دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۱۲
د مطلب کود : 158699
تاپی پروژه او یو لوی پوښتنې علامه

 
د افغانستان لوی اقتصادی پروژه یعنی د ترکمنستان څخه افغانستان له طریقه پاکستان او هند ته د ګاز لیږد لوله خط پروژه شرورع کولو مراسم په هرات کې جریان لری.
خلګ، دولتی چارواکې او کلتوری او ټولنیز او اقتصادی او سایسی قشرونه په دی برنامو کې مصروف دی.
په پیاوړۍ احتمال سره، ددی پروژی شروع کولو مراسم رسمی رامنځته کیدو لپاره چی د څلورو هیوادونو لوړپوړۍ چارواکو په ګډون په هرات کې جوړیږی، څو ورځې مخکې به د امنیت تامین لپاره هرات ښار رخصت وی او اوسیدونکو په وړاندی به تللو او راتللو لپاره سختیګرانو مقررات ترسره شی.
دا کولای شی چی د امنیت په برخه کې ددی مراسم افتتاحیه لپاره یو امید بخشه نکته وی؛ خو مساله داده چی تاپی یو لوړمدته او راهبردی پروژه ده چی بقا او انتفاع او ګټه اخیستلو لپاره یی، پایدار امنیت ته اړتیا شته.
دا چی طالبانو اصلی ډله د ملاهبت الله په مشری او یا نور تروریستی ډلې لکه داعش او نور چی په افغانستان کې فعال حضور لری، ددی پروژی امنیت لپاره رسمی تعهد نه دی ورکړی، خپله کولای شی د هغه کسانو لپاره لویه اندیښنه وی چی غواړی افغانستان سیمی اقتصادی چرخه ته دننه کړی او زموږ هیواد او خلګو اقتصادی پراختیا او غوړیدنې لپاره تاریخی او بی بدیل فرصت زمینه سازه شی.
مولوی رسول په مشری طالبان چی ډیر ناظران یی دولتی طالبان هم بولی. هغوی په دی برخه کې استدلال کوی چی دا شاخه، د ملاعمر مرګ خبر افشاکیدو وروسته سمدلاسه شکل ونیول او د همغه شروع څخه، د طالبانو اصلی شاخه سره خپل تعارض او اختلاف اساس پاکستان پوری اړوندتوب اعلان کړ.
دوهم نکته داچی دا ډله د طالبانو څخه، افغانستان قلمرو دننه فعالیت کوی او تراوسه هیڅ کوم جدی تقابل یا مخامخ کیدنې خبر د داخلی یا خارجی امنیتی سرتیرو سره نه دی لیدل شوی.
دا مسایلو ته په کتوسره، پوهان د طالبانو دا ډلې څخه دولت ملاتړ لاندی طالبان یادوی چی طالبانو اصلی ډلې په منځ کې بی اتفاقی رامنځته کولو لپاره رامنځته شوی دی ترڅو دا ډله ضعیف کړی او له بل لوری، دولت سولې هڅو ته د طالبانو په وړاندی، رونق وبخشی.
په دی حساب سره، د تاپی پروژی څخه د طالبانو دا ډلې ملاتړ، کیدلای شی یواځې یو نمادین ارزښت ولری او دولت لپاره تبلیغاتی ګټه اخیستنه وی.
بناپردی، د تاپی پروژی امنیت په لاره کې اصلی مشکل، همداسی خپل قوت باندی باقی پاته دی.
هغه څه چی تراوسه د هرات سیمه ایزو ادارو اقداماتو څخه معلومیږی دادی چی ټول توان او فکر ددی مراسم افتتاحیه لپاره معطوف کړی او وروسته یی، د ګاز لیږد لوله خط پایدار امنیت لپاره کوم جدی او موثر آمادګی نه دی په نظر کې نیول شوی.
دا مساله ته په کتو سره، ډیر ناظران وایی چی ددی پروژی راتلونکې امنیت په وړاندی لوی پوښتنه همداسی بی ځوابه پاته دی چی حلولو ته یی اړتیا شته.
که څه هم په دی منځ کې، ځینی پوهان په دی باور دی چی تاپی یو لوی سمیه ایز پروژه ده او ځینی هیوادونه لکه پاکستان چی په هغه کې یی ګټې پرتې دی، ددی احتمال چی پاکستان ملاتړ لاندی تروریستی ډلې له لوری په دی برخه کې کوم خنډ یا اخلال رامنځته شی ډیر کم دی.
په دی حال کې، ځینی کارپوهان وایی چی په افغانستان کې فعال تروریستی ډلو ترمنځ، داسی ډلې هم شته چی پاکستان ګټو په وړاندی جنګیږی او افغانستان پراختیاایز او اقتصادی پروژو ته هم جنګی هدف په شان نظر لری. بناپردی دا باور ډیر خوش بینانه معلومیږی او افغانستان دولت په دی برخه کې بی مسؤولیته نه پاتیږی.
https://avapress.com/vdcdnj0fnyt0k96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته