دخپریدو نیټه :جمعه ۲۸ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۳
د مطلب کود : 163835
فراه؛ هغه فاجعه چی د مخنیوي وړ وه

 
محمد علم ایزدیار؛ د سنا مجلس لمړي معاون د ثور ۲۵ سه شنبه په ناسته کې په مجلس کې وویل: حکومت د هیواد وضعیت مدیریت څخه عاجز شوی او طالبان په ډله ایز بریدونو ترسره کولو سره د فاره ښار ملی امنیت ریاست محاصره کړی دی چی د مدیرانو او ملی وحدت حکومت مشرانو بی کفایتی شکاره کوونکې دی.
ښاغلی ایزدیار ټینګار کړی چی د ټولو وینو مسؤولیت چی په هیواد کې تویول کیږی د حکومت مشرانو په غاړه ده او که هغوی نه شی کولای وضعیت مدیریت کړی نو باید شرافتمندانه استعفا ورکړی.
د هغه په وینا، افغانستان د یو پیچلی جنګ په وړاندی قرار نیولی دی او ملی وحدت حکومت مشران ددی جنګ مدیریت توان نه لری.
نادر بلوچ؛ د سنا مجلس بل غړۍ هم وویل: مسلح قواوو اعلا سر قوماندان د جنګ رهبری کولو او مدیریت توان نه لری او باید یو نظامی تشکیل شوی شورا د ۵ څخه تر ۶ میاشتو پوری د ځواکونو مشری په لاس کې واخلی.
کارپوهان هم وایی چی په فراه کې جاری نښتې د مخنیوی وړ وو. د هغوی په باور دا نښتې په داسی شرایطو کې رامنځته کیږی چی فراه وضعیت، د مخکنیو میاشتو څخه، بحرانی او خراب وو او طالبان د حکومت د سلطه کمولو لپاره پردی ولایت باندی، آمادګی او لوی برنامه جوړولو په حال کې قرار درلود.
له بل لوری، د سیمه ایزو قدرتونو د پښو نښته د فراه په جنګ کې شکاره دی او طالبان په یواځیتوب سره ددی جنګ ادامه او مدیریت او رامنځته کولو او طراحی توان نه لری.
په دی حساب سره، د کارپوهانو په باور، په داسی حال کې چی د فراه پخوانی والی، ددی ولایت بحرانی وضعیت له امله خپل دندی څخه استعفا ورکړه او پولیس قومانده هم بدل شو او د طالبانو پراخ تحرکاتو سربیره پردی چی امنیتی ځواکونه هره ورځ په دی ولایت کې د طالبانو تر برید لاندی راتلله، مرکزی امنیتی چارواکې، ملی وحدت حکومت مشران او هغوی خارجی ملاتړ کوونکې لکه ناتو او امریکا، هیڅ تدبیر ددی وضعیت د بدلولو لپاره په لاس کې ونه نیوه.
ټوله چارواکې او مراجع چی ونومول شو، پوهیده چی په فراه کې څه د رامنخته کیدو په حال کې دی. سیمه ایز چارواکې، نظامی قوماندانان، امینتی ځواکونه، خلګ، ولایتی شورا غړۍ او چارو پوهان، په مرتبه توګه خبرداری ورکوله او داخلی او خارجی چارواکې هم ددی خبرداریو په جریان کې قرار درلود؛ خو کوم کار ترسره نه کړه.
بناپردی، یا هغوی په حقیقت کې ددی جنګ د مدیریت توان او ظرفیت نه لری او یا هم خپله عمدآ ددی کار ترشا قرار لری چی بحران نور هم پراختیا ومومی او دشمن قدرت ونیسی او امنیتی ځواکونه او خلګ، وژنو او قتلونو سره مخ شی.
په دواړه برخو کې، د منتقدانو په باور، د توجیه لپاره کوم ځای نشته. لکه څنګه چی د سنا مجلس لمړۍ معاون هم ویلی دی چی حکومت مشران باید خپله په عزتمندانه توګه استعفا ورکړی ترڅو خلګ او امنیتی ځواکونه، نور د ناتوانی او د دشمنانو او تروریزم قربانی نه شی.
دا غوښتنه پوره د قانون سره یوشان ده؛ګ ځکه چی په جاری بحرانی او هولناک وضعیت کې هیڅ ډول لمړیتوب د دمشن د ماتې او افغانستان ثبات او امنیت نه لوړ شتون نه لری او که اوسنی رهبران، نه شی کولای ددی لمړیتوب او خپل مسؤولیت د عهده څخه ووځی، نو باید خپل ځای مسؤول کس ته پریږدی.
همدا غوښتنه، د پوهانو په باور، د خارجی ځواکونو څخه هم شتون لری. د طالبانو بساط څه په فراه او د هیواد په نورو برخو کې، په یو ورځ کې د خارجی ځواکونو له لوری ټولیدلای شی؛ که د تروریزم سره مبارزی او افغانستان کې ثبات او امنیت رامنځته کولو لپاره جدی اراده شتون ولری؛ خو فراه پیښه او نور مشابه پیښی په افغانستان کې، شکاره کوی چی دا سناریو، پلان شوی او خارجی عواملو مدیریت سره، مخته وړل کیږی ترڅو افغانستان هیڅ وخت بیګانه نظامی ځواکونو ته د بی اړتیایی احساس ونه کړی.
بیا هم، دا شرایط د همیشه لپاره د ادامه وړنه ده او حکومتی مشران، امنیتی دستګاوو مسؤولین او خارجی ځواکونه، یو ورځ د جاری فجایعو او بحرانونو کې نقش لګښت ورکړی.
 
 
https://avapress.com/vdcbffb8srhb0wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته