دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۳۳
د مطلب کود : 158322
افغانستان امنیت؛ بدی ورځې په لاره کې دی

 
 
د یو استخبارایت ریپورټ په اساس چی د سه شنبه په ورځ امریکا سنا ته ارائه شو، سیاسی بی ثباتی، داعش او طالبانو یو په بل پسی بریدونه، افغان ځواکونو عملیاتونو کې تزلزل او ملی سرچینو کمتیا، د افغانستان د وضعیت د خرابیدو د اساسی عواملو څخه به په راتلونکې کې وی.
ددی ریپورت په اساس افغانستان دلت قوا به د اصلی ښارونو مرکزونو کنترول به په لاس کې ولری؛ خو طالبانو ګواښ به پرځای پاته وی.
دا ریپورت د امریکایی او افغان چارواکو خوشبینیو سره په تناقض کې قرار لری.
د ترامپ استراتزی یو برخه چی د ۲۰۱۷ کال آګست په میاشت کې اعلان شو، افغانستان ته د ۴۰۰۰ نورو امریکایی سرتیرو اعزامولو مستلزم دی. اوس په افغانستان کې د ۱۴ زرو په شاوخوا امریکایی سرتیری په افغانستان کې مستقر دی.
دا لمړۍ ځل نه دی چی امریکا استخبارات د افغانستان وضعیت څخه مایوس کوونکې ریپورت ارائه کوی. په ۲۰۱۶ کال کې امریکا ملی اسختباراتو اداره مشر اخطار ورکړی وو چی افغانستان سیاسی سقوط خطر سره مخامخ دی.
کارپوهان هم وایی چی ددی هیواد امنیت او سیاسی وضعیت ډیر بد وضعیت کې قرار لری.
به کابل او نورو ولایتونو کې اخیرو امنیتی پیښو په لړ کې، د بحران حل لاره په لږ مدت کې ډیر خیره معلومیږی؛ دا په دی معنی دی چی ترامپ استراتژی نه دی توانیدلی وضعیت ښه کړی. بدتر نور چی دولت ناتوانی د بحران مناسب مدیریت کې، د سختو او ژورو سیاسی مشکلاتو لامل ګرځیدلی دی او دولت هم سربیره پردی د ملی وحدت نوم بدوی، په عمل کې نه توانیدلی چی سیاسی او قومی خرابوونکې سوریو او جناحو لمن ټول کړی او داسی یو اړخیزه لاره یی ونیول چی بحران مدیریت سره کوم مرسته نه دی کړی؛ بلکه د بحران نور هم ډیریدو لامل ګرځیدلی دی.
بارز نمونه یی، بلخ بحران دی چی سیاسی هڅو ماتو په لړ کې، اوس ملی لوی اعتراضونو په قالب کې قرار لری.
د امریکا عملکرد په افغانستان کې تروریزم ضد نړیوال جبهه مشر په حیث د تروریستی ګواښونو سره مقابلی په برخه کې او په هیواد کې ناامنیو مهار لپاره له یو لوری او سپین ماڼۍ سیاسی موضع د افغانستان خلګو عمومی ګټو برخلاف او نامعقول تګلارو په اساس چی حکومت له لوری اعمالیږی، په افغانستان کې د بحران د اصلی عواملو څخه بلل کیږی.
په دی حساب سره، د ترامپ دولت نوی استراتژی افغانستان وضعیت په وړاندی، هڅ بدلون به رامنځته نه کړی او کولای شو چی دا هم د امریکا خطا ارزولو سره اوس په ماتې باندی محکوم کړو.
د ترامپ دولت تر هغه ځایه چی د احمد رشید؛ پاکستانی ورځ پاڼه لیکونکې په تعبیر سره چی ترامپ دولت افغانستان مالک د ۲۰۰۱ میلادی کال وروسته دی، په افغانستان کې هر پیښې په وړاندی چی رامنځته کیږی، مسؤول دی؛ بناپردی، باید په هیواد کې امنیت او سیاست برخه کې شته مشکلاتو په وړاندی هم باید ځواب ویونکې وی.
هغه وخت چی امریکا سفارت د کابل خلګو مدنی او سوله ایز لاریونونو په وړاندی، د دولت په ګټه او امنیتی ځواکونو سرکوبګری په توجیه کې، موضع نیسی، نو باید په هیواد کې تروریستی خونړیزو او تریخو پیښو په وړاندی ځواب ویونکې وی.
هغه وخت چی امریکا جنګیدونکې جتونه بیله کوم ملاحظه، د شپی په لړ کې د کابل پر آسمان باندی، مانور ورکوی او خوب د پایتخت اوسیدونکو څخه وړی دی؛ نو باید په دی ښار کې تروریستی وژنو او چاودنو او راکتونو په وړاندی هم ځواب ویونکې او مسؤولیت منونکې وی.
هغه وخت چی امریکا صریحآ اعلان کوی چی په ټول قدرت سره د ملی وحدت دولت ترڅنګ ولاړ دی او ورڅخه ملاتړ کوی، نو باید نظام دننه تروریستانو، فساد، قوم ګرایی، استبداد، قومی تمامیت غوښتنی او ځواکونو سیاسی تصفیو په وړاندی هم موضع اعلان کړی.
که د امریکا په نوۍ استراتژی کې، دا مسایل په دقت او شفافیت سره نه دی منظور شوی، نو دا استراتژی د بحران په حل کې هیڅ مرسته ونه کړی او امنیتی او سیاسی وضعیت به په افغانستان کې نور هم بدتره کړی.
 
https://avapress.com/vdcgx79qxak9nw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته