دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۳۰
د مطلب کود : 158255
د روسیه اخطارونه جدی ونیسی

 
الکساندر مانتیتسکی؛ د روسیه سفیر په کابل کې وایی چی بی نشانه هلیکوپتران داعش ډله د افغانستان په شمال کې ځای پرځای کوی؛ خو غرب په دی اړه کوم معلومات نه ورکوی.
د روسیه سفیر ویلی دی: متاسفانه نه کابل او نه هم غربی شریکان یی په رسمی توګه معتبر او دقیق معلومات د ناپیژانده هلیکوپترانو په اړه نه شی ورکولای.
دا روسی دیپلمات همدارنګه افغانستان حکومت تورن کړی چی د داعش لیږد په اړه افغانستان شمال ته، معلومات ورکولو څخه ډډه کوی.
مانتیتسکی ویلی دی: موږ دا غوښتنه لرو چی هغه مشترک مرسته کوونکې هیوادونه چی د زړه په صدق غواړی په افغانستان کې سوله برقراره شی، دا امکان رامنځته کړی چی هغه کسان چی تروریستانو څخه ملاتړ کوی، افشا کړی.
هغه وویل: داسی حقایق باید فاش شی.
دا لمړۍ ځل نه دی چی مسکو په صراحت سره داعش ځواکونو لیږد څخه افغانستان شمال ته، اخطار ورکوی او ددی څخه چی افغانستان دولت او مستقر خارجی ځواکونه په دی هیواد کې، په دی اړه، هیڅ ډول معلومات نه ورکوی، اندیښمند دی.
امنیتی مسایلو کارپوهان وایی چی مسکو اندیښنو لامل هم روشانه دی؛ دا هغه څه دی چی روسان ډیر ځلی په صراحت په اړه یی خبری کړی. هغوی داعش لیږد څخه افغانستان شمال ته او د هغه ځای څخه منځنۍ آسیا او روسیه سلطه لاندی سیمو ته، څخه اندیښمند دی.
ځینی برخه ددی اندیښنو څخه، د څیړونکو په باور، مشروع دی؛ ځکه هیڅوک نه قبلوی چی هیواد یی په هر اړخیزه توګه د ناتو او امریکا نظامی او جاسوسی وسیلو تر کنترول او نظارت لاندی وی؛ خو په عینی حال کې، په ځینو برخو کې یی، بین المللی تروریستان د نړۍ لیرو سیمو څخه هلیکوپترونو سره لیږدول کیږی!
روسیه په آخیرو میاشتو کې، افغانستان شمالی مرزونو ته نږدی خپل استخباراتی او نظامی حضور، پیاوړۍ کړی او پراختیا ورکړی دی.
روسیه په رسمی توګه اعلان کړی چی دا تمهیدات او آمادګیانی د منځنۍ آسیا لوری ته د دناامنیو رسیدو څخه مخنیوی لپاره تر لاس لاندی نیسی. مخکې، تاجیکستان مرزی بی ثبات کوونکې فعالیت په دلیل، د څو ورځو لپاره افغانستان په وړاندی خپل مرزونه وتړل او دا ډیر لوی بدلون وو چی د ناامنی په دلیل، افغانستان او شمالی ګاونډیانو ترمنځ په دی اخیرو کلونو کې رامنځته شو.
سربیره پردی، امنیتی مسایلو ناظران وایی چی مسکو اندیښنی، د درک وړدی او روشانه نه دی چی کابل او غربی ملاتړ کوونکې یی په چوپتیا سره، د روسیه بل تمهید ددی وضعیت مهار لپاره به څه وی؛ خو څیړونکې وایی چی د روسیه مکرر اخطارونو او هوشدارونو نادیده نیونه د کابل په ګټه دی.
دا هغه څه دی چی په تیرو کې هم ثابت کړی چی په حاضر حال کې روسیه په افغانستان او سیمه کې خپل مقاصدو ترسره کولو لپاره د ډیرو امکاناتو درلودونکې دی چی نادیده نیونه یی ډیر لوی غلطی حسابیږی او افغانستان ملی حاکمیت او امنیت او ګټو برخلاف حسابیږی.
امکان لری چی دا د امریکا او غربی قدرتونو ناتو په مشری اراده وی چی افغانستان کې د مسکو قدرت لږ او یا نادیده ونیسی او په دی ترتیب، په سیمه ایز استراتژیک کې بدلونونو څخه مخنیوی وکړی؛ خو دا تګلاره د افغانستان په ګټه نه دی؛ ځکه هر وخت د روسیه قدرت او نفوذ لاندی وو.
همدا اوس، نه کابل دولت او نه هم امریکا هیڅ یو نه پوهیږی چی د طالبانو او روسیه اړیکو سره، څنګه چلند وکړی. د واشنګتن سیاستونو سربیره د اسلام آباد په وړاندی، اسلام آباد کوم باک نه کوی دلیل یی هم هغه شنه سراغ دی چی مسکو څخه ترلاسه کړی دی.
په دی حساب سره، ترڅو وضعیت وضعیت ددی څخه هم پیچلی نه شی، په افغانستان کې د روسیه او غرب استخباراتی لوبه د داعش ترنامه لاندی، باید پای ته ورسیږی او کابل یو مستقل سیاست په چارچوپ کې د سیمه ایز قدرتونو سره خپل څو اړخیزه اړیکی رامنځته کړی.
 
https://avapress.com/vdcbswb8srhbs5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته