دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۰۹
د مطلب کود : 158635
داعش وژنې؛ کوم کسان په دی جنایت کې شریک دی؟

 
ننګرهار ولایت سیمه ایز چارواکې اعلان کړی چی یو جمعه ایز قبر د اچین په ولسوالی کې د مهمند په دره کې کشف شوی چی مخکې دا سیمه د داعش تر کنترول لاندی وو.
سید رحمن، د کوت ولسوال ویلی دی چی ۱۲ کسه د کوت ولسوالی مشرانو او اوسیدونکو په شمول ۱۸ میاشتی مخکې د داعش ډلی له لوری تښتول شوی دی.
دا سیمه ایز چارواکی ویلی دی چی د سیمی خلګ د اچین په ولسوالی کې پاکسازی عملیات وروسته هغه سیمو ته تللی چی مخکې داعش تر کنترول لاندی وو او یو جمعه ایز قبر پیدا کړی چی ۹ تنو جسدونه پکښی موندل شوی دی.
حیات الله، د سیمی مشرانو څخه ویلی دی چی دری میاشتی مخکې ددی کسانو نیول کیدو وروسته د داعش له لوری، دا ډله تصویری ویدیو خپره کړی چی دا کسان یی وژلی دی.
تیر میلادی کال اپریل میاشت کې، امریکا غیری اتمی لوی بوم د بمونو مور په نامه د ننګرهار اچین ولسوالی کې وتوغوله.
د پوهانو په باور، ددی ډله ایز قبر کشف، هیڅ کوم تعجب نه رامنځته کوی؛ ځکه د داعش تکفیری ډلې څخه چی بیله وینه تویونې او وژنو څخه بل کوم کار نه لری، نور انتظار هم نه شی کیدلای.
که داعش ددی قاعده برخلاف عمل وکړی، ډیر به حیرانوونکې وی. هغه ډله چی بی ګناه کسان او رسنیو او کلتوریز بی ګناه فعالین او مساجد تر برید لاندی راوړی، بیله شکه د وینی تویونې او وژنو څخه خوند اخلی او د مرګ څخه ژوند ترلاسه کوی.
دا ډله اسلامی رحمت او بخشنې او سولې سره هیڅ اړیکه نه لری او دا همغه څه ده چی ددی تکفیری ډلې جوړونکې ورڅخه انتظار او یا هیله لری؛ ځکه چی امریکایی صهیونیستی اسلام په دی همدی خاصیتونو څخه پیژندل کیږی.
په دی حال کې، د کارپوهانو په باور، دا یواځې داعش نه دی چی په افغانستان کې وژنو او جنایتونو مسؤول دی.
داعش یو وسیله ده؛ هغه وسیله چی پیسی، جهل، وهابیت انحرافی عقاید او صهیونیستی استکباری فکرونو اتاقونه، په رامنځته کولو کې یی نقش لری.
د جنایت اصلی عوامل، داعش ډلې نه بغیر، هغه کسان دی چی د داعش ډلې فجایعو او جنایتونو باندی سترګې پټوی.
هغه سکان چی په افغانستان کې داعش پوښتنه منځته راوړونکې خطر نادیده نیسی او دروغ ریپورتونو په خپرولو سره، ددی خطر د پټولو هڅه کوی. هغه کسان چی ناپیژانده هلیکوپتران د افغانستان ختیځ څخه تر شمال پوری لیږدوی، نه وینی؛ خو د داعش چچنی او عرب او فرانسوی او الجزایری او پاکستانی او ازبکستانی او تاجیکستانی ښځو او کوچنیانو حضور خبر په کوهستانات او قوش تپه او اچین او کوت او پچیراګام او... کې تاییدوی.
د منتقدانو په باور، مور بوم خپله د خپل لوی په اندازه، یو لوی دروغ د داعش په وړاندی مبارزی لپاره وو.
داعش سره مبارزه؛ مور بوم ته اړتیا نه لری؛ بلکه تعهد، صداقت، اراده، شفافیت او حقیقی مبارزه ته اړتیا لری ترڅو په سیوری کې یی، خلګو مشروع اندیښنو ته صادقانه ځواب ورکړل شی او خطر پراختیا څخه مخنیوی وکړی.
په ننګرهار کې د داعش ډله ایز قبر کشف، د هغه تروریستی ډلې پّ وړاندی زموږ بریالیتوب او قدرت ښودونکې نه دی؛ بلکه لویو دروغو څخه پرده پورته کوی چی داعش مبارزی په برخه کې خپریږی.
په داسی حال کې چی داعش هره ورځ خپل نفوذ او قدرت لمن پراخوی، مور بوم خپل اعتبار او ارزښت له لاسه ورکوی او صاحبانو ته یی شرم او ماتې په حیث بدلیږی.
اوس هغه کسان چی داعش جنایت نه وینی، داخلی او خارجی مکرر اخطارونه ددی خطر په وړاندی ردوی، سترګې ددی ډلې پرجنایتونو باندی پټوی او بدتر دا چی ددی تروریستی او تکفیری ډلې خارجی ملاتړ کوونکو سره ملګرتیا او سولې پیمان امضا کوی، ددی ډلې په جنایتونو کې شریک دی.
 
https://avapress.com/vdcdsj0fkyt0k96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته