هغه لیږدوونکی موتر له منځه یوړل سو او همراهان یی هم ووژل سو.
علی عبدالله صالح پنځه ورځی مخکی خپله همپيمانی د انصارالله سره خرابه کړه او په صنعا کی د هغه وفادار ځواکونو او انصارالله ترمنځ جنګ رامنځته سوه.
ښاغلی صالح وویل چی که که سعودیانو په مشری ائتلاف بریدونه پر غیری نظامیانو باندی ودروی، هغه آماده دی د عربستان سره اړیکو نوی صفحه پرانیزی.
انصارالله د صنعا په ښار کی د څلور ورځو جنګ وروسته وتوانیدل ترڅو صنعا کنترول لاسته راوړی.
د علی عبدالله صالح په مرګ سره، د هغه او ریاض رژیم ترمن نوی صفحه پرانیستنه، د ابد لپاره پاته سی؛ هغه صفحه چی د ډیرو ناظرانو په باور، د یمن خلګو تاریخی انقلاب ماتی لپاره دننی څخه خطرناکو توطئو څخه وو.
سعودی عربستان په مشری ائتلاف چی کلونو راهیسی د یمن نظامی تیری او اشغال لپاره هڅې کوی، د انصارالله په نامه محمکه سد سره مخ سو او په ډیرو سرمایه ګذاریو او عربستان تیلو پوری تړلی اقتصاد باندی کسری رامنځته کیدو سربیره، خپل ټاکلو مقاصدو ته ونه رسید.
ریاض هیله درلوده چی د درو اونیو څخه په کم وخت کی، ټوله یمن ونیسی او په صنعا کی خپل فراری او متواری رژیم په قدرت ورسوی؛ خو دانصارالله انقلابیونو بی بدیل مقاومت او یمن غیری نظامی خلګو ملاتړ، ددی لامل سو ترڅو د سعودیانو خواږه خوبونه، تورو کابوسونو باندی بدل سی.
دا په داسی حال کی دی چی د یمن لګښت نه ډک جنګ له امله، د سعودی عربستان ذخایر چی مخکی د جنګ څخه د ۸۰۰ میلیارده دالرو څخه ډیر بالغ کیدلهو اوس د ۳۰۰ میلیارده دالرو اندازی ته سقوط کړی دی.
دا بی سارې سقوط، ددی لامل سوی دی ترڅو ریاض حاکمان، د نور سقوط او جبران لپاره، تکاپو او هڅو باندی مجبوره سی چی د آرامکو نفتی شرکت سهام څخه ځینی سهم خرڅونه، ګردشګری او توریسم صنعت پراختیا، ټولنیز اصلاحاتو اعمال او کلتوری فضا خلاصولو او هم ال سعود میلیاردر شاهزاده ګانو پّ نیولو سره د فساد په بهانی سره چی هغوی خپل ۷۰ سلنه شته منی رژیم خزانه ته د آزادی په بدل وکړی، چی دالاری د بحران څخه وتلو لاری وی.
دا په داسی حال کی وو چی له بل لوری، د یمن پر خلګو باندی مرګباره فجایعو تحمیل سربیره، د ټولنیز او دسته جمعی مرګونو تحمیل او اقتصادی هر اړخیزی محاصری سره سره بیاهم د انصارالله او یمن انقلابی دلوت قدرت کمولو لپاره هیڅ څه لاسته رانه وړه؛ بلکه برعکس، هغوی ورځ په ورځ خپل قدرت لمن پراخ کړل.
دا پیښی ددی لامل سو ترڅو ریاض رژیم او همپيمانه یی، د یو داخلی آشوب او فتنه په رامنځته کولو سره صالح ته قدرت بیرته ورسپارلو په وعده سره، هڅه وکړی د یمن انقلاب مقاوم دیوال باندی، درز رامنځته کړی او انصارالله یو داخلی جنګ سره مخ کړی او هوایی بریدونو په تشدید سره، په نتیجه کی سقوط لامل یی سی؛ خو د علی عبدالله صالح په مرګ سره چی اماراتو سره خیانتکارانه او پټ معاملو ته وارد سوی وو او اخیرو کی په صنعا کی داخلی جنګ شروع کولو سره، په رسمی توګه د عربستان په خاوره کی د انصارالله جنګ ته وارد سو، دا توطئه هم په سرعت سره ماتې سره مخ سو او اوس انصارالله، د هر وخت څخه نور هم قدرتمنده سوی او د سیاست او امنیت په برخه کی په یمن کی سلطنت کوی.
د تامل وړ نکته داده چی صنعا اخیر فتنه، ډیر هغه فتنو ته ورته وو چی لبنان کی د حزب الله په وړاندی طراحی سوی او ماتې سره مخ سوی وو.
هلته په لبانان کی سعد حریری، د داخلی جنګ شروع او حزب الله قدرت له منځه وړلو لپاره، سم همغه نقش په غاړه درلوده چی په یمن کی، علی عبدالله صالح په یمن کی د انصارالله په وړاندی درلوده.
دواړه توطئی ډیر ژیر د هغه څخه چی سعودیان ورته انتظار درلود، د ماتې سره مخ سو او په دواړو پیښو کی، دا انصارالله او حزب الله دی چی د خپل هیواد استقلال او امنیت او عزت سیاست میدان لرونکی دی.

https://avapress.com/vdcd5o0fjyt0ks6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته