دخپریدو نیټه :جمعه ۱۸ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۲۵
د مطلب کود : 159679
د داعش بلنه؛ افغانستان د سوریه او عراق پرځای

داعش ډله خپل هوادارانو او پلویانو څخه په ټول نړي کې غوښتې دی چی که نه شی کولای عراق او سوریه ته ولاړ شي، افغانستان ته راشی او خپل ځای په دی هیواد کې محکمه کړي.
داعش ډله په یو ۲۵ دقیقه ایزه تلیغاتی فلم کې خپل تندروه مواضعو بیان ترڅنګ، افغانستان شمال او ختیځ خپلو پلولیانو لپاره مهاجرت لپاره معرفی کړل.
په دی فلم کې داعش ډله خپل هوادرانو ته په خطاب کې ویلی دی چی که شام، سوریه ته نه شی تللای، خراسان ته مهاجرت وکړی.
داعش ډلې دا تبلیغاتی ویدیو په داسی حال کې خپره شوی دی چی ډیر اندیښنی شتون لری چی داعش جنګیدونکې د سوریه او عراق څخه افغانستان ته تللو په هڅه کې دی.
دا فلم د دونالد ترامپ امریکا ولسمشر په یو مسخره ایزه تقلید سره شروع کیږی چی تعهد کوی ترڅو داعش په افغانستان کې له منځه یوسی. په لړ کې یی، دا ویدیو، د یو زندانی اعدام شکاره کوی او وروسته هغه کوچنیان شکاره کوی چی نظامی زده کړي ورکول کیږی.
کارپوهانو په باور، تراوسه مشخص نه دی چی داعش خطر د هغو غربی هیوادونو لپاره چی تروریزم سره مبارزی مسؤول دی او په همدی بهانې سره افغانستان کې خپل پایګاوی او نظامی ځواکونه لری او همدارنګه خپله د افغانستان امنیتی دستګاه او دولت ترکومه حده پوری دا خطر جدی نیولی دی.
د منتقدانو په پاور، که غربی هیوادونه د امریکا په مشري په افغانستان کې تروریزم سره مبارزی رهبری په غاړه لری، ولی د بیلابیلو تروریستی ډلو ترمنځ، توپیر کوی او ددی ډلې څخه راولاړ خطرونه استراتژیک او غیری استراتژیک باندی ویښی؟
دا په داسی حال کې دی چی لاسته راغلیو تجاربو په اساس په عراق او سوریه کې، په دی هیوادونو کې داعش تروریزم خطر ته جدی نه کتنه، څه د خارجی نظامی ائتلاف له لوری او څه که ملی دولت له لوری وی، په نتیجه کې دیر درنه زیان اړولی؛ هغه ائتلافونه او دولتونه چی البته خپله هم د تروریزم سره پټو ملاتړ کولو باندی تورن دی او یو د هغه دلایلو څخه چی عراق او سوریه او شاید افغانستان کې هم داعش خطر جدی نه نیول کیږی همدا تروریزم سره مبارزه کوونکو قدرتونو ملاتړ د تروریزم څخه وی.
له بل لوری، هغه خدمت چی داعش تروریزم ضد جبهه امریکا مشری ته کوی هم دادی چی یو ځل بیا د هغوی سیاسی سلطه او نظامی حضور او خاورمیانه هیوادونو نفتی ثروتونو او سرچینو تاراج وی او په بدل کې اعرابو ته امریکایی مرګونۍ اسلحو پریښودنه وی او همدارنګه سوریه او عراق او نورو سلطه لاندی هیوادونو کې سیاسی نظامونه او دموکراتیک او خلګو ساختار ته په لاس وړلو سره په دی هیوادونو کې غرب ګټو او ارزښتونو په بنا نظامونو لپاره زمینه برابر کړی دی.
داعش سره مبارزی معادله هم په افغانستان او هم په عراق او هم په سوریه کې ډیر ساده دی او دا هغه څه نه ده چی امریکا په مشری ائتراف په افغانستان او خاورمیانه کې ونه شی کړای یا د توان څخه یی لوړ وی. دا معادله په دی اساس باندی ولاړ دي چی په دی هیوادونو کې داعش مشخص مراکز او پایګاوی بمباران سربیره، امریکا همپیمانه رژیمونه په سیمه کې لکه ترکیه او سعودی عربستان او اردن او قطر او امارات او اسراییل او پاکستان او... ههم داعش مالی شاهرګونه پریع کړی او له هغه لوری خپل دریایی او هوایی او ځمکنۍ مرزونه د زرهاوو تروریستانو په وړاندی وتړی چی په ورځ کې په آزادانه توګه د اروپا او امریکا او نړۍ څخه د داعش سره هم مرز کیږی او هغه ځای څخه داعش سره یوځای کیږی. ولې داسی اقدامات نه یواځې نه ترسره کیږی؛ بلکه د نړیوال ائتلاف نظارت لاندی د امریکا په مشری داعش په وړاندی، عملآ داکارونو حخه مبادرت کیږی.؟
په افغانستان کې هم همدا وضعیت دی. پاکستان هیواد سره نږدی مرزونه هر وخت تروریزم نفوذ لپاره آسان سیمی رامنځته کړی دی. بیله هغه، په زرهاوو خارجی تروریستان خپل کورنیو سره څنګه هیواد بیلابیلو سیمو کې ځای پرځای کیږی او وروسته سپین او ترو بیرقونه پورته کوی او تروریستانو سره بیعت اعلانوی؟
ایا دا به عاقلانه او د باور وړ وی چی داسی فکر وکړو چی دا ټوله پیښې د امریکا او امریکا متحدانو جاسوسی او پرمختللی سیستم څخه په افغانستان او سیمه کې، لیری دی او هغوی اطلاع او اجازی نه پرته ترسره کیږی؟
آیا دا خپله په هیواد کې داعشی تروریزم یو ډول تلویحی پراختیا تاییدونه نه ده؟
د تروریزم سره حقیقی مبارزی یو لمړنیو لوازمو څخه  همدا څو آسانه پوښتنو ته ځواب ورکونه ده؛ هغه څه چی نه دولت ترسره کولو لپاره زړه ښیی او نه هم خارجیان؛ په داسی حال کې چی مکرر تورونو په وړاندی مسؤولانه غبرګونونه مطرح شوی، کولای شی په افغانستان کې داعش سره مبارزی مهم او عمده خنډونو څخه پرده پورته کړی.
 
https://avapress.com/vdccmoqso2bqpe8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته