دخپریدو نیټه :جمعه ۲۰ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۱۰
د مطلب کود : 157929
د افغانستان پر امنیت باندی د بی – ۵۲ سیوری
په افغانستان کې ناتو هوایی ځواکونو امریکایی قومانده وایی چی په عراق اوسوریه کې د امریکایی سرتیرو کمیدو سره، افغانستان به ددی هیواد هوایی عملیاتونو په محور باندی بدل شی. جیمز هکر؛ په افغانستان کې امریکایی ځواکونو قومانده وایی چی په سوریه او عراق کې د اخیرو بریالیتوبونو ورسوته، دا ځل افغانستان د امریکایی ځواکونو مرکزی قوماندی هڅو په مرکز باندی بدل شوی دی. د جنرال هکر په وینا، که څه هم په اخیرو میاشتو کې اکثر هوایی بریدونه د افغانستان ځواکونو له لوری ترسره شوی دی؛ خو ناتو ځواکونه په ۲۰۱۷ کال کې په منځنۍ توګه ۲۵ هوایی بریدونه ترسره کړی دی. دا په داسی حال کې دی چی امریکایی ځواکونو مرکزی قومانده د سه شنبه په ورځ اعلان کړی چی د افغانستان په شمال کې تازه بریدونه طالبانو مواضعو باندی ترسره کړی دی. په دی عملیاتونو کې پهن پیکر بی-۵۲ امریکایی جنګیدونکې الوتکې هم ګډون درلود. دا په داسی حال کې ده چی خارجی ځواکونو جنګی ماموریت بیرته شروع کیدنه بالخصوص ددی ځواکونو اتکا پر هوایی بریدونو باندی، د بشر حقوقو نقش په اړوند پراخ اندیښنی رامنځته کړی دی. بشرحقوق حوزی ناظران وایی چی ترامپ نظامی ګری استراتژی، په نظر کې لری په افغانستان کې ناتو او امریکایی ځواکونو اختیارات په بی سارۍ توګه ډیر کړی او دا کار، اوس ډیر پراخ اندیښنی درلودلی دی. منتقدان د هغه دوران بیرته ګرځیدو په وړاندی اخطار ورکوی چی د افغانستان خلګ د امریکا مبارزی او طالبانو او تروریزم سره مبارزی په بهانه سره وژل کیده او هغه کسان چی هغه جنایتونه ترسره کوله په قضایی مصونیت او د هر ډول جزا څخه په امن کې وو. نظامی مسایلو کارپوهان هم وایی چی بیله شکه افغانستان سنګلاخی طبیعت او غرنۍ جغرافیا، هوایی ځواکونو څخه ګته اخیستنه د تروریزم سره جنګ مهمو اړتیاوو څخه بلل کیږی؛ بالخصوص په هغه شرایطو کې چی دشمن، عملآ مخامخ جنګ څخه ډډه کوی. په دی حال کې، دهغوی په باور، امریکا او هغه هیواد ملاتړ کوونکې او همپیمانه په ناتو کې د افغانستان د سیمو څخه سم درک نه درلودلو له امله له یو لوری او د بشرحقوقو غبرګونونو په وړاندی کوم بیری نه درلودلو او افغانستان خلګو مقدس باورونو او اعتقاداتو څخه په نه خبرتیا، دا به ښایسته نه وی چی د امریکا صلاحیتونو په ګته اخیستنی سره او نه افغانستان قضایی دستګاه یا پارلمان او یا حکومت په اساس، چی ورته ټاکې، دا خطرناک مسؤولیت په غاړه واخلی. ددی ناظرانو په باور، که امریکا په صادقانه توګه غواړی د افغانستان دشمنان هوایی بریدونو له لوری له منځه یوسی، لزومآ باید د بی-۵۲ الوتکو یا مور بومونو او ... څخه ګټه پورته نه کړی. ددی اقدام تر ټولو آسانه او لږ لګښت لرونکې لاره، د افغانستان مسلح ځواکونو زیربنا پیاوړۍ کول دی. افغانستان، یو وخت کې په سیمه کې هوایی ځواکونو پیاوړۍ واک درلودونکې وو. بناپردی، دا ظرفیت اوس هم شتون لری چی افغانستان ځواکونو هوایی ځواک په سرعت سره نجهز او آماده شی او هوایی بریدونو مسؤولیت په غاړه واخلی. دا کار، هم افغانستان جنګ نظامی لګښتونه د امریکا او هغوی همپیمانه لپاره لږوی، هم د افغانستان امنیتی زیربناوو تجهیز او پیاوړی کیدو لامل ګرځی او هم بشری حقوق ساتنه کیږی او غیری نظامیان، ښځې او افغانستان کوچنیان، په آرام زړه، خپل ژوند ته ادامه ورکوی، بیله دی چی د خارجی ځواکونو ړانده بمباران څخه بیره ولری. په دی توګه، منتقدان وایی چی امریکا نه غواړی افغانستان ځواکونه خود کفا شی. له بل لوری، د تیرو ۱۷ کالو تجربه شکاره کړی دی چی افغانستان غیری نظامیانو ژوند، هیڅ وخت د امریکا او هغوی شریکانو لپاره مهم نه وو او مهم داچی امریکا د جنګ پای ته رسیدو غوښتونکې نه دی. په دی حساب، د بی-۵۲ سیوری به افغانستان امنیت باندی همداسی پاته وی.
https://avapress.com/vdciryaz3t1aw32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې