دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۳۳
د مطلب کود : 158926
قطر کې د دفتر تړل کیدنه او طالبانو دیپلماسی راتلونکې

 
د دونالد ترامپ؛ امریکا ولسمشر غوښتنې په لړ کې ولسمشر غنی څخه په قطر کې د طالبانو سیاسی دفتر تړل کیدو لپاره، د سولې عالی شورا هم موافقت ښودلی دی؛ خو دا شورا وایی چی آماده دی د طالبانو سره په هر هیواد کې چی هغوی وغواړی مذاکره وکړی.
سید احسان طاهری؛ د سولې عالی شورا ویاند د ملی امنیت مشر حنیف اتمر اخیرو اظهاراتو ته په اشاره سره عرستان ته په سفر کې چی ویلی وو افغانستان حکومت غواړی طالبانو سیاسی دفتر په قطر کې وتړل شی، وویل: موږ هر دفتر چی افغانستان سولې په لړ کې عملی ګام پورته نه کړی، بی معنی او تړل کیدو غوښتونکې یی یو.
په دی توګه، د سولی عالی شورا ویاند، د سولې لپاره افغانستان چارواکو قاطعیت څخه خبری وکړی او زیاته کړ: زموږ پيغام مسلح مخالفانو ته دادی چی د نړۍ په هره برخه کې ی هغوی غواړی، د سولې مذاکراتو لپاره چی مشری یی د افغانانو په لاس کې وی، هغه بیله کوم قید او شرط قبول کړی او مذاکرات شروع کړی.
طالبانو دفتر تړل کیدو لپاره تصمیم په داسی حال کې نیول کیږی چی دا دفتر په حاضر حال کې، طالبانو دیپلماتیک یواځنۍ رسمی نمایندګې په نړۍ کې حسابیږی او دا ډله خپل سیاسی رسمی کارونه د همدی دفتر څخه ترسره کوی.
 د ترامپ او اشرف غنی تحراکت او تصمیمونه غواړی طالبانو دا دفتر وتړی. یو د دلایلو څخه به داوی چی عربستان نه غواړی نور دی قطر د سیمه ایزو معادلاتو او بحرانونو کې نقش ولری.
په دی حال کې، دا نیوکه هم همیشه مطرح وو چی قطر دفتر مخکې له دی چی یو سیاسی نمایندګې وی، په افغانستان کې طالبانو جنګ مخته وړلو لپاره اقتصادی او مالی ملاتړ جذب لپاره تایید شوی او رسمی سرچینه ده.
د منتقدانو په باور، دا چی د طالبانو سیاسی دفتر د قطر عربی هیواد کې قرار لری، دا ډلې ته دا امکان ورکړی ترڅو مذهبی ایدئولوژیک څخه په ګټه اخیستنې سره، د عربانو مالی مرستې جذب کړی او په دی ترتیب، دا دفتر، مخکې له دی چی سیاسی او دیپلماتیک تګلاره ولری، مالی او اقتصادی کارکرد لری.
په دی سره، افغانستان دولت لپاره چی هر وخت طالبانو جعلی نمایندګې دام کې لویدلی او ډیر ځلی په دی برخه کې شرم آوره بدنامیو سره مخ شوی دی، د قطر دفتر طالبانو پوری تړلۍ رسمی سیاسی آدرس په حیث یو معتبر مرجع حسابیده. شاید د همدی لپاره وو چی اشرف غنی د کار په شروع کې، د ترامپ غوښتنې سره مخالفت کړی یا لږ ترلږه د غوښتنې په وړاندی چوپتیا غوړه کړه او په اړه یی تصمیم تر اوسه پوری ځنډولی؛ که څه هم کابل ددی دفتر افتتاح سره موافقت سربیره نه دی توانیدلی چی طالبانو سره مخامخ خبری وکړی؛ هغه طالبان چی د همغه دفتر څخه د چین څخه تر ایران او فرانسی څخه تر جاپان پوری، یو فعال سیمه ایز دیپلماسی مدیریت کوی.
د کابل پروسی مهم ناستې په لړ کې، دا تصمیم کولای شی یو سیاسی پیاړۍ ضربه پر طالبانو باندی وی ترڅو دا ډله په دی وهڅوی چی یاد ناسته کې، همراهی شکاره کړی.
دا انتخاب بیله شکه افغانستان دولت تصمیم باندی په حاضر حال کې، ډیر اغیزه لری؛ ځکه دا تصمیم، سعودی عربستان ته د حنیف اتمر سفر وروسته اعلان شوی دی.
که دا اخذ صحیح وی، باید د افغانستان په سوله او جنګ کې د سعودی پررنګ نقش شاهد واوسو. حتی دا امکان که څه هم شتون لری چی عربستان د قطر پرځای، طالبانو بل دفتر کوربه وی او هغه ډلې سیمه ایز دیپلماسی مرکز باندی بدل شی.
بل مهم موضوع په دی برخه کې، د ترامپ هڅه طالبانو باندی درانه محدودیت اعمال لپاره دی ترڅو دا ډله مجبور شی لکه څنګه چی امریکا غواړی سولې لوبې ته بیرته وګرځی او ددی لوبې قواعد لکه څنګه چی امریکا غواړی قبول کړی.
په دی ترتیب، په راتلونکې کې کابل او متحدان یی قصد لری چی طالبانو دیپلماسی لکه څنګه چی هغوی غواړی، مدیریت کړی.
دا چی دا ډله به تر کومه اندازی پوری دی پیښو ته تسلیم شی، طالبانو استراتژیو پیچلتیا او پختګۍ پوری اړه لری.
 
https://avapress.com/vdcgx79q3ak9ny4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته