دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۱
د مطلب کود : 162385
کابل لویدیځ کې وژنې، مسؤول څوک دي؟

 
د کابل په لویدیځ کې د پولیسو شپږم حوزه مربوطه سیمو کې د تذکرو ویښ مرکز باندی د اتنحاری برید ۹ ساعته وروسته، د عامه روغتیا وزارت تایید کړی چی تراوسه ۵۷ تنه په دی پیښه کې شهید شوی او ۱۱۹ تنه ټپیان شوی دی.
خو عینی شاهدان وایی چی ددی پیښی تلفاتو آمار ددی څخه هم ډیر وو.
د هغوی په وینا، ځانمرګی برید کوونکې، هغه وخت ځان ته چاودنه ورکړی چی په سلهاوو تنه د تذکرو د اخیستلو لپاره په دی سیمه کې صف جوړ کړي وو.
طالبان په دی برید کې لاس درلودل رد کړي خو داعش ډله ددی برید مسؤولیت په غاړه اخیستی دی.
ناظران وایی چی طالبان او داعش، یو بهانه دی، یو پوشش دی، یو توجیه دی، د مسؤولیت څخه تیښته ده او د هغه کسانو له لوری چی هره ورځ د خلګو څخه د رای ورکولو لپاره نوم لیکنې لپاره غوښتنې کوی او هغوی نوملیکنې ته هڅوی، د مسؤولیت څخه تیښته ده.
هغوی د هغه خلګو ژوند لپاره مسؤول دی چی هغوی د ټولو ستمونو، جفاګانو، حق کشیو، وژنو، خیانتونو او جنایتونو سربیره د هغوی غږ ته لبیک ویلی، مسؤول دی.
داعش یا بل تروریستې ډله، د افغانستان خلګو دشمن دی. د هغوی لپاره هیڅ توپیر نه لری چی څوک او ولی وژل کیږی، هغوی د وینی څخه ماړه کیږی، د مرګ څخه تغذیه کوی او د جنایت څخه راضی کیږی او قدرت نیسی؛ خو آیا هغه کسان چی سیاسی او امنیتی حساسو څوکیو باندی تکیه وهلی دی او ټوله ورځې خلګ د نوملیکنې لپاره هڅوی، په دی پیښو کې بی تقصیره دی؟
ولی هغوی ونه غوښتل یا ونه توانیدل چی د رای ورکولو نوملیکنې یو مرکز امنیت تامین کړي؟ دا نو یو مسجد یا کلتوری مرکز نه وو چی دولت ووایی چی د امنیت په وړاندی یی کوم مسؤولیت نه لری او د برنامه جوړونکې خپله باید امنیتی ګواښونو ته فکر کړی وای!
د څیړونکو په باور، دولت مسؤول دی او که دا پیښه ددی لامل شی چی خلګ د همیشه لپاره دولت ته شا کړی او نور هیڅ دولتې برنامه او یا پروسی ته ولاړ نه شی، د دولت مسؤولیت په دی برخه کې دوه چنده کیږی، هغوی خپل نقش ښه لوبوی، خپل سهم په ښه توګه ترسره کړ او د ټولو کمیو شتون سربیره، بیا هم راغلل او د رای ورکولو لپاره نوملیکنه وکړه؛ خو دولت د همیشه په شان، شاته پاته شو او خپل مستقیم مسؤولیتونو باندی عمل ونه کړ د شیعه وژنې او هزاره وژنې په وړاندی چوپتیا غوره کړ او سیل یی وکړ او په یو ساده محکومیت یا غندنې باندی اکتفا وکړ.
دا تګلاره د ډیرو صاحب نظرانو په باور، د دولت لپاره به ډیر درانده راتلونکې ولری؛ هغه خلګ چی ډله په ډله وژل کیږی د جنوب اوسیدونکو په شان کولای شی سختو ټاکنو باندی لاس پوری کړی؛ هغه ټاکنې چی په هیڅ ډول د دولت لپاره مطلوب نه دی او بیله شکه د سیاسی رهبرانو سلطه دوام سره مرسته نه کوی.
که هغه لاسونه چی د دولت دننه تروریستانو سره مرسته کوی، افشا نه شی او مجازات نه شی، خلګ به خپله ددی برخلیک لپاره تصمیم ونیسی؛ دا هغه درس دی چی تاریخ موږ ته رازده کوی او ډیر غمناکه دی چی د ډیرو ماتو سره سره بیا هم همغه لاری ته روان یو.
 
 
 
https://avapress.com/vdcaaun6m49nie1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته