دخپریدو نیټه :جمعه ۴ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۹
د مطلب کود : 164207
د یو لوی استراتژی ماته

 
د دفاع او خارجه وزارت څیړونکو او امریکا بین المللی انکشاف اداره، د یو ریپورت په لړ کې لیکلي چی د دونالد ترامپ استراتژی د افغانستان لپاره، د طالب شورشانو به وړاندی ډیر لږ پرمختګ درلودلی دی.
ددی ریپورت نتیجه اخیستنه، د امریکا ځواک اظهاراتو سره په تناقض کې دی چی تیر کال په خزان کې ویلی وو چی افغانان، د امریکا په ملاتړ سره، وضعیت ته بدلون ورکړی او د طالبانو په وړاندی بریالیتوب ته لاره موندلی دی.
امریکایی څیړونکو طالبانو یو سلسله مرګونۍ بریدونو ته په اشاره سره وایی چی طالبان تراوسه خپل تصرف لاندی سیمو د ساتنې توان لری او ډیر مرګونۍ بریدونه په کابل او ټول افغانستان کې ترسره کوی.
په دی ریپورت کې همدارنګه افغانستان ته د امریکایی نویو مشاورینو لیږد او هغوی مشوره ورکونې څخه افغان سرتیرو ته، نیوکې شوی دی.
ددی ریپورت په اساس، دا اقدام به د غیری نظامیانو، خودی بریدونو او امریکایی تلفات به ډیر کړی.
داسی په نظر رسیږی چی کارپوهان هم د دفاع وزارت او خارجه وزارت او امریکا بین المللی پراختیا اداری څیړنو سره په دی برخه کې موافق دی، په دی توپیر سره چی هغوی په باور د هغه ځایه چی دا ریپورت د امریکا دولتی اداراتو څیړونکو له لوری جوړ شوی، په ملموسه توګه محتاطانه او محافظانه نتیجه ګیری کړی دی او بیله شکه ټول حقیقتونه په دی ریپورت کې نه دی منعکس شوی.
دا په داسی حال کې دی چی د پوهانو په باور، ترامپ استراتژی د افغانستان او آسیا جنوب په اړه، نه یواځی داچی تروریزم مهار او امنیت ښه والی کې کوم مرسته نه دکړي؛ بلکه وضعیت یی نور هم خراب کړی دی.
اوس تروریستان د افغانستان دولت سولې غوښتنې ته په بی اعتنایی سره، خپل ترور او وژنو ته ادامه ورکوی او هغه لوی بدلون چی رامنځته شوی دی دادی چی طالبان د افغانستان فعال دولتی مسلح ډلي پرضد، نور یو څو بریدونو باندی اکتفا نه کوی؛ بلکه دا ډله منظم او تهاجمی بریدونو په ترسره کولو سره، ولسوالیو، ښارونو مرکزونو او نویو استراتژیک سیمو د نیولو لپاره اقدام کړي او په دی توګه، داخلی امنیتی ځواکونه او خارجی نظامیان د دفاع په حالت کې قرار ورکړی دی او ددی ځواکونو تلفات په شدت سره ډیر شوی او ترڅنګ یی، امنیت او ثبات ضریب په هیواد کې کم شوی او مرکزی دولت سلطه د یو لوی خطر سره مخ کړی دی.
امریکایی ځواکونو ډیریدو په اړوند وضعیت هم همداسی ده. دا ځواکونه سربیره پردی چی افغانستان خلګو او دولت برخلیک ټاکنې او سیاسی استقلال او ملی حاکمیت ته په نه کتو سره، خپل کسان او صلاحیتونه ډیر کړی، عملآ د ناامنی په مهار کې امنیتی ځواکونو سره هیڅ ډول مرسته نه دی کړی او کوم لوی ګام په دی برخه کې نه دی اخیستی.
دا چی توانیدلی یا نه دی توانیدلی، یو بل بحث دی؛ خو دا حقیقت نه شو ردولای چی ترامپ استراتژی د میاشتونو چوپتیا او مشورت او څو دوره آنالیز نه وروسته تر لاس لاندی ونیول شو او په یو سیاسی او تبلیغاتی مانو سره اعلام او عملیاتی کړل شو، ډیر ژر ماتې سره مخ شو او ددی پر ځای چی افغانستان کې بندون ختمولو سره مرسته وکړی، خپله بندون سره مخ شو او اوس ترامپ ناچاره دی چی یو ځل بیا د یو تریخ ماتې سره مخامخ شی چی خپله د امریکا رسمی سرچینو آمارو په اساس تردی ځایه پوری ۸۳۰ میلیارده دالره د امریکایی مالیات ورکوونکو لپاره لګښت درلودلی دی او د هغه هیواد په سلهاوو نظامیان مرګ خولی ته رسولی دی.
په دی منځ کې، افغانستان امنیتی مسؤولینو او نظامی قوماندانانو او دولتمردانو مثبت نظر او ترامپ استراتژی څخه ښه راغلاست هیڅ ارزښت نه لری؛ ځکه چی امریکایان خپله نتیجه اخلی چی د ترامپ استراتژی نه دی توانیدلی چی وضعیت ته بدلون ورکړی او نور د خبرو ځای نه دی پاته.
هغه څه چی د ناهیلی توب لامل ګرځی، دادی چی افغانستان کې امریکا یو بل خطا په اساس، وضعیت تر کومه حده کیدلای شی چی خراب شی.
 
 
https://avapress.com/vdcfxjdyew6dv0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته