کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ترکیه، افغانستان او پاکستان په اړیکو کې بندون ماتوی؟

23 حمل 1397 ساعت 10:30



 
د ترکیه لمړۍ وزیر، کابل ته سفر په لړ کې او افغانستان رهبرانو سره په لیدنه کې وویل: هیواد یی په نږدی وختونو کې د افغانستان او پاکستان مشرانو ترمنځ ناستې کوربه توب کوی.
ییلدریم وویل چی د افغانستان او پاکستان دوه اړخیزه اړیکو او ددواړو هیوادونو ترمنځ د سولې خبرو اترو څخه ملاتړ کوی او ترکیه د همدی لپاره، د افغانستان او پاکستان او ترکیه ترمنځ دری اړخیزه ناسته د دری اړخیزی مکانیزم په چارچوب کې رامنځته کوی.
ارګ ماڼۍ هم د یو اعلامیه په خپرولو سره ویلی دی: دواړه لوری د امنیتی، اقتصادی، تروریزم سره مبارزی، سولې پروسی، تعلیمات او عالی زده کړو په برخه کې، کلتوری مناسبات او دواړو هیوادونو ترمنځ هر اړخیزه اړیکو پیاوړی کولو لپاره، بحث او خبری اتری کړی.
ییلدریم د افغانستان حکومت سولې طرحي څخه ملاتړ وکړ او د طالبانو څخه وغوښت ترڅو هغه ډله سولې پروسی سره یوځای شی او د منځته راغلی فرصت څخه ګټه پورته کړی؛ ځکه چی دا طرحه یو تاریخی او بی ساری فرصت دی.
سیمه ایز مسایلو کارپوهان وایی چی ترکیه د پاکستان سره پياوړي اړیکی لری. دا اړیکی نظامی اړخونه هم لری.
اسلام آباد چارواکې هر وخت آنکارا ته د یو سیاسی او ایدئولوژیک ملاتړ په حیث نظر درلودلی دی.
په اخیرو کلونو کې چی افغانستان، له یو اړخه د پاکستان ملاتړ لاندی تروریستانو جولان او له بل اړخه امریکا او ناتو نظامی تهاجم لاندی قرار نیولی دی، د ترکیه او پاکستان نقش، په همزمان وخت کې د افغانستان سولې او جنګ معادلاتو کې پیاوړی شوی او ارزښټ پیدا کړی دی.
له بل لوری ترکیه د طالبانو سره هم نسبتآ مطلوبی اړیکې لری؛ داسی چی ځینی تیر مشران د طالبانو څخه، د درمان په بهانه، استانبول ته تللی او تر یو وخت پوری هلته اقامت درلودلی دی؛ هغه اړیکی چی هیڅ وخت افغانستان جنګ کې داخل لورو ته حساسیت نه دی رامنځته کړی؛ شاید ددی کار دلیل، له یو لوری په افغانستان کې ناتو په مشری ترکیه نظامی اردو شتون او له بل لوری ددی هیواد اړیکی د پاکستان سره وو.
د همدی لپاره وو چی ترکیه د طالبانو لپاره سیاسی دفتر رامنځته کولو لپاره یو د ټاکنو څخه وو؛ هغه پیښه چی په دوحه کې طالبانو سیاسی دفتر رامنځته کیدو سره پای ته ورسیده.
په دی حساب سره، ترکیه دا هیله درلوده چی افغانستان پیښو کې څه امنیتی یا هم نظامی او یا سولې پروسیه کې نقش ولری.
په دی توګه، دا مسایل ددی لامل نه ګرځې چی کابل، ترکیه نقش د سولې په برخه کې نادیده ونیسی.
په دی حال کې، یو مشکل چی شتون لری دادی چی ترکیه هم د امریکا، چین، سعودی عربستان، اروپایی هیوادونو په شان د پاکستان سره اړیکو لپاره نه غواړی چی خپل اړیکی د افغانستان لپاره د سولې په پروسیه کې قربانی کړی.
له بل لوری، دا هیوادونه حتی حاضر نه دی چی خپل اړیکی د طالبانو سره د اشرف غنی سولې برنامه تحقق لپاره قربانی کړی.
د همدی لپاره دا ناسته هم د نورو مشابه ناستو په شان، بیله دی چی کوربه هیواد سیاسی نقش پیاوړي کولو کې رول ولری، بل کوم ګټه نه لری.
 
 


د مطلب کود: 161682

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/161682/ترکیه-افغانستان-او-پاکستان-په-اړیکو-کې-بندون-ماتوی

آوا
  https://www.avapress.com