دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۵۵
د مطلب کود : 157907
ترامپ استقلالیت؛ مست زنګی په لاس کې چاړه ورکونه
دونالد ترامپ د رژه او لوی نظامی نمایش د ترسره کولو امر صادر کړی دی. ښاغلی ترامپ د امریکا دفاع وزارت څخه غوښتۍ دی ترڅو داسی مراسم جوړ کړی ترڅو ټول خلګ نظامیانو څخه خپل قدردانی وښیی. د دفاع وزارت هم دا امر تایید کړی او ویلی دی چی د پروسی د جزئیاتو څیړنه یی شروع شوی دی. دونالد ترامپ حتی د ریاست جمهوری دوره شروع څخه مخکې هم د امریکا نظامی قدرت شکاره کولو غوښونکې وو. هغه حتی ددی هیله درلود چی تحلیف مراسم یی نظامی مفصل رژه سره یوځای وی. د ترامپ د ریاست جمهوری شروع کیدو راهیسی هغه په نړۍ کې د د آمریکا لوی نظامی قدرت څخه خبری کړی او ددی هیواد امنیت ساتلو لپاره نظامی پیاوړتیا او په نړۍ کې آزادی څخه دفاع لپاره لازم بللی دی. جیم مک ګاورن؛ د نمایندګانو مجلس غړۍ او دموکرات ګوند څخه داسی نمایش د پیسو بی ځایه مصرف بللی او ویلی دی چی ترامپ د یو دیکتاتور په شکل عمل کوی. منتقدان وایی چی ترامپ تصمیم په حاضر حال کې، بیله قدرت ښودلو څخه د یو اقتدارګرا رهبر په حیث بل هیڅ توجیه نه لری. دا همغه څه دی چی ترامپ امریکا د نړۍ امنیت لپاره یو خطرناک ځای لپاره بدلوی. ترامپ اوس د امریکا اتمی تسلیحاتو څخه ګټه اخیستنی کلی په لاس کې لری. هغه شاید د همدی توان له امله دی چی په سادګۍ سره شمالی کوریا په شان هیوادونه په نابودی باندی اخطار ورکوی. په دی حساب سره، د هغه حضور د نړۍ پیاوړۍ هیواد اجرایی مسند په حیث یواځې د امریکا ملی امنیت لپاره ګواښ نه دی؛ بلکه په ټول نړۍ کې امنیت او ثبات د خطر سره مخامخوی. په همدی دلیل، امنیتی مسایل ناظران حق لری چی د ترامپ څخه راولاړ خطر په اړه اخطار ورکړی او ورڅخه اندیښنه وښیی. د استراتژیک مسایلو ډیرو ناظرانو په باور، غیری دیپلماتیک ژبه، اقتدارګرایانه ادبیات او ترامپ زور وینه ددی لامل شوی دی ترڅو نن شمالی کوریا یو غیری مهاریدونکې اتمی قدرت باندی بدل شی. هغه په دی برخه کې حتی د بین المللی سولې قواعد تر پښو لاندی کوی ترڅو شکاره کړی امریکا په شان کولای شی یو بی رقیبه قدرت وی. ترامپ ویلی دی چی د ایران آخری پایبندی دبرجام د سند لپاره تاییدوی؛ دا په داسی حال کې دی چی لمړنۍ نقض کوونکې یی امریکا دی او له بل لوری، اتمی انرژی بین المللی آزانس ډیر ځلی د ایران تعهد ددی توافق اصولو لپاره تایید کړی دی. د پاریس اقلیمی پیمان څخه امریکا یو اړخیزه وتنه چی د ځمکې د ګرمیدو لپاره دی هم د نورو پیښو څخه دی چی شکاره کوی امریکا ولسمشر حتی لمړنۍ اخلاقی او حقوقی قواعد بین المللی ټولنه کې امرکیا تعامل په برخه کې په نظر کې نه نیسی او په دی برخه کې دیکتاتور په شان عمل کوی. د بیت المقدس به رسمیت پیژندنه د اسراییل رژیم پایتخت په حیث هم د نورو پیښو څخه دی چی امریکا دیکتاتوری ښیی. ترامپ امریکا ډیر ځلی اعلان کړی دی چی ددی وروسته د تروریزم څخه مبارزی پرځای د لویو قدرتونو لکه روسیه او چین سره مقابله د هغه هیواد ملی امنیت استراتژی اصلی محور تشکیلوی. په همدی لړ کې، امریکا په دی آخیرو کې داسی طرحه په لاس کې نیولی دی چی په اساس یی کوچنی اتمی بمونه تولیدوی ترڅو خپل قدرت د روسیه او چین په وړاندی پراخ کړی. دا ټوله پیښی ددی لامل شوی دی چی بین المللی امنیت ډیر ناظران، نړۍ دریم نړیوال جنګ په ۲۰۱۸ کال یا هم راتلونکې کلونو کې په هغه صورت کې چی ترامپ د امریکا ولسمشر وی، وړاندوینه یی کوی.
https://avapress.com/vdce7f8zfjh8noi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته