دخپریدو نیټه :جمعه ۲۱ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۵
د مطلب کود : 163423
په کابل کې ناامنی؛ هیڅ ځای امن نه دی

 
په مجلس کې د خلګو ځینی نمایندګان وایی چی په ناامنیو کې د حکومت دننه ځینې حلقات لاس لری او خپل شخصی ګټوته ملی ګټو په نسبت ترجیح ورکوی.
محمد نعیم لالی حمیدزی؛ د قندهار نماینده په مجلس کې وویل: د ملی امنیت مشر ښاغلی ستانکزی د داعش پروژی مسؤول دی.
مسؤول هغه تروریستان دی چی خلګ قربانی کوی. زه په سند سره دا خبری کوم. په اکثرو ناامنیو کې څو تنه محدود کسان په حکومت کې لاس لری او سولې برنامه شتون نه لری.
اقبال صافی؛ د مجلس داخلی امنیت کمیسیون مشر هم وویل: په دفاع وزارت کې بی کفایتی شتون لری. جنګ نه شی کنترولولای. د هیواد څخه دفاع نه شی کولای. حتی هغه کسان چی په محاصره کې قرار لری، ژوند یی نه ژغورل کیږی او باید د نظامیانو وینې سره لوبه ونه شی.
عبدالستار درزابی؛ د فاریاب نماینده وویل: ملی وحدت یواځی یو شعار دی. دا نظام شخصی نظام نه دی. هغه کسان چی قدرت ته رسیدلی دی د ملت په غم کې نه دی او ولسمشر د قومی موضوعاتو سره سراو کار لری.
کارپوهان هم وایی چی ددی ورځو بریدونه چی پلازمینه کابل کې د ختیځ څخه تر لویدیځ پوری همزمان رامنځته شو، یوځل بیا شکاره کړ چی د ناامنیو لمن په بی ساری توګه پلازمینی امن سیمو ته غځیدلی دی او په دی توګه، نور هیڅ ځای امن نه دی.
په داسی شرایطو کې، د پوهانو په باور، حق د مجلس نمایندګانو او خلګو سره دی چی دولت بالخصوص امنیتی مسؤولینو باندی سخت نیوکې او تورونه ولګوی؛ ځکه جاری خطرناک وضعیت ته په کتو سره، مساله یواځی بی کفایتی او ضعف نه دی. پیاوړۍ لاسونه شته چی تروریستانو سره مرسته کوی ترڅو خپل نقشی په پلازمینه کې عملی کړی.
په داسی حالت کې، هغه لمړۍ څیز چی خپل معنی او مبنا له لاسه ورکوی سوله د تروریستانو سره دی چی په ټول توان او لږ فرصت سره خپل صدمي د افغانستان پر خلګو باندی واردوی او همدارنګه وحشت او تاوتریخوالی او ترور یواځنی لاره هدف ته رسیدو لپاره بولی.
په دی منځ کې هیڅ داسی هیله د دولت او حکومت سرانو څخه شتون نه لری؛ ځکه پلازمینه، ډیر خراب وضعیت تجربه کړی دی؛ خو هغه څه چی هیڅ بدلون نه دی کړی، د حکومت عزم او اراده د تروریستانو سره سولې لپاره دی.
په دی حال کې، د پوهانو په باور، دا وضعیت د همیشه لپاره به ادامه پیدا نه کړی. خلګ که دا نتیجه ته ورسیږی چی وحشت او وینی تویونې پای ته رسیدونکې نه دی او له بلی خوا د امنیتی نهادونو او دولت صادقانه تدابیر او مسؤولیت پذیری څخه ناهیله شی، دولت په یواځیتوب سره نه شی کولای خپل یو اړخیزه سیاست ته د تروریستانو سره سولې لپاره ادامه ورکړی.
په هغه صورت کې، یا به ټول څه د تروریستانو په کام کې سقوط وکړی او یا به خلګ خپله د خپل برخلیک د بدلولو لپاره عمل وکړی بیله دی چی د دولت تصمیم او اجازه ته صبر وکړی.
که بحران په همدی ډول ادامه پیدا کړی، څوک به نوی بحران ته ننوتلو ته بیره ونه لری.
دا هغه پیغام دی چی د مجلس نمایندګانو سختو نیوکو کې هم تر ټینګار لاندی قرار ونیول.
سوله، بیله دی چی یو بی ځایه لوبه وی بل څه نه ده.
جنګ هم د مظلوم سرتیرو یواځنی سهم دی چی د محاصره وو تجربه کولو سربیره، د مرکز څخه هیڅوک هغوی غږ ونه آوریده.
په داسی وضعیت کې، هغه لمړۍ څه چی له منځه به ولاړ شی، دولت ته دخلګو باور او اتکا دی.
په دی حساب سره، حکومت مشران ددی بحران له منځه وړلو لپاره، باید ژور او اساسی بدلونونه په امنیتی نهادونو کې د عالی مقام څخه تر کښتني مقام پوری، رامنځته کړی او خلګو معقول او مشروع غوښتنو ته، مناسب ځواب ورکړی.
دا یواځنۍ لاره ده چی پاته دی.
 
https://avapress.com/vdcewx8zxjh8pei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته