دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۳
د مطلب کود : 165067
پایدار جنګ ترمنځ موقت اوربند
امرالله صالح؛ د ملی امنیت پخوانی مشر د طالبانو سره د حکومت د اوربند اعلان په غبرګون کې ویلی دی چی دا اقدام د امنیتی لحاظه ډیر جدی او احتمالآ مرګونۍ خطرونه به ولری.

اشرف غنی ولسمشر، د پنجشبه په ورځ د طالبانو سره یو اړخیز اوربند اعلان کړ.
امرالله صالح ددی اقدام په غبرګون کې وایی چی سوله او آرامتیا د موعظه او تضرع له لاری لاسته نه دی راغلی.
ښاغلی صالح خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلی دی: د سیاسی او اخلاقی نظره یو اړخیزه اوربند شاید اعلان کولای شی افغانستان کې ملی وحدت حکومت موقف ته نسبی محکمتیا ورکړی؛ خو د امنیتی لحاظه ډیر جدی او خطرناک به وی.
د هغه په وینا، ددی اوربند اعلان د امنیتی او نظامی خطرونو ترڅنګ، امنیتی نظامی ځواکونو صفونو کې روحیه هم کښته راوړی.
د امرالله صالح په شان امنیتی عمدتآ اندیښنی ښودنه کې، کارپوهان وایی چی سیاسی لحاظه هم د یو اړخیز اوربند اعلان یو ډول شاته تګ حسابیږی او هغه پیامدونه چی دولت یی هیله لری به ترلاسه نه کړی؛ ځکه طالبان په دی اقدام سره، داسی به فکر وکړی چی د کابل سوله غوښتونکې سیاست، د هغو درانده تلفاتو او ماتو له امله دی چی دا ډله نظامی جبهه کې د دولتی امنیتی ځواکونو پر سر تحمیلوی؛ بناپردی، خپل دا تګلاری ته به ادامه ورکړی.
له بل لوری، منتقدان وایی چی ددی تصمیم توجیه او تصمیم په کابل کې د هیواد علماوو اخیر ناستې توصیو په اسساس، منطقی لحاظه د دینی عملاوو فتوا هغه برخې سره همخوانی نه لری چی په اساس یی، طالبانو ځواکونو او نورو ډلو جاری جنګ د دولت پر ضد، حرام او ناروا بلل شوی دی.
یو اړخیزه اوربند په یو ناروا او غیری مشروع جنګ کې هیڅ عقلانی اساس نه لری؛ ځکه نه یواځی جنګ او تاوتریخوالی له منځه نه وړی؛ بلکه تروریستان د جنګ ادامه ته تشویقوی او په دی توګه دا ناروا او حرام جنګ ته به لمن ووهی او شعله به یی پراخ شی.
دا په داسی حال کې دی چی د هغه فتوا په اساس، دا طالبان وو چی باید اوربند اعلان کړی وای نه دولت.
شاید سیاسی لحاظه، دا اقدام ددی لپاره ترسره شوی وی چی طالبان د دولت تعهدات او وعدو باندی د هغه ډلې لپاره باور ورکړی او په دی توګه، هغوی هم موقت اوربند او په نتیجه کې دایمی سولې ته وهڅول شی؛ خو لکه څنګه چی په لوړ برخه کې اشاره ورته وشوه او ملی امنیت پخوانی مشر هم ورته اشاره وکړه، دا اقدام، د امنیتی ځواکونو روحیه د جنګ په ډګرونو کې کمزوری کوی؛ ځکه دا تصور رامنځته کوی چی دولت، د تروریزم سره مبارزی توان نظامی تهاجمی لحاظه نه لری او په دی اقداماتو سره، هڅه کوی چی د طالبانو سختګیرانه سیاست کې، رخنه وکړی او هغوی تمایل سولې پروسه ته جلب کړی.
خو طالبان دا اوربند ته هیڅ کوم توجه نه لری او دا هغه څه دی چی تروریستی اخیر بریدونو کې دینی علماوو باندی وښودل شو. که څه هم طالبان دهغه انتحاری برید مسؤولیت په غاړه ونه اخیستل؛ خو برید نفس په دی معنی وو چی مسلح مخالفان او تروریستی جریانات،  د سولې او موعظه ژبی باندی نه پوهیږی او هغوی باید هغوی منطق باندی ځواب ورکړل شی او دا قاعده د طالبانو سره یو اړخیزه اوربند ته هم صادقه ده.
 
 
 
 
https://avapress.com/vdcaimn6049niw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته