دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۰۳
د مطلب کود : 160957
سیمه ایز ځواک؛ نوي نوم او ناکامه تجربه

 
د دفاع وزارت چارواکې وایی چی د سیمو د امنیت ساتنې لپاره، نوی ځواک د ( سیمه ایز ځواک) ترنامه لاندی جوړوو.
محمد رادمنش؛ د دفاع وزارت ویاند معاون وایی چی ددی سرتیرو غړۍ د پولیس او ځواک پخوانیو سرتیرو څخه به تشکیل شوی وو چی د سیمې مشرانو او افسرانو په واسطه تضمین او سیمې قول اردو په تضمین سره به استخدام شی.
د هغه په وینا دا کسان باید کوم پخوانۍ جرمی قضیه ونه لری. هغه سرتیری چی په چارچوب کې استخدام کیږی باید د سیمی څخه وی خو هغه سرتیری چی زده کړې کړي کولای شی د دباندی څخه هم استخدام شی.
د نویو ځواکونو په تشکیل کې، سرتیری ملی ځواک سرتیرو ۷۵ سلنه حقوق او امتیازات او افسران یی هم ملی ځواک افسرانو حقوق او امتیازات به ولری.
ښاغلی رادمنش په دی اړه ویلی چی ددی ځواکونو تجهیزاتو میزان  د ملی ځواکونو پیاده ځواکونو ترحده پوری به وی او ملی اردو امر لاندی به فعالیت ولری.
دا ځواکونه په کلیو او ولسوالیو کې موظف کیږی او قرار دی چی لمړنۍ ډله چی ۱۹۳ تنه دی ډیر ژیر لغمان ولایت مهترلام کې ځای پرځای شی.
په اوسنۍ شرایطو ې هر ګام چی د افغانستان امنیت لپاره پورته کیږی او هر تمدید چی تر نظر لاندی نیول کیږی، د ناظرانو په باور، کولای شی چی هیله مند وی، په دی حال سره، باید هیر نه کړو چی افغانستان د امنیت او ناامنیو سره مبارزی په برخه کې، مخکې خپل ډیر فرصتونه له لاسه ورکړی دی.
هغه هیواد چی تراوسه یی جنګی او دفاعی بودجه خارجی مرستې تامینوی او امنیتی ځواکونو حیات ادامه لپاره، د یادو مرستو دوام ته اړتیا شته، نه شی کولای چی ددی کار لپاره اختصاص شوی منابع د یو آزمایښت او خطا لپاره مصرف کړی.
له بل لوری، باید د یاده ونه ایستل شی چی په تیرو کې افغانستان د سیمه ایز امنیتی ځواکونو تجربه لری؛ هغه تجربي چی د ډیرو امنیتی مسایلو پوهانو په پاور، چندان کامیابه نه دی.
سیمه ایز پولیس، خلګو خیزش ځواکونه او نور مشابه ځواکونه، هغه تجربی وو چی د افغانستان امنیت بومی کولو په منظور، تر آزمایښت لاندی ونیول شو؛ خو په نهایت کې، نه یواځې داچی وضعیت د خلګو په ګټه تمام نه شو؛ بلکه بالعکس، دا ځواکونه د خلګو حقوق فاحش نقض سره، مرکزی دولت امنیتی سیاستونو تخطی او حتی دولت ضد مسلح تروریستانو ډلو او تراضیو باندی بدل شو او په دی ترتیب، ددی پرځای چی امینت تامین او تروریزم سره مبارزی په برخه کې مرسته وکړی، نوی تازه مشکلات رامنځته کړي او افغانستان امنیت نور هم پیچلي کړي.
د منتقدانو په باور، سیمه ایز ځواک، تازه نوم دهغه ماته خوړلی تجربي دی چی امتحان شوی او ماته خوړلی دی.
ددی تجربه بریالیتوب په وړاندی یو د مهمو مشکلاتو څخه، مرکزی دولت سلطه او اقتدار نه شتون پر ټول هیواد او بالخصوص ناامن سیمو باندی دی.
دولت نه شی کولای چی خپل تر پوشش لاندی امنیتی ځواکونو مالی، تسلیحاتی او مشکلاتو باندی د هیواد په ناامنو برخو کې ښه نظارت ولری او هغوی د خلګو حقوق نقض او د مرکزی قوماندی تصمیمونو سرغړونو څخه منع کړی. په همدی دلیل، دا ځواکونه په سادګی سره په غیری مسؤول مسلح عناصرو باندی بدلیږی چی په نتیجه کې، دولتی ضد ځواکونو او هغوی ترمنځ چنداندی توپیر نه پاتیږی؛ ځکه دواړه د هیواد امنیت لپاره، ګواښ او مشکل بلل کیږی او دامنیت رامنځته کیدو په وړاندی خنډ ګرځې؛ په دی توپیر چی تروریستان مستقیمآ د دولت سرچینو څخه تغذیه نه کوی خو ددی سمیه ایز ځواکونو ټول اړتیاوی د دولت له لوری تامینیږی.
بناپردی، پوهان وړاندیز کوی چی د یو ماته خوړلی تجربی بیا آزمایلو پرځای، دولت بادی مرسته کوونکی هیوادونه وهڅوی ترڅو، د ملی امنیت او ځواک او پولیس او نورو رسمی ځواکونو آمار او کیفیت ته بدلون ورکړی، د هیواد ملی هوایی ځواک تجهیز او پیاوړی کړی او خارجی دخالتونو ته د پای ټکې کیښودل شی.
 
https://avapress.com/vdcdkz0f5yt09n6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته