دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۳
د مطلب کود : 162038
د دیورند مشکلات؛ د مشکلاتو ریشه په کوم ځای کې ده؟

 
د پکتیا ولایت دند پتان ولسوالی کې د افغان او پاکستانی نظامیانو ترمنځ څو ساعته نښتي شوي او وروسته دا نښته درول شوي ده.
ددی نښتی درونه، د دواړو لورو مشترک ناستې حاصل دی چی د دوشنبه ورځ غرمی وروسته ترسره شوه.
افغانستان امنیتی چارواکې، په دی ناسته کې پاکستانې نظامیانو ته خبرداری ورکړ چی که یو ځل بیا افغانستان مرزی برخو باندی برید وکړی، ډیر بد راتلونکې به ولری.
فریدون فیاض؛ د مرزی پولیسو ارګان مشر په جنوب ختیځ حوزه کې وویل: هر تحرک چی تاسو ( پاکستانی نظامیان ) په سرحد کې ترسره کوی باید مقابل لوری په جریان کې وی؛ خو متاسفانه دا کار تراوسه نه دی ترسره شوی.
په دی منځ کې، پاکستانی نظامیان جنګ حل لاره نه بولی او د جنګ درولو باندی ټینګار لری.
که څه هم دا نښتې د درو پاکستانی سرتیرو وژل کیدو او درو نورو نیول کیدو سره پای ته ورسیده؛ خو هیواد نظامیان او ددی ولسوالی اوسیدونکې د پاکستانې ځواکونو احتمالی بریدونو په وړاندی ځواب ورکولو ته آماده باش په حال کې دی.
معمول غبرګونونه دی نښتو په اړوند غالبآ یو دوه مخیزه پیغام دی؛ هغه پیغام چی له یو لوری د جنګ او نښتو څخه د تورخم په مرزکې د افغان آو پاکستانې ځواکونو ترمنځ، ملاتړ او ستاینه کوی او د بین المللی ملاتړ کوونکو څخه چی په پياوړی احتمال سره مقصد یی امریکا دی غواړی چی په دی کار کې، افغانستانی نظامی ځواکونو ملاتړ وکړی او پاکستان په وړاندی عمل وکړی او له بل لوری، د هیواد دیپلماسی دستګاه څخه غواړی چی د یو مثبت دیپلماسی څخه په ګټې اخیستنې سره، د پاکستان سره مذاکری ته وردننه شی او ددواړو ګاونډی هیوادونو ترمنځ مرزی مشکلاتو کمولو کې مبادرت وکړی.
په دی حال کې، داسی په نظر رسیږی چی ددی غبرګونونو جنګ غوښتونکې لوری هر وخت پررنګه دی. شاید په اوسنۍ شرایطو کې، ددی څخه لوړ غوښتنه شتون ونه لری؛ ځکه د مرزی سختو نښتو په ترڅ کې، هم په افغانستان او هم په پاکستان کې، غیرت او ملی احساسات په اندیښمنده توګه راپورته شوي ده.
ټوله د جنګ څخه خبری کوی؛ د پارلمان نمایندګانو څخه تر امنیتی دستګاه ویاندانو او ترڅو ټولنیز عادی شبکو پوری؛ خو هیڅ یو د جنګ پایلی او نتیجه ته پام نه کوی.
هیڅوک دا فکر نه کوی چی موږ د یو داسی هیواد سره په ګاونډیتوب کې یو چی اتمی هیواد دی او همدارنګه په افغانستان کې د وژنو ماشین په کار اچولو، تاوتریخوالو رامنځته کولو او ترور او بحران او ناامنی رامنځته کول په اختیار کې لری. داسی هیواد چی بین المللی تعهداتو یو تعهد ته هم مسؤولیت احساس نه کوی؛ ځکه چی د امریکا او چین او... په شان لویو قدرتونو تر ملاتړ لاندی حرکت کوی.
په دی حساب سره، اسلام آباد رژیم کارکوونکې، زموږ څخه بدلی اخیستلو لپاره یواځې کافی ده چی یو څه نور هم په افغانستان کې تروریستی جنګونو اور شعله وره کړي.
له بل لوری، دا حقیقتونه ډیر ځلي ثابت شوی چی امریکا مخکې له دی چی د افغانستان ارضی تمامیت او دفاع په وړاندی او هیواد خارجی تیریو په وړاندی زموږ هیواد سره متعهده وی، د هغو ټولو بندونو باندی پایبنده ده چی د پاکستان سره لری.
په دی حقیقت باندی پوهیدو لپاره، کافی ده چی لږ څه شاته ولاړ شو او کنر او نورستان او ننګرهار او... کې د پاکستان توغندیو غورځونو څخه یادونه وکړو چی امریکا په وړاندی یی بی تفاوته دی.
په دی حساب که قرار وی چی خپل هیواد ملی اقتدار مولفی د امریکا کاغذی پیمان په اساس بنا کړو، نو زموږ رخچینه به باد یوسی.
ددواړو هیوادونو ترمنځ مرزی مشکلاتو ته په کتو سره، کارپوهان وایی چی دیورند مسئله د افغانستان او پاکستان دوه اړخیزه اړیکو باندی سیوری اچوی. هغوی هم په دی برخه کې ټینګار کوی چی که چیری دا تاریخی خنډ له منځه ولاړ نه شی نو دا به دواړو هیوادونو بالخصوص افغانستان ته لوی ګواښ رامنځته کړی.
د څیړونکو په باور، لږ ترلږه په افغانستان کې پاکستان امنیتی ضد سیاستونه ځینی برخې هم خپله دیورند مسآله پوری اړه لری او که دیورند مسئله په رسمی توګه حل او فصل شی، هم افغانستان دا فرصت پیدا کوی چی مرزی روشانه سیاستونو باندی اقدام وکړی او په دی ترتیب، پاکستان افغانستان ته تروریستانو لیږد توان ونه لری او همدارنګه د پاکستان له لوری مرزونو مسدودولو څخه به په آمان یو.
په دی حساب سره، کابل باید د دیورند خط برخلیک په اړه د یو بین المللی بیطرف مرجع تر نظر لاندی د اسلام آباد سره دوه اړخیزی مذاکرات شروع کړی.
 
https://avapress.com/vdcfm0dycw6dvxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته