کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

متیس؛ د جنګ آمر که د سولې مامور؟

23 حوت 1396 ساعت 16:41



 
ولسمشر غنی د امریکا دفاع وزیر جیمز متیس سره په کابل کې لیدنه کړی او طالبانو سره سولې پروسی، پاکستان سره خبری او تروریزم سره مبارزی په اړه سره خبری وکړی.
جیمز متیس، د امریکا دفاع وزیر د سه شنبه په ورځ په ناڅاپه توګه کابل ته سفر کړي.
د ریاست جمهوری په خبرپاڼه کې راغلی دی چی ښاغلی غنی او ښاغلی متیس د طالبانو سره سولې پروسی، پاکستان دولت سره دولت خبرو اترو، په افغانستان کې تروریزم سره مبارزی، مخدره توکو سره مبارزی او ټاکنو امنیت تامین په اړه خبری کړی.
د امریکا دفاع وزیر دوه اونۍ مخکې طالبانو ته د افغانستان حکومت سولې وړاندیز بسته اعلان وروسته، کابل ته سفر کړی.
د رویترز خبرګزاری ریپورت ورکړی دی چی ښاغلی متیس خبرنګارانو ته خپل سفر مخکې ویلی دی چی افغانستان حکومت سره د ځینو عناصرو سولې خبرو اترو احتمال شتون لری.
کابل ته د امریکا دفاع وزیر سفر، د کارپوهانو په باور د افغانستان سولې او جنګ په حساس فصل کې صورت نیسی؛ هغه فصل چی د اشرف غنی سولې طرحې ارائه سره، توپ د طالبانو پرځمکه ده او دا ډله باید وټاکی او تصمیم ونیسی چی جنګ ته ادامه ورکوی او یا کابل سولې غوښتنې ته لبیک ویلو سره هغه قواعدو په اساس چی اشرف غنی او امریکا لیکلی، لوبي ته وړاندی کیږی.
دا کار بالخصوص ددی لپاره ارزښت لری چی د هوا په ګرمیدو سره، طالبان باید خپل بهاری عملیات شروع کیدو یا نه شروع کیدو په اړه تصمیم واخلی.
د اخیرو کلونو سنتونو په اساس، دا ډله هر کال د هوا په ګرمیدو سره، د جنګ تنور هم ګرموی او افغانستان خلګو باندی درنه جنګونه او وژنې تحمیلوی.
له دی لیدڅخه، د امریکا دفاع وزیر سفر کابل ته، ظاهرآ په دی پیغام سره صورت نیسی چی طالبان بیله سولې کوم لاره نه لری؛ ځکه جنګ له لاری بریالیتوب ته نه رسیږی.
طالبانو رهبری شورا معناداره سکوت او چوپتیا د اشرف غنی سولې دعوت په وړاندی هم افغانستان او امریکا هیله مند کړی چی طالبان، پایله کې به دا دعوت او غوښتنې ته به مثبت ځواب ورکړی او سولې پروسی سره یوځای شی.
دا خوش بینی د طالبانو په عملی رویه کې نه څرګندیږی. طالبان په دی آخیرو ورځو کې ډیر خونړیز بریدونه په ځینو ښارونو او ولسوالیو کې ترسره کړی دی.
په فراه کې د امنیتی ځواکونو فاجعه باره وژنې، هغه ډلې په لاس د اناردره ولسوالی سقوط، په نیمروز کې ملی ځواکونو وژنې او لشکرګاه ښار باندی د یو ناکام تدارک برید کولای شو د طالبانو لوی اقدامات د جنګ په برخه کې وبولو.
پوهان وایی چی د طالبانو رهبری رسمی سکوت سربیره هغه ډله خپل ځواب د جنګ په پروسه کې ورکړی دی؛ خو د هغوی په باور تجربه شکاره کړی دی چی طالبانو دا اقدام، نه شی کولای د هغه ډلې سره د کابل سولې اراده کمزوری کړی.
په دی حال کې، کارپوهان وایی چی امریکا دفاع وزیر سفر کابل ته په داسی شرایطو کې، په دی معنی دی چی امریکا د اشرف غنې طرحې څخه ملاتړ کوی.
له دی لید څخه، که څه هم هغه د امریکا دفاع وزیر دی؛ خو په دی برخه کې مخکې له دی چی جنګ آمر وی، د سولې مامور دی؛ هغه سوله چی طالبان غواړی لمړۍ د هغه ډلې او امریکا ترمنځ برقراره شی؛ خو واشنګتن دا اصرار کوی چی د طالبانو سره سولې اصلی لوری د افغانستان دولت دی.
دا ټوله کیسه نه ده. بلکه د مشکل یو لوی برخه د امریکا او پاکستان پیچلی اړیکې دی.
ترڅو چی امریکا ددی بحران مدیریت لپاره معقول او منځنۍ لاره پیدا نه کړی، د طالبانو سره هر دول سولې هڅه، د کارپوهانو په باور، ماتې باندی محکوم دی.
طالبان، د پاکستان پیاده نظام دی او اسلام آباد ددی ډلې څخه افغانستان باندی د هر ډول فشار په حیث ګټه اخلی. د سولې مذاکراتو په شروع کیدو سره هم ددی انتظار شته چی طالبانو غوښتنو مهم ټکې د پاکستان استراتژیک مقاصد او ګټي تشکیلوی.
په دی حساب سره، امریکا او افغانستان نه شی کولای د طالبانو سره هر ډول غوښتنه کې پاکستان نادیده ونیسی.
 
 

 


د مطلب کود: 160075

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/160075/متیس-د-جنګ-آمر-سولې-مامور

آوا
  https://www.avapress.com