کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سولې پروسه؛ حقیقي لورې کومې دي؟

20 حوت 1396 ساعت 18:21



 
کای آیده؛ په افغانستان کې د سازمان ملل پخوانۍ نماینده، امریکا سره طالبانو مستقیم مذاکره منطقی وبلله؛ځکه د هغه په باور، ددی هیواد نظامی استراتژی په واشنګتن کې جوړ شوی او حتی افغانستان دولت هم امریکا دولت مداخله له امله جوړ شوی دی.
کای آیده افغانستان سولې غوښتنې ته په اشاره سره طالبانو سره د پرایو خپرونې کې ولیکل تراوسه طالبانو موضع ثابت پاته شوی دی. دا ډله امریکا سره مذاکره لپاره افغانانانو نه مخکې ټینګار کړی دی؛ ځکه افغانستان دولت نامشروع بولی او د هغوی سره مستقیم خبرو اترو ته حاضر نه دی.
ښاغلی آیده ټینګار کړی چی د امریکا سره خبرو اترو یا مذاکری منطق واضع دی، طالبان د امریکا او ناتو حضور خارجی اشغال بولی او هغوی مقصد هم خارجی ځواکونو حضور ته پای ورکونه دی؛ بنا پردی که امریکا طالبانو دا اساسی غوښتنې لپاره خبر اترو ته حاضر نه وی د هر ډول مسائل په اړه خبری کول به کم ارزښته وی.
هغه ټینګار وکړ چی سولې پروسی ته داخلیدنه احتیاط، صبر او انعطاف پذیری ته اړتیا لری.
کارپوهان هم وایی چی د سازمان ملل پخوانۍ نمایندی دا موضع ګیری تر ډیره حده پوری حقیقت او واقع بینانه دی؛ ځکه  د هغوی په باور دا منطقی نه دی چی امریکا د افغانستان په جنګ کې، طالبانو سره طرف وی؛ خو په سوله کې، بی طرفی اعلان وکړی؛ دا په داسی حال کې دی چی که هغه سوله چی که قرار دی ترسره شی، باید جنګ ډګر حقیقتنونو په اساس او جنګ مقابل لورو ترمنځ منعقد وی.
امریکا باید طالبانو شرایطو ته په دی برخه کې غوږ کیږدی او په وړاندی یی خپل شرایط مطرح کړی.
کابل په تیرو کې هم شکاره کړی دی چی د  امریکا اراده او غوښتنې نه بغیر نه شی کولای طالبانو سره وجنګیږی او د هغه ډلې سره، سوله وکړی. ښه مثال یی د ۱۷ اخیرو کلونو امنیتی پیښی دی.
د نظامی مسایلو کارپوهانو په پاور، امریکا په دی کلونو کې هر وخت د طالبانو او پاکستان په وړاندی دوه ګونۍ سیاست څخه ګټه اخیستی دی.
واشنګتن پوهیده چی طالبانو مشران چیری دی؛ د هغه ډلې غړۍ په کوم هیواد کې وده کوی، زده کړی وینی او تجهیز کیږی او څنګه افغانستان ته لیږل کیږی. ددی پوهی سره بیا هم پاکستان تر څو اونۍ مخکې، د امریکا په مشری نظامی ائتلاف غړۍ وو او په کال کې په سلهاوو میلیونونه دالره ددی لاری اسلام آباد ته ورکول کیده.
سربیره پردی، کابل اجازه او قدرت نه درلود چی طالبانو اوپاکستان سره، د امریکا اجازی نه بغیر کوم څه ترسره کړی.
سربیره پردی، کابل هماهنګی او اطلاع او اجازه سره، امرکیا او متحدان ی په سیمه کې، طالبانو سیاسی دفتر په دوحه کې رامنځته کړ او اسلامی امارت بیرق په داسی حال کې چی هیڅ رسمیت نه درلود، راپورته کړ.
په دی حساب سره، سولې لوری باید مشخص شی. طالبان او افغانستان دولت، یواځې د جنګ پروسی لوبه کوونکې نه دی؛ بناپردی، نه شی کولای د سولې مذاکراتو یواځنۍ لوری وی.
امریکا باید په دی پروسه کې برخه واخلی او مشخص کړی چی طالبانو محوری غوښتنی یعنی اشغال پای ته رسونې ته کوم ځواب ورکوی.
د پوهانو په باور، ترڅو چی امریکا او طالبانو ترمنځ او همدارنګه پاکستان او امریکا ترمنځ رامنځته شوی شخړی حل نه شی، په افغانستان کې هم د سولې رامنځته کیدو ته هیله مند نه شو کیدلایی او لکه څنګه چی ښاغلی آیده هم تصریح کړی، هر بل هڅه بیله دی، بیهوده او بی ځایه به وی.
حتی که افغانستان دولت د سولې پروسی بلامنازع مالک په حیث، نقش ترسره کوی، باید ددی صلاحیت درلودونکې وی چی د خارجی ځواکونو حضور یا وتنه د خبرو اترو یو بخش په حیث په نظر کې ونیسی او په دی برخه کې، افغانستان خلګو غوښتنو، طالبانو ملاحظاتو او هیواد ملی لمړیتوبونو په اساس، تصمیم ونیسی.
بیله هغه، هغه سوله چی یواځې د کاغذ پرمخ منځته راشی او دواړه لوری عملی او مشخص تعهداتو باندی ملتزم نه وی، جنګ به پای ته ونه رسیږی قومی او سیاسی مشکلات به له منځه ولاړ نه شی؛ ښه مثال یی د ګلبدین حکمتیار سره سولې نمونه ده چی په عمل کې، نه په زرهاوو شبه نظامییان خلع سلاح شول او نه هم سیاسی او قومی شخړي له منځه ولاړی.
 


د مطلب کود: 159846

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/159846/سولې-پروسه-حقیقي-لورې-کومې-دي

آوا
  https://www.avapress.com