دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۶
د مطلب کود : 166086
بن سلمان په یمن کې بندی دی

 
د یکشنبه په شپه عربستانی رسنیو د عربستان ولیعهد بن سلمان څخه د ښځو د موټر چلولو ممانعت قانون اصلاح لپاره مننه وکړه او هغه څخه یی ستاینه وکړ خو البته غافل ددی څخه چی هیواد یی د نړۍ آخری هیواد دی چی د ښځو دا مسلم حق نادیده نیولی دی.
سعودی رسنۍ او البته ځوان ولیعهد پلرونه همدارنګه ددی تاریخی پوښتنې په وړاندی هیڅ ځواب نه درلودل او نه لری چی ښځو باندی هغه سل کلنه ظلم چی تیر شوي، کولای شی جبران کړی؟ ددی پوښتنې ترڅنګ عربستان خلګ به د ځان څخه پوښتنه وکړی چی د ځوان او خام ولیعهد اخیر جنګ رامنځته کونې او مداخلات او پادشاهانو توطئی ولی د عربستان مسلمان خلک بادی ورکړی؟
د عربستان څخه د ناآرامی او جنګ هدایت و سوریی لوری ته او د جنګ او ناامنی اوه کلنه تحمیل دوره ددی هیواد پر مسلمان خلګو باندی، په بحران کې مداخلات او خلګو ټکونه چی بی له آزادی بل غوښتنه نه درلود، قطر باندی تحریم او فشار تحمیل د ایران سره اړیکه لرلو لپاره، لبنان کې مداخله او د دولت جوړیدو څخه ممانعت، عراق کمزوری کولو لپاره هڅه او بلاخره جنګ او خرابی تحمیل پر یمن باندی د بن سلمان مقصد له امله او... هغه پوښتنې دی چی بی ځوابه دی او موټر چلونې حق ورکول و ښځو ته یقینآ د عربستان خلګو عمومی افکارو بدلولو لپاره صورت نیسی.
په سوریه کې د نظام تثبیت او د هغه معارضه دفع چی سعودی په شان هیوادونو ملاتړ خه برخمن وو هغه لومړنۍ توره نکته د بن سلمان پلرونو او خپله بن سلمان سیمه ایز کارنامه کې رامنځته شو. د آزادی غوښتونکې ټکولو لپاره د بحرین دولت توفیق لاسته راوړنه او همدارنګه د قطر نه تسلیمیدنه د بن سلمان په وړاندی نوری توری نکتی د هغوی په کارنامه کې دی.
عراق او لبنان د خلګو رایو باندی تکیه کولو سره بن سلمان ته دا پیغام واستاوه چی نورو هیوادونو کې مداخلی وخت تیر شوی. خو په دی منځ کې یمن تجربه فرد پوری منحصر دی، له دی لوری چی نه یواځی بن سلمان پّ دی معرکه کې ناکام پاته شوی بلکه په عمل کې د یمنیانو په لاسونو کې یو بندیخانی باندی بدل شوی دی.
بن سلمان د یمنیانو په بندیخانه کې دی ځکه چی وعده کړي وو چی لمړۍ منصور هادی مستعفی ولسمشر بیرته ګرځوی، د ایرانیانو لاسونه د یمن څخه لنډوی او بلاخره خپل مرزونه امنوی. خو هادی یی ونه شو کولای چی وګرځوی ځکه د یمن خلګ خپل حق خپل برخلیک باندی اعمالوی، د ایران لاس یی ونه شو لنډولای ځکه په حقیقت کې ایران په هغه اور کې لاس نه درلود چی بن سلمان رامنځته کړی وو او بلاخره مرزونو امنولو کې هم ناکام پاته شو ځکه چی ناامنی خپله یمن باندی برید سره ددی هیواد لوری ته لمن وهل شوی وو؛ بن سلمان د یمنیانو په بندیخانی کې دی ځکه هغه پادشاهی د یمن اشغال بولی خو داسی معلومیږی چی یمنیان د بن سلمان تاوتریخوالو په وړاندی چوپ نه پاتیږی.
ایران هم سوریه او عراق او لبنان او یمن کې د مسلمان مظلومانو څخه ملاتړ کړي او هغوی ددی شاهد دی او آیا ددی وخت نه دی رسیدلی چی بن سلمان خپل اصلاحات د بندیخانه څخه وتلو لپاره ترسره کړی؟
 
 
https://avapress.com/vdcc4eqse2bqex8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته