دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۲۳:۱۰
د مطلب کود : 158194
واشنګتن-اسلام آباد؛ مقابله که معامله؟

 
د ۲۰۱۸ میلادی کال په شروع کې د امریکا ولسمشر دونالد ترامپ خپل تویتر پاڼه کې پاکستان تر خپلو خبرو برید لاندی راوړ او ددی هیواد په تورن کولو سره چی تروریستانو ته پناه ورکوی، اسلام آباد سره د واشنګتن ۲۲۵ میلیارده دالره مرسته وځنډوله. د اسلام آباد او واشنګتن ترمنځ د نویو مشکلاتو په شروع کیدو سره، پاکستانی چارواکې، پاکستان په خیانت باندی تورن کړ. د اسلام آباد په وړاندی ترامپ اخطارونو څخه د افغانستان حکومت مشران ډیر خوشحال شوی وو.
په داسی وضعیت کې، څو ورځی وروسته، اسلام آباد حقانی شبکه نوم د تروریستانو په تور لیست کې ثبت کړ او د ځینو تحلیلګرانو په وینا په دی اقداماتو سره هڅه وکړه ترڅو د واشنګتن سره اړیکه بیرته جوړه کړی.
د امریکا ددی ددی اقدام وروسته د پاکستان په وړاندی موږ د پاکستانی چارواکو بیلابیلو اظهار نظرونو شاهدان وو؛ په داسی توګه چی پاکستانی چارواک آخر اظهار نظر کې د واشنګتن سره د اړیکو ښه کیدو خبره مطرح شو او په عملی اقدام کې حقانی شبکه هم د تروریستانو په تور لیست کې اضافه کړل شو. اوس دا پوښتنه باید مطرح شی چی کوم عوامل د پاکستانی چارواکو ددی عملونو څخه ترلاسه کولای شو؟
زما په باور په پاکستان کې قدرت ذهنی جوړښت نظامی او هم سیاسی او هم ګوندی لحاظ څخه سخت غربی دی. ددی مساله علت هم تاریخی حقایقو پوری تړلی دی. اصلی هغه کسان چی پاکستان په ۱۹۴۷ کال کې د هندوستان څخه بیل کړل، یا د هند نظامیانو څخه وو او یا هم هغه سیاستمداران وو چی د انګلیس پوهنتونونو څخه وو. په سیاسی برخه کې مشری محمد علی جناح په غاړه درلود او په نظامی برخه کې هم مارشال ایوب خان. دا سنت او دا ذهنیت د پاکستان سیاسی او نظامی برخو کې د کلونو راهیسی شتون درلود او اسو هم شتون لری.
یواځنۍ توپیر یی دادی چی د دوهم نړیوال جنګ وروسته، امریکا د نړیوال قدرت په هیڅ شکاره شو او په لړ کې یی انګلیس د صحنه څخه ووتل. په دی اساس د پاکستان سیاست مداران او نظامیان انګلیس څخه امریکا لوری ته توجه واړاوه.په حاضر حال کې هم د پاکستان ډیر جنرالان او ګوندونو سران غرب تحصیل کړی او غرب (لیبرالیسم) فکری چارچوپ په اساس فکر لری او چلند کوی. همدا کار هم ددی لامل شوی ترڅو پاکستانی چارواکې ونه شی کړای د واشنګتن په وړاندی اتفاق نظر ته ورسیږی.
اسلام آباد او واشنګتن ترمنځ تاریخی مشکلاتو ریشه د کوم حقیقتونو څخه راوتلی دی؟ ایا دا عوامل د واشنګتن او اسلام اباد ترمنځ اخیرو مشکلاتو کې هم کوم نقش درلودلی دی؟
د واشنګتن او اسلام آباد ترمنځ مشکلاتو ځینی ریشی چین او روسیه او امریکا رقابتونو ته ګرځی. چین کمربندی پروژه کې اقتصادی او سیاسی اهدافو سربیره، نظامی او امنیتی اهداف هم په سرکې لری. چین په اقتصادی او تجاری تاسیساتو کې ګوادر بندر رامنځته کولو سربیره، د یو مهم دریایی پایګاه رامنځته کونه هم همزمان مخته وړی. سربیره پردی ایران مرز ته نږدی جنوبی بندر کې او چابهار کې هم هڅه کې ترڅو یو لوی نظامی پایګاه رامنځته کړی. دا اقدامات د چین له لوری، د امریکایانو د اندیښنی او خشم لامل ګرځیدلی دی. بالخصوص داچی امریکا په ایران کې د اسلامی انقلاب مخکې دا قصد درلود چی په چابهار کې یو لوی نظامی پایګاه د کنارک په نامه جوړ کړی چی د انقلاب په رامنځته کیدو سره دا پروژه پاته شوه؛ بناپردی چین دریایی نظامی حضور د هند په اقیانوس او مکرون په سواحلو کې د امریکا او همدی حال کې هند سختو مخالفتونو سره مخامخ دی.
دا په داسی حال کې دی چی روسان چینایانو اقتصادی او نظامی طرحو څخه په سیمه کې ملاتړ کوی.
بل مساله افغانستان پوری اړوند دی. افغانستان کې امریکایانو حضور څخه څه ناڅه ۱۷ کاله تیریږی او امریکا د ۱۵۰ میلیاردو دالرو څخه دیر لګښت او هم ځانی تلفاتو سربیره نه دی توانیدلی چی په دی هیواد کې جنګ او بحران پای ته ورسوی. په ټوله مده کې افغانستان او هم هند مدعیان وو چی د تروریسم ریشه په پاکستان کې دی نه په افغانستان کې؛ خو امریکایان دا نه قبلوله. د دونالد ترامپ قدرت ته رسیدو وروسته، اسلام اباد باندی فشارونه ډیر شول او له امله یی پاکستان سره امریکا نظامی مرستې وځنډیدل.
شاید دا پوښتنه رامنځته شی چی شته شرایطو کې پاکستانی چارواکو په وړاندی چی واشنګتن سره رامنځته شوی بحران څخه خلاص شی، څه دی؟
زما په باور اسلام آباد ددی بحران څخه خلاصیدو لپاره دوه لاری لری:
الف- پاکستان په کلی توګه د امریکا مرستو څخه ځان ناهیله کړی او چین او روسیه سره خپل اړیکو ته پراختیا ورکړی او آسیا جنوب شبه قاره مسائلو په وړاندی امریکا سیاست بدلون حقیقت قبول کړی.
ب- پاکستان نوی سیاست مخته ونیسی او د امریکا سیاست سره ملاتړ وکړی او تروریستی ډلو سره خپل اړیکه پری کړی او له دی لاری هم افغانستان کې سولې او ثبات سره مرسته وکړی؛ خو شته شرایطو ته په کتو سره، داسی په نظر نه رسیږی چی امریکایان په سادګی سره قبول کړی چی پاکستان په کلی توګه د امریکا نظر وړ سیاست څخه لاس واخلی. ددی احتمال شتون لری چی پاکستان داسی سیاست مخته ونیسی چی په ۲۰۰۱ کې پرویز مشرف عملی کړی وو. خو دا سیاست لپاره هم شته امکانات لږ دی؛ بناپردی د وړاندوینې وړ دی چی پاکستان ایران او روسیه او چین سره خپل اړیکو ته پراختیا ورکړی. که قرار وی چی اسلام اباد په افغانستان کې سولې او ثبات سره مرسته وکړی دا کار د چین په واسطه د امکان وړ دی نه د امریکا په واسطه.
په حاضر حال کې پاکستان خپل قلمرو د طالبانو استراتژیک سیمی باندی بدل کړی او هغه وخت چی باراک اوباما د افغانستان څخه امریکایی چارواکو وتلو خبره مطرح کړه دا تصمیم ته رسیدلی وو چی امریکایان ځی او د خارجیانو وتلو وروسته به د افغانستان برخلیک زموږ په لاس کې وی؛ خو د ترامپ نوی استراتژی اعلان سره پاکستان ناهیله شو. هغوی فکر کوله چی ترامپ د افغانستان څخه د خارجی ځواکونو وتلو امر به ډیر ژیر صادر کړی. خو داسی نه شوه رامنځته. پاکستان دا انتظار نه درلود چی امریکا د پاکستانی جنرالانو ملګرو څخه یو نوملړ هغوی ته ورکړی او د هغوی د نیولو غوښتونکې شی.
د همدی لپاره دی چی پاکستان ځواک سخت په غصه دی. پاکستان خارجه وزیر د هغه هیواد سنا مجلس کې وویل چی اسلام آباد امریکا غوښتنو ته مثبت ځواب نه ورکوی.
امریکا به هم خپل فشارونو څخه د پاکستان په وړاندی ګټه واخلی.
دا روشانه نه دی چی پاکستانیان د تړلو دروازو شاته امریکایانو ته څه ویلی دی؛ خو دا معلومیږی چی هغوی امریکایانو جدیت غواړی ووینی. که پاکستانیان دا احساس وکړی چی امریکا خپل ټولو فشارونو څخه ګټه اخلی، دا به لیری خبره نه وی چی پاکستانی جنرالان، د حقانی شبکه معامله لپاره امریکایانو ته وړاندیز وکړی؛ خو دا لاسته راوړنه هغه وخت ترسره کیدلای شی چی افغانستان د بین المللی او ملی سیاستونو څخه ښه درک او پوهه ولری او مدیریتی توان څخه برخمن وی ترڅو شته مشکلات په یو ثمربخشه فرصت باندی بدل کړی.
احمد سعید؛ پاکستان مسایلو ارشد ارزوونکې
 
https://avapress.com/vdcdnj0foyt0kf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته