دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۰
د مطلب کود : 160606
افغانستان معارف؛ هغه زخم چی نه جوړیږی

 
په افغانستان کې ۱۳۹۷ تعلیمی کال پرون(۴ حمل) د مکتب د زنګ په وهلو سره د ولسمشر غنی له لوری، شروع شو.
هغه ۱۳۹۷ کال د معارف څخه ملاتړ کال اعلان کړ او وویل چی د زده کړی او پرورش دنده یواځې د معارف نه دی بلکه په جاری کال کې ټول دولتی او غیری دولتې ادارت په دی برخه کې کار وکړی.
ښاغلی غنی د مکاتبو معلمانو کمزورتیا څخه په نیوکو سره چی درسی نصاب نه تکمیلوی، وویل چی په حاضر حال کې، په مکتب کې د معلمانو شمیر ډیر شوی دی؛ خو درسی کیفیت کښته شوی دی.
ولسمشر غنی د افغانستان ۵۰ سلنې مکاتبو کې د تعمیرونو نه شتون یو تریخ حقیقت وباله او وویل چی د افغانستان نیم مکاتبو استادان، خپل درسی نه شی پوره کولای ترڅو شاګردان کافی قابلیتونو ته ورسیږی.
ښاغلی غنی زیاته کړه چی په حاضر حال کې ۳ږ۵ میلیون کوچنیان چی مکتب لپاره واجد شرایط دی، زده کړو ته لاسرسی نه لری او په هیواد کې د ۱۰۰۰ په شاوخوا مکتبونه مسدود دی.
دا په داسی حال کې دی چی د کلتوری او ټولنیز مسایلو کارپوهانو په باور، په هر هیواد کې، معارف د آرمانی ټولنې او دولت او سیاسی رژیم فکری منظومه او استراتژیو لمړنۍ زیربنا دی.
د ناظرانو په باور، هر هیواد چی وغواړی یو کلتور عمومی کړی نو لمړۍ د مکاتبو او زده کوونکو څخه شروع کوی او معارف درسی سیستم ته یی واردوی.
په همدی اساس، دا هیله وو چی دا تګلاره په افغانستان کې ۱۷ کاله مخکې اجرا شوی وای. د افغانستان دولت هر وخت معارف خپل لویو لاسته راوړنو څخه بللی او ټینګار ړی چی ددی نظام رامنځته کیدو وروسته، میلیونونه هلکان او انجوني مکاتبو ته جذب شوی او د انجونو تحصیل لپاره یو خلاصه فضا په ټول هیواد کې رامنځته شوی دی.
سربیره پردی بین المللی سنجوونکې سازمانونه ډیر ځلی معارف په افغانستان کې دولتی سیستمونو فاسدترینه سیستم معرفی کړی او ادعا کړی چی په میلیونونو ډآلر د افغانستان خلګو څخه، معارف باندی حاکم فساد له لوری تاراج شوی دی.
یو ددی مشکلاتو څخه پّ دی برخه کې، سطحی او غیری کاربردی تعلیمی نصاب دی چی د افغانستان په مکاتبو کې اعمالیږی.
د هیواد په لیرو سیمو کې د مکاتبو مسدودینه هم د نورو مشکلاتو څخه دی چی تیر دولتونه او اوسنۍ دولت او معارف مسؤولین ددی مشکل نه دی حل کړی او اشرف غنی هم په ښه توګه ورته اشاره وکړه.
د افغانستان معارف نظام کې فساد بالخصوص په ولایتی شعبو کې، ددی سیستم د اصلی خنډونو او مشکلاتو څخه بلل کیږی.
 
که څه هم د ښآغلی کرزی په وخت کې د هیواد معارف مدیریت، غالبآ ثابت او لږ بدلون وو؛ خو په مدیرانو او لویو چارواکو کې قومی او جناحی او حزبی مشکلات ددی سیستم پر کیفیت باندی سیوری اچولي او اجازه نه دی ورکړی چی افغانستان په راتلونکې کې د معارف په برخه کې یو فعال او اغیزمنده سیستم درلودونکې شی.
د ملی وحدت حکومت هم هر وخت د معارف په برخه کې د بحران او مشکلاتو حلولو لپاره شعار ورکړی دی؛ خو لکه څنګه چی تیر کال هم اشرف غنی ورته اذعان وکړ، تراوسه همداسی مشروط پاته دی او په دی توګه، دا زخم، همداسی پاته دی.
https://avapress.com/vdce778zpjh8ppi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته