دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۳
د مطلب کود : 161100
هلمند؛ انسانی مبارزه که غیری انسانی جنګ

د هلمندیانو غذای اعتصاب د دینی علماوو په منځګړیتوب سره پای ته ورسیده؛ خو هغوی اعتراضی تجمع همداسی ادامه لری.
 
هلمندی لاریون کوونکې دری ورځې مخکې هغه وخت په غذایی اعتصاب یا خوړو اعتصاب باندی اقدام وکړ چی د هغوی غوښتنه د جنګ درولو لپاره د طالبانو له لوری رد شو. د خلګو سولې غورځنګ کمپاین هغه وخت شروع شو چی د نوروز دریم ورځې بمب چاودنه د لشکرګاه ښار ورزشګاه په وړاندی لږ ترلږه ۱۵ تنه وژلي او په لسګونه تنه ټپیان کړل. ددی ولایت خلګ ددی پیښی په غبرګون د بیلابیلو سیمو څخه لشکرګاه ته راغلی او تحصن خیمه اوچت کړي.
قرار وو چی پنجشنبه په ورځ، د لشکرګاه او موسی قلعه ترمنځ ۲۰۰ کیلومتری لاره چی د طالبانو ترکنترول لاندی وو، پیاده طی کړی.
طالبان د هغوی لاریون برنامی په غبرګون په دی بیان سره چی هغوی د سولې تامین لپاره دی او امریکایانو اشغال هغوی جنګ ته مجبور کړي، د هلمند خلګو څخه غوښتي ترڅو د امریکایانو پایګاوو په وړاندی لاس په لاریون او اعتراضاتو ووهی.
شاید په نړۍ کې، بی ساري وی چی د جنګ ضد لاریون کوونکې، غذایی اعتصاب باندی اقدام وکړی. د غذا اعتصاب د هغه کسانو آخری اسلحه ده چی د یو وضعیت څخه، په تنګ شوي او په عینی حال کې، هیڅ بل وسیله او امکان د حاکم وضعیت سره مبارزی لپاره ونه لری او مجبور وی چی خپل ژوند په ګروي کښیږدی.
هلمند په تیرو ۱۷ کالو کې، د غیری انسانی جنګ اصلی مرکز او خارج څخه تحمیلی جنګ اصلی مرکز پاته شوي دی؛ هغه جنګ چی هيڅ لوری یی، هلمند خلګو پوری اړه نه لری او د هغوی لپاره نه جنګیږی؛ خو ددی غیری انسانی جنګ اصلی لګښت او زیان هغه خلګو ته رسیږی چی هیڅوک یی ملاتړ نه کوی.
په هلمند کې جنګ په همغه اندازه سره چی نامربوطه او خارج څخه تحمیلی ده، داسی څه نه ده چی خلګو څخه پټ وی.
په هغه ولایت کې د نړۍ مخدره توکو تولید کارخانی او د هلمندی بزګرو او خلګو برخه د مخدره توکو تولید څخه، یواځې یو بین المللی شرمساری او د اعتیاد پراختیا ده، ددی تور تجارت ګټه بین المللی مافیاوو، نړۍ قدرتمند ځواکونو، تروریزم او تروریزم ضد جنګ لورو او سیمې او نړۍ استخباراتی سازمانونو جیبونو ته ځې.
نو هلمند خلګ، په تنګ شوی، د تروریزم څخه، مخدره توکو څخه، جنګ څخه، ناامنی څخه او وژنو څخه...
ددی خلګو سوله غوښتنې غږ ټوله هغه کسان باید واوری چی په یو ډول سره په دی ځمکه کې دروغین تحمیلی جنګ رامنځته کړی او ادامه ورکوی.
 
په دی منځ کې، طالبان هم ښه وایی چی لاریون کوونکې او معترضین باید د امریکایانو پایګاوو په وړاندی لاریون وکړی؛ ځکه که امریکایان نه وی، تروریستان هم د جنګ لپاره کوم بهانه نه لری؛ سربیره پردی ټوله پوهیږی چی د تروریزم سره مبارزه، یو کاذب او جعلی پوشش ده؛ لکه څنګه چی د مخدره توکو سره مبارزه، یو لوی دروغ ده.
بناپردی، د هلمند خلګ د تروریستانو او هم تروریزم ضد جببه د امریکا رهبری سره، په وړاندی معترضه دی.
هغوی سوله غواړی.
هغه کسان چی دا حق د هغوی څخه اخیستي، د هغه وضعیت مسؤول دی چی هغوی تحصن او لاریون او اعتصاب ته مجبور کړی.
هلمند خلګ یو انسانی او مدنی وسیلی په توګه د غیری انسانی جنګ سره مبارزی لپاره ورڅخه ګته اخیستل کیږی او دا همغه څه ده چی هغوی مبارزی ته ارزښت ورکوی او ورڅخه ملاتړ د افغانستان ټولو خلګو ملی دنده ده.
 
https://avapress.com/vdce7z8z7jh8pzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته