کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې داعش؛ یو غیری حقیقی پیژاند؟

22 جدی 1396 ساعت 1:06


امرالله صالح؛ د ملی امنیت پخوانۍ مشر چی ایران ته د تهران امنیتی کنفرانس ګډون لپاره سفر کړی دی په افغانستان کې د داعش حضور په اړه وویل؛ ۸۰ تر ۹۰ سنله هغه کسان چی داعش تر بیرق لاندی په افغانستان کې فعالیت کوی، طالب او حقانی شبکه پوری تړلی دی. امرالله صالج وویل: د طالبانو او داعش ایدئولوژیک او فکری ریشی د رهبری په سطحه، یو دی او طالبان هغه وخت چی په قدرت کې وو همغه تحرکات ترسره کوله چی داعش ترسره کوی. د هغه په باور، په افغانستان کې داعش د سوریه او عراق داعش څخه بیل دی او یواځې د طالبانو د ښه شکاره کولو لپاره په افغانستان کې داعش نوم څخه ګټه اخیستل کیږی. د ملی امنیت پخوانۍ مشر د هیواد په ختیځ کې د داعش فعالیتونو بالخصوص په ننګرهار کې وویل: په دی سیمو کې د پاکستان دولت مخالف عناصر حضور درلود او پاکستان د داعش ډلې په رامنځته کولو سره په دی سیمو کې، لمړۍ په افغانستان کې دا مخالف ځواکونه له منځه یوړه او له بل لوری، یو امنیتی کمربند د ځان لپاره جوړ کړ. امنیتی مسایلو کارپوهان وایی چی داعش حضور او رامنځته کیدنه په افغانستان کې، د هغه څه سره چی په عراق او سوریه کې یی شاهد وو، اساسی توپیرونه لری. د هغه په نظر داعش په عراق او سوریه کې، د بین المللی ابعادو کې یو پیچلی پروژه وو چی فکری اتاقونه، جاسوسی سازمانونه او نړیوال او سیمه ایز قدرتونو ځینی منظم اطلاعاتی او منظم ځواکونه، په شکاره توګه ورڅخه ملاتړ کوله. داچی روسیه او ایران په سوریه کې داعش جنګ لپاره ولاړه او ایران عراق دولت سره د داعش له منځه وړلو لپاره مرسته وکړه، په دی معنی دی چی داعش په هغه هیواد کې د یو تروریستی سیمه ایز ډلې څخه لوړ وو؛ بلکه یو بین المللی پروژه بلل کیده چی د ځینو ابرقدرتونو او متخاصم او رقیب سازمانونو د ضربه ورکولو لپاره د ځینو سازمانونو له لوری تولید او ملاتړ یی کیده. په افغانستان کې که څه هم په سوریه کې د داعش رامنځته کیدنی دخیل عوامل په کلی توګه نه سو نادیده نیولای؛ خو د ناظرانو په نظر، په افغانستان کې د داعش بیرق څخه ګټه اخیستنه، ډیر سیمه ایز او منطقه ای انګیزه لری؛ همغه انګیزی چی ښاغلی صالح د هغه څخه د حقانی شبکه او طالبانو او همدارنګه پاکستان هڅې د داعش نوم څخه ګټه اخیستنی لپاره یادوی. په دی منځ کې، البته دا هم نه سو نادیده نیولای چی د افغانستان دننه ځینی حلقات هم مجدانه هڅه کوی ترڅو د داعش نوم او نشان په برجسته کولو سره، د طالبانو تطهیر لپاره زمینه برابره کړی ترڅو دا ډله وکولای سی بیله دی چی د خپل تروریستی اعمالو په وړاندی چی د دوو لسیزو په لړکې ترسره کړی دی، لګښت ورکړی، په آسانه توګه سولې پروسی سره یوځای سی او د اسلامی ګوند مشرانو په شان، د لویو امتیازاتو او مصونیتونو څخه برخمن سی. د ښاغلی امرالله صالح او رحمت الله نبیل؛ ملی امنیت دوه پخوانۍ مشرانو د خبرو په اساس چی په دی اخیرو کې خپور سوی دی، په دی منځ کې داسی ناپاکه کسان هم سته چی په پټه، تروریستانو ته دا امکان ورکوی چی خپل سلطه او مقاصد په افغانستان کې په حقیقت بدل کړی. دا چی پاکستان د تروریزم ټولو نسخو څخه افغانستان دولت او خلګو ته ضربه ورکولو لپاره ګټه اخلی، شک نسته. پاکستان د افغانستان دشمن دی او دا دشمنی د هر وسیلی څخه په ګټه اخیستنی سره مخته وړی؛ خو په دی منځ کې، هغه وخت چی ځینی کسان په شکاره توګه پاکستان مقاصدو او اهدافو په لړکې ګام اخلی او عمل کوی، هیڅ وخت هغه څه نه دی چی د بخښلو وړ وی. له همدی امله د امنیتی مسایلو ناظرانو په نظر، دولت که نه سی کولای د پاکستان مخه ونیسی، لږ ترلږه د هیواد دننه د پاکستان مزدورانو او خاینانو ته اجازه ورنه کړی او دا د پوهانو په باور، دا د پاکستانی تروریزم په وړاندی یو ګټه وره لارو څخه دی؛ هغه لاره چی نامعلومو دلایلو له امله د دولت له لوری تر اعتنا لاندی نه نیول کیږی او همدا کار ددی سبب سوی دی چی تروریستان د بیلابیلو نومونو په ګټه اخیستنی سره، هر ورځ د خلګو وینه توئی کړی او ددی خاوری ځوانان له منځه یوسی؛ بیله دی چی ددی جنایتونو په وړاندی، مکافات سی.


د مطلب کود: 156238

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/156238/په-افغانستان-کې-داعش-یو-غیری-حقیقی-پیژاند

آوا
  https://www.avapress.com