دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۵۴
د مطلب کود : 159567
شهرت، فسق تجاهر او خصوصی حریم

 
امنیتی ځواکونو چلند د ابراهیم عابد؛ افغان کمیدین سره په ټولنیز شبکو کې پراخ غبرګونونه رامنځته کړی دی.
تیره ورځ ښاغلی عابد خپل فیسبوک پاڼه کې یو ویدئو خپره کړه چی په هغه ویدئو کې هغه کسان چی نظامی کالې یی درلود، هغه د کامری په وړاندی نیولی وو او ویله یی چی ابراهیم عابد په نشئه حال کې ووینی. دا زموږ لاسته راوړنه ده... د خلګو شاته خبری کوی. په نشئه حال کې یی وضعیت وګوری. ښه وګوری.
په دی ویدئو کې نظامیان هغه په سخته توګه لرزوی او جیبونه یی تلاشی کوی. ښاغلی عابد ظاهرآ په ویدئو کې په غیری عادی حالت کې دی، یو تسبیح په لاسه کې لری او چوپ پاته کیږی.
په ټولنیز شبکو کې ځینی کسان ددی ویدئو خپریدل خصوصی حریم نقض وبلل او ددی کار عاملینو د مجازاتو غوښتونکې شو. ځینی یی ښاغلی عابد په شراب څښلو باندی تورن کړ او وویل چی قانون یی ماته کړی.
ځینی هم د امنیتی ځواکونو نهادونو څخه نیوکه کړی چی ګویا نه شی کولای انتحاری، چاودنو او جنایی جرایمو مخه ونیسی؛ خو عابد نیول کیدنه یو لاسته راوړنه بولی.
لکه څنګه چی اشاره وشو امنیتی ځواکونو چلند په وړاندی غبرګونونه بیل وو. هیڅ معیار شتون نه لری چی د مخالف او موافق نظرونو اندازه معلوم شی.
حقیقت دادی چی ابراهیم عابد لکه څنګه چی د هغه څخه خپره شوی غبرګون کې راغلی دی، پشیمان دی. هغه پوهیږی چی افغانستان یو مسلمان ټولنه ده چی په هغه کې، شراب څښل شرعی حرام دی او لپاره یی، مشخص تعزیر ټاکل شوی دی.
له بل لوری، هغه یو مشهور او رسنیزه څېره ده. هغه اوس یواځې یو عادی شخص نه دی چی هر عمل یی خپل خصوصی حریم کې ترسره کړه، هغه ته مربوط شی او نور، حق ونه لری چی په وړاندی یی غبرګون وښیی.
هغه لکه څنګه چی یو مشهور شخصیت دی، باید د باورونو او اعتقاداتو او ارزښتونو په وړاندی هم مسؤولیت احساس وکړی؛ حتی که خپله ورته لږ ایمان هم ونه لری؛ په داسی حال کې چی هیڅ دلیل شتون نه لری چی په اساس یی، څوک ادعا وکړی چی ښاغلی عابد، اسلام دین او شرعی دستوراتو باندی د شراب څښلو لپاره، هیڅ باور نه لری.
دا مسایلو ته په کتو سره، هغه یو خراب عمل ترسره کړی چی نه یواځې د خلګو او مخاطبانو څخه بخښنه وغواړی؛ بلکه همزمانه شرعی او یا قانونی حکم باندی هم تمکین وکړی.
دا چی ښاغلی عابد په کوم شرایطو کې د امنیتی ځواکونو له لوری نیول شوی دی، څرګند نه دی؛ خو هغه څه چی په ویدئو کې لاسته راغلی دی، دا پیښه د پغمان تفریمی سیمه کې رامنځته شوی دی.
په دی حساب سره، که ښاغلی عابد په یو عام سیمه کې د ټولو خلګو په وړاندی شراب څښلو باندی اقدام کوی، د هغه مسؤولیت څو برابره کیږی او هغه دی ته په توجه سره چی یو مشهور رسنیزه شخصیت دی، فسق تجاهر ته اقدام کړی او په دی توګه، خپل غیری مسؤولانه چلند تاوان ورکړی.
بل خبره داده چی د شرع او عرف او قانون له لحاظه، خصوصی حریم باید محترم وشمارل شی او باید وساتل شی.
له دی لید څخه، امنیتی ځواکونه، حق نه درلود د ښاغلی عابد نیول کیدو جریان څخه ویدئو اخیستلو سره، مخکې له دی چی محکمه په اړه یی تصمیم ونیسی او فلم خپریدو لپاره حکم وکړی، هغه خصوصی حریم نقض کړی.
دا اقدام، د شرع او قانون او عرف خلاف دی او بیله شکه، ددی اقدام عوامل باید تر قانونی چلند لاندی ونیول شی.
ښاغلی عابد په هیڅ محکمه کې نه دی محکوم شوی او په اوسنۍ شرایطو کې، هغه یواځې یو تورن کس دی؛ بناپردی، د هغه ویدئویی تصاویرو خپریدل یو جرم دی او هغه کولای شی هغه قانونی لاری نه تر لاس لاندی ونیسی او حیثیت اعاده وکړی.
دالته دی چی قانون او عدالت باید خپل نقش ترسره کړی او اجازه ورنه کړی چی مجازی فضا او ټولنیز شبکو کاربرانو بی اساسه داوري، د قانون او عدالت ځای ونیسی او مجرمانو او تورن کسانو باندی قانون عملی کړی.
 
 
 
https://avapress.com/vdciq3azyt1aww2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته