دخپریدو نیټه :جمعه ۲۴ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۸
د مطلب کود : 161753
روسیه او امریکا تقابل، د سوریه جنګ راتلونکې فصل

 
د روسیه ولسمشر خاص نماینده د سوریه په چارو کې خپل یو غیری منتظره او نا اعلان شوی سفر په جریان کې تهران ته تللی او د ایران ملی امنیت عالی شورا سره لیدنه کړي او د سوریه آخری بدلونونو او همدارنګه د اسراییل رژیم اخیرو بریدونو په اړه د هغه هیواد سره خبری اتری وکړی.
الکساند لاورنتیف او علی شمخانی همدارنګه د دونالد ترامپ ګواښونو په اړه د سوریه په چارو کژ نظامی مداخلی لپاره یو د بل سره محرمانه خبری اتری درلودلی دی.
د اسراییل رژیم برید د (t-4) پر هوایی ډګر باندی چی په سوریه کې څو تنه ایرانی نظامی مشاوران یی ووژل او همدارنګه د اسلامی جمهوریت تصمیمات ددی اقدام په وړاندی د اصلی موضوعاتو څخه په دی لیدنه کې وو.
تیره ورځ یو خبر د روسیه ځواکونو پوره آمده باش په اړه په سوریه کې خپور شو او ددی هیواد خبرداری اسراییل رژیم ته.
ترکیه رسنۍ هم اعلان کړ: روسی جنګیدونکې الوتکې نن لږ ترلږه څلور ځلې د یو.اس.اس امریکایی دونالد کوک پر سر باندی، چی مدیترانه دریا په اولو کې دی پرواز کړي.
استراتژیک مسایلو کارپوهان وایی چی دا پیښی خبر ورکوی چی په سیمه ایزو معادلاتو کې یو لوی بدلون لراځې؛ هغه بدلون چی یو ځل بیا د سوریه ۸ کلنه جګړه رامنځته کیدونکې خبر ورکوی.
سوریه چی خپل ملاتړ کوونکو په مرسته، د امریکا او اروپا او اعرابو او ترکیه لاس آموزه تروریستانو باندی خپل نهایی بریاوو کې دی، دا یو بل سناریو جوړونه ده چی سوریه جنګ نوی فصل ته لاړ شی.
د دوما په اړه کیمیاوی برید سناریو ادعا چی د امریکا او د هغه هیواد سره ملګری تروریستانو له لوری په سوریه کې رامنځته شوی دی، کولای شی یو بهانه د سوریه جنګ نوی فصل ته وی.
دا اخذ د نورو نشانو څخه هم پیاوړۍ کیږی؛ په سپین ماڼۍ کې د ترامپ امنیتی تیم ځای پرځای کیدنی څخه تر فرانسه شنه څراغ پوری د امریکا سره هملاریتوب لپآره سوریه کې واشنګتن احتمالی نظامی برید په صورت کې.
کارپوهان وایی چی په امریکا کې د ترامپ امنیتی ټیم میانه روه عناصرو برکناه کول یا اخراج او د امریکا ولسمشریز ملی امنیت مشاورت په سمت کې د جان بولتن په شان رادیکالی او افراطی څیرو انتصاب او همدارنګه د مایک پمپئو ټاکل کیدنه د امریکا خارجه وزیر په حیث ټوله ددی شکاره کوونکې دی چی امریکا سیاست د جنګ هوادار افراطیونو په لاس لویدلی دی او په دی توګه، په خاورمیانه کې د بل جنګ رامنځته کیدنه د انتظار نه لیری نه دی.
سربیره پردی، د محمد بن سلمان اخیر سفر امریکا ته او همدارنګه دهغه اری سفر و فرانسه ته په دی معنی دی چی سعودی رژیم هڅه کوی ترڅو واشنګتن او پاریس وهڅوی چی سوریه سره مستقیم جنګ ته ورشکیل شی؛ هغه جنګ چی په قوی احتمال سره، که رامنځته شی، لګښت یی د همیشه په شان ریاض رژیم په غاړه واخلی.
مخکې هم هغه وخت چی ترامپ اعلان کړ چی قصد لری امریکا نظامی ځواکونه د سوریه څخه وباسی او هغوی باندی لګښتونه د امریکا زیرساختونو باندی مصرف کړی، ځینی رسنۍ د امریکا دولت سرچینو څخه په نقل سره ولیکل چی ترامپ ویلی دی چی په هغه صورت کې به په سوریه کې پاته شی چی سعودی عربستان رژیم لګښتونه یی په غاړه واخلی.
په دی حساب سره، داسی په نظر رسیږی چی د سعودی ولیعهد اخیر سفر په لړ کې سعودی رژیم دی ته آماده دی چی د سوریه لوی جنګ لګښت هم تامین کړی؛ هغه جنګ چی باید د امریکا او فرانسه له لوری د کیمیاوی تسلیحاتو څخه ګټه اخیستنې په بهانه، د دمشق دولت په وړاندی رامنځته شی.
په دی منځ کې، ددی هیله هم نشته چی روسیه او ایران په شان قدرتونه چی په سوریه کې نظامی حضور لری، ددی نوی سناریو په وړاندی بی تفاوته کښینی او تهران محرمانه خبری اتری هم شکاره کوی چی دواړه هیوادونه د سوریه نوی جنګ لپاره آماده کوی؛ هغه فصل که شروع شی، بیله شکه، د ټول نړۍ اوسنۍ راهبردی معادلات به تر اغیز لاندی راوړی او سوله او امنیت په بین المللی ابعادو کې، بنیادی بدلون ورکوی؛ هغه جنګ چی په یومعنی، شروع یی د امریکا له لوری دی؛ خو پای یی په هیڅ توګه لکه څنګه چی واشنګتن او ملاتړ کوونکې یی محاسبه کړی دی، به نه وی.
 
https://avapress.com/vdciwzazpt1aqy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته