دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۵
د مطلب کود : 160915
ولی ترامپ شمالی کوریا رهبر سره ملاقات غوښتونکې دی؟

 
دونالد ترامپ؛ د امریکا ولسمشر ددی وروسته چی کیم جونګ اون؛ د شمالی کوریا رهبر غیری هسته ای کیدو لپاره آمادګی شودلی، ویلی چی د ښاغلی کیم سره لیدلو لپاره هیله مند دی.
ښاغلی ترامپ په عینی حال کې زیاته کړی چی د کیم جونګ اون سره ملاقات مخکې، واشنګتن به پر شمالی کوریا باندی حداکثری فشار او تحریم سیاست ته ادامه ورکړی.
د حوت میاشت په نیمه کې، ددی وروسته چی ښاغلی کیم خبر ورکړی چی شمالی کوریا آماده تر څو موشکی او هسته ای آزمایښتونه ودروی هسته ای خلع سلاح کیدو لپاره مذاکره ترسره کړی، سپین ماڼۍ ویلی چی ښاغلی ترامپ د ښاغلی کیم سره لیدو لپاره آماده دی.
د هغه بدلون وروسته، جنوبی کوریا چی ددواړو لورو رهبرانو سره په اړیکه کې دی، اعلان کړی وو چی د ترامپ او کیم جونګ اون لیدنه، د می په میاشت کې به ترسره شی، که څه هم د لیدنۍ دقیق نیټه نه دی په ګوته شوی.
د امریکا ولسمشر آمادګی د شمالی کوریا مشر سره ډیر ناظران حیرانه کړي.
دا پوښتنه د ډیرو ناظرانو لپآره رامنځته کیږی چی ولی دونالد ترامپ، تر دی حده پوری د هغه هیواد مشر سره لیدني لپاره مشتاق دی چی مخکې له دی په وړاندی یی ترټولو خراب دیپلماتیک او سخت موضع ګیری یی په وړاندی درلود؟
ددی ملاقات کوم څه د ښاغلی ترامپ لپآره جذاب دی؟
دا پوښتنه په داسی حال کې رامنځته کیږی چی د ډیرو ناظرانو لپاره، دا ډیر حیرانوونکې دی چی د هغه هیواد پیدایښت راهیسی، دواړه لوری یو دبل سره دشمن پاته شوی او امریکا هر وخت شمالی کوریا ته د دشمن په سترګه کتلی دی.
په همدی دلیل، ترامپ، د امریکا لمړنۍ ولسمشر دی چی د شمالی کوریا یو رهبر سره لیدنه وکړی.
یو ځواب امکان لری چی دا وی چی ترامپ، د اوبو برخلاف د شنا کولو مشتقاق وی. هغه لکه څنګه چی د امریکا داخلی سیاست په برخه کې، ځان د سیستم ضد کس معرفی کړی وو او هڅه کوله چی فراجناحی ژست ولری، په بین المللی برخه کې هم همدا کار ترسره کړی.
په دی حساب سره، د شمالی کوریا رهبر سره لیدنه کې هم ترامپ غواړی چی د امریکا او شمالی کوریا تاریخی کار ترسره کړی.
سربیره پردی، یو بل موضوع هم ترامپ د کیم جونګ اون سره لیدنې لپاره ترغیبوی او هغه داچی شمالی کوریا په نړۍ کې د امریکا امنیت په وړاندی جدی ګواښونو څخه دی.
دا هم هیر نه کړو چی شمالی کوریا یو اتمی قدرت دی؛ هغه قدرت چی په مستقیم ډول سره، امریکا په اتمی برید باندی خبرداره کړی دی او خپلو قاره پیما موشکونو هدفمند پراختیا سره په عینی توګه شکاره کړی چی که اراده وکړی، د امریکا تر برید لاندی راوستلو قدرت لری.
له بل لوری، د دونالد ترامپ قدرت وخت نه بغیر هیڅ وخت امریکا دومره د شمالی کوریا مستقیم ګواښ سره نه دی مخ شوی.
د تیرو میاشتو په جریان کې، ددواړو هیوادونو اړیکې، خپل تاریخ ډیرو خرابو اړیکو شاهد دی.
په دی حساب سره، د کارپوهانو په باور، که څه هم امریکا دا شکاره کوی چی دا مالی تحریمونه او فشارونه او سیاسی انزوا دی چی شمالی کوریا تګلاری بدلون لپاره مجبوره کړی؛ خو حقیقت دادی چی شمالی کوریا د هغه اهرم په مرسته چی په لاس کې یی لری، امریکا مجبور کړ ترڅو بدلون وکړی او اوس هم کولای شی استثنایی او بی سابقه امتیازات د امریکا او جنوبی کوریا څخه لاسته راوړی او امریکا هم مجبور دی ترڅو خپل ملی امنیت او لویو ګټو لپاره، د پیونګ یانګ غوښتنو ته د هغه هیواد اتمی تسلیحاتو درولو په بدل کې، تمکین وکړی.
 
https://avapress.com/vdchzvnzm23n-wd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته