دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۷
د مطلب کود : 164804
طالبانو او پاکستان سازش او افغانستان جنګ برخلیک

 
چارواکې وایی چی طالبانو ارشد مشران په تازګی سره د پاکستان نظامی لوړ پوړي چارواکو سره په کراچی ښار کې لیدنه او کتنه کړي دی.
د شاهین ۲۰۹ قول اردو چارواکې تایی کړی دی چی په تیرو ورځو کې، طالبانو ډلې مشرتابه د ملاهبت الله په شمول د سراج الدین حقانی او ملا یعقوب، د هغه معاونینو سره یو ځای د پاکستانی نظامیانو سره لیدنه کړي دی.
دولتی چارواکې دا منی چی د تیرو ورځو په جریان کې، د طالبانو مشر او هغه معاونین د پاکستانی نظامی چارواکو رسمی دعوت په اساس د هغوی سره لیدنه کړي دی.
د شاهین ۲۰۹ قول اردو په فیسبوک پاڼه کې راغلی دی چی په تیرو ورځو کې، د طالبانو ډلې مشرتابه د ملا هبت الله په شمول د سراج الدین حقانی او ملا یعقوب هغه معاونین سره یوځای د پاکستانی نظامی چارواکو سره لیدنه ترسره کړی دی.
ددی ګزارش په اساس، دا لیدنه د پاکستان کراچی په ښار کې ترسره شوی دی او په هغه ځای کې پاکستانی نظامی چارواکې طالبانو ته تازه دستورونه ورکړی دی.
د هیواد په شمال کې چارواکې وایلی چی پاکستان نظامی چارواکې طالبانو ته امر کړی دی ترڅو د افغانستان نظامیانو په وړاندی چاودنو او انتحاریو ته پراختیا ورکړی.
چارواکې د پاکستانی نظامیانو دا دستور مقصد دا بولی چی د افغان دولتی ځواکونو په مصروفولو سره پاکستان وکولای شی د افغاسنتان سره خپل مرز حصارکشیو ته بیله کوم مشکل ادامه ورکړی.
 ددی لیدنې او کتنې خبره هغه وخت په رسینو کې خپریږی چی په دی اخیرو کې ناتو او امریکایی ځواکونو قوماندان په افغانستان کې د افغانستان او امریکا او اسلامی ګوند نمایندګانو مخفیانه خبری اترو په اړه د طالبانو سره پرده پورته کړی دی.
دا په داسی حال کې دی چی طالبانو رسمی ویاندان دا مذاکرات د اساس څخه ردوی او دا ادعا د عمومی افکارو منحرف کیدنه بولی.
د کارپوهانو په باور، د امریکا او ارګ او ګلبدین حکمتیار مخفیانه خبری اتری احتمالآ د طالبانو همغي ډلې سره دی چی ددی ډلې رهبری رسمی سیاستونو سره د سولې او جنګ په برخه کې موافق نه دی او غواړی چی د کابل او واشنګتن سره مستقیم اړیکو رامنځته کولو سره، د سولې امتیازاتو څخه برخمن شی.
دا په داسی حال کې دی چی طالبانو رسمی ویاندان، د هغه ډلې رهبری شورا او لوړ پوړی رهبرانو څخه خبری کوی؛ د کابل سره هر ډول خبری اتری ردوی او جنګ طبل باندی وهی.
هغوی په حقیقت کې، د مستقل تصمیم ګیری قدرت نه لری؛ بلکه دا خارجی قدرتونه او استخباراتی سازمانونه دی چی د هغوی لپاره خط او مشه ټاکې او برنامی ورکوی ترڅو هغوی لوبه وټاکی.
په دی حساب سره، د دواړو لوړو خبرو افشا کیدنه د یو بل پسی کولای شی د یو معنی لرونکې پیغام لرونکې وی او افغانستان سولې او امنیت راتلونکې لپاره مرګونۍ او خطرناک پیغام ولري.
که څه هم طالبانو او پاکستان یو د بل سره سازش، یو نوی پیښه نه حسابیږی او د همدی لپآره، د طالبانو رهبرانو لیدنه د پاکستانی چارواکو سره، خپله نه شی کولای چی عجیب او د فکر څخه لیری وی؛ خو ددی سازش نوی کیدنه په داسی شرایطو کې چی کابل له یو لوری د طالبانو سره سولې لپاره هیله مند دوی او له بل لوری داسی هڅې جریان لری چی کابل او اسلام آباد ترمنځ د سولې او همبستګۍ سند امضا شی چی په اساس یی، د دواړو هیوادونو ترمنځ پخوانی مشکلات ټوله حل شی او د دواړو هیوادونو اړیکو کې یو نوی فصل پرانیستل شی، ددی شکاره کوونکې دی چی په پاکستان کې اغیزمنده تصمیم اخیستلو اصلی ستون او سیاستونه یعنی نظامیان او جاسوسی سازمانونه یی د افغانستان په وړاندی همغه دی چی پخوا وو.
ددی خبری دلیل هم معلوم دی. لکه څنګه چی ویل کیږی چی پاکستان ځواک د طالبانو مشرانو څخه غوښتې دی چی د افغانستان نظامیانو ته ضربه وهلو لپاره خپل آخری توان څخه ګټه واخلی ترڅو اسلام آباد په آسانی سره وکولای شی د دیورند خط په اوږدو کې مرزی حصارکشی پای ته ورسوی، حقیقت دادی چی ترڅو چی پاکستان مطمئن نه شی چی کابل د دیورند هغه لوری ځمکې تسلط ادعا څخه لاس اخیستی او دیورند لیک د دواړو هیوادونو ترمنځ رسمی خط په حیث په رسمیت نه وی پیژندل شوی، خپل خرابکارانه سیاستونو ته د افغانستان په وړاندی به ادامه ورکړی او پاکستان تر ملاتړ لاندی مسلح ډلې به په آسانی سره ددی اسلام آباد ته دا مقصد ته رسیدل آسانه کړی.
 
 
https://avapress.com/vdciu5az5t1aqv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته