دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۶
د مطلب کود : 165326
سنګاپور کې لیدنه؛ د شمالی کوریا او امریکا میز پرمخ شته فرصتونو ته کتنه

 
بهرام قاسمی؛ د ایران خارجه وزارت ویاند د امریکا او شمالی کوریا رهبرانو مذاکراتو په اړه خبرداري سره، د پیونګ یانګ څخه وغوښتل چی په دی اړه هوشیارانه عمل وکړی.
د ایران خارجه وزارت ویاند وویل چی دا لیدنې ته خوشبینه نه دی.
ښاغلی قاسمی وویل: د امریکا تاریخی اړیکو او چلند ته په کتو سره بالخصوص خپله ښاغلی ترامپ چی د خپل ریاست جمهوری په مده کې کارماتونې، تړونونو څخه وتل او او تعهداتو څخه لیری قراردادونه ترسره کړی دی بالخصوص برجام ته په اړوند، یو خوش بینانه نظر و دی مساله ته نه لرو او باور لرو چی کوریا دولت باید په دی اړه پوره هوشیاره وی؛ ځکه چی امریکا حاکمیت ماهیت هغه ماهیت نه دی چی په پوره باور سره په اړه یی قضاوت وشی.
د ایران خارجه وزارت ویاند خبرداره اظهارات په داسی حال کې صورت نیسی چی دونالد ترامپ او کیم جونګ اون د یو بل سره تاریخی لیده کاته لپاره سنګاپور ته تللی دی.
شاید ډیر داسی فکر وکړی چی ددی لیدنې ارزښت دلیل د هغه بی سابقه له امله دی؛ دا چی د دوو متخاصم هیوادونو مشران چی اتمی مرګونۍ بریدونو پوری مخته تللی وو، په نتیجه کې کولای شی د میز پر سر خبری اتری وکړی ترڅو د بین الملل امنیت لپاره یو لوی خطر د دیپلماسی له لاری حل او فصل او مدیریت کړی.
خو دا ټوله کیسه نه ده. دواړه لوری نه غواړی چی ټول څه دا حاکم احساس لپاره قربانی کړی. هغوی هر یو، مقصدونه، ګټی او میز پر سر فرصتونه لری چی باید ورته ورسیږی.
د امریکا لپاره تر ټولو مهم مقصد، د شمالی کوریا اتمی خلع سلاح کیدنه دی؛ په داسی توګه چی هم د تایید وړ وی او بیرته نه ګرځیدونکې!
شمالی کوریا به څه وکړی؟
یو وژی، محاصری لاندی، تړلی او منزوی او فشارونو لاندی هیواد چی په ډیر سختي سره د ټولنیز او اقتصادی بقا لپاره هڅه کوی، هیله لری دا پیښه وکولای شی دا شرایطو ته پای ټکي کښیږدی.
دا یعنی د شمالی کوریا لمړۍ هیله د امریکایانو برخلاف، امنیتی نه دی، معیشتی او اقتصادی دی.
امریکا هم دا ښه پوهیږی او له همدی لپاره، د کوریایی مشرانو خطا ایستلو احتمال په دی تعامل کې ډیر دی.
امریکا مخکې له دی ډیر ځلی خبرداری ورکړیی چی په داسی مسایلو کې هم صادق او راستکار نه دی.
لیبی اتمی برنامه د معمر قذاقی په مشری، عراق د صدام په مشری او ایران اتمی برنامه، د شکاره نمونو او مثالونو څخه یی دی.
دا دری تجربه شکاره کړی دی چی هغه څه چی امریکا لپاره ارزښت لری، خپل مقاصدو ته یو اړخیزه رسیدنه دی، بیله دی چی خپل تعهداتو پایبنده وی.
لیبی د معمر قذاقی په مشری، خپل ټول اتمی برنامی ټول کړل؛ خو په نتیجه کې، د امریکا په غوښتنه او ناتو الوتکو سره، له منځه ولاړل او پّ ډیر سخته توګه ووژل شو.
د عراق په اړه هم همداسی عمل وشو او په داسی حال کې چی د صدام رژیم د سازمان ملل څیړونکو سره هر اړخیزه همکاری کوله او دا څیړونکې هیڅ نشانه د جمعی وژنو تسحلیاتو شتون لپاره په عراق کې پیدا نه کړ، امریکا د سازمان ملل امنیت شورا څخه اجازای نه برته، په یو دروغ سره عراق باندی برید وکړ.
د ایران په اړه هم تجربه تکرار شو او امریکا حتی د امنیت شورا مصوبه ته په بی اعتنایی سره، په یو اړخیزه توګه د برجام څخه ووتل او اوس دا تړون، د له منځه تللو په حال کې دی.
نو د همدی لپاره د ایران دا خبرداری شمالی کوریا مشر ته د حسن نیت او تجربی له مخی دی.
داچی شمالی کوریا تر کوم اندازی پوری دا خبرداری ته توجه کوی، مشخص نه دی؛ خو امریکایی چارواکو موضع ګیری او اظهارات، معلومه خبره ده چی دا هیواد د شمالی کوریا پوره خلع سلاح کیدو نه په کم باندی نه راضی کیږی او بدتر له دی څخه چی مشخص نه دی شمالی کوریا ته به ددی کار په وړاندی څه ورکړل شی. آیا پایدار دشمنی د کوریا شبه جزیره کې به پای ته ورسیږی؟ آیا نظامیان او امریکایی تسحیلات د شمالی کوریا جنوبی ګاونډی څخه په پوره توګه او همیشه لپاره ټول کړل شی؟ آیا واشنګتن د پیونګ یانګ سره به په حقیقت کې ملګری شی؟
هیڅ تضمین په دی برخو کې شتون نه لری؛ خو امریکا اراده د شمالی کوریا اتمی قدرت پوره محوه کولو لپاره، د شک نه وتلی دی.
 
 
 
https://avapress.com/vdcirwazqt1aqp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته