دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۲
د مطلب کود : 166281
په غزنی کې ټاکنې؛ د یو ملی معاضل سره سیمه ایز چلند

 
په غزنی کې د پارلمانی ټاکنو حوزه ای کیدو پر سر خبری اتری همداسی پرځای پاتی دی. منتقدان او معترضین د ټاکنو کمیسیون تصمیم په وړاندی هره ورځ د بیلابیلو سیمو څخه ددی تصمیم په وړاندی اعتراض او نارضایتی ښیی چی د عملیاتی کیدو اجازه به ورنه کړی.
دا په دداسی حال کې دی چی غزنی د ډیرو قومی او تباری مشکلاتو سره مخ دی. بیله شکه، د یاده مو نه دی ایستلی چی همدا څو ورځي مخکې، د اوبو پر سر سنتی مشکلات، څنګه دوه قوم پشتون او هزاره د یو بل په وړاندی قرار ورکړ او د ډیرو وینی تویونو لامل شو.
په دی حساب، د پارلمانی ټاکنو حوزه ای کیدنه هم کولای شی په غزنی کې په یو قومی مخامخ کیدنې لامل شی. تیره ورځ غزنی ځینی اوسیدونکې بالخصوص هزاره او شیعه ددی تصمیم په وړاندی اعتراض وکړ.
همدا حرکت د هغه کسانو له لوری چی مخکې په غزنی کې د ټاکنو کمیسیون سیمه ایز کیدو په وړاندی د تحصن خیمه درولی وو هم شتون لری؛ هغه صورت کې چی حکومت او ټاکنو کمیسیون، د ټاکنو حوزه ای کیدو په اړه تصمیم کې تجدید نظر وکړی.
داسی وضعیت کولای شی په غزنی کې ټاکنو معمول برنامه د بندون سره مخ کړی؛ داسی چی په دی ولایت کی تراوسه هم هیڅوک نوم لیکنې باندی نه دی توانیدلی، په داسی حال کې چی دا پروسه د افغانستان په نورو ولایتونو کې په کامله توګه پای ته رسیدلی دی!
په همدی برخه کې داسی په نظر رسیږی چی په غزنی کې د ټاکنو کمیسیون بندیدنه او رخصتیدنه په غزنی کې د رای ورکوونکو نوم لیکنو پرمختګ په وړاندی خنډ ګرځیدلی دی.
په دی حساب سره، په غزنی کې ټاکنیز بحران نه یواځی دا چی له منځه نه دی تللی؛ بلکه پیاوړی شوی هم دی.
دا ټوله د مرکزی حکومت ناتوانی او د ټولنیز مشکلاتو قانونمند مدیریت کې د ټاکنو کمیسیون ناتوانی له امله دی؛ هغه مشکلات چی یو ډول قومی مخامخ کیدنې حسابیږی.
مرکزی دولت او ټاکنو کمیسیون په غزنی کې د ټاکنو حوزه ای کیدو سره په حقیقت کې د یو ملی معضل لپاره سیمه ایز حل پیدا کړی او دا د بحران لمن نوره هم پراخه کړه او حل یی نور هم د مشکل سره مخ شو.
دا په داسی حال کې دی چی د پارلمانی ټاکنو حوزه ای کیدنه کولای شوای د یو معقول او قانونمند حل لاری په حیث په ټول افغانستان کې په نظر کې ونیول شی؛ ځکه په غزنی کې ددی تصمیم مشروعیت اساس، تنوع او قومی او ټولنیز بافت په دی ولایت کې دی، همدا ساختار او شکل په ټول افغانستان کې شتون لری.
په نورو ولایتونو کې هم قومی اقلیتونه شته چی د ټاکنو حوزو سراسری پاته کیدو له کبله نه شی کولای حتی یو نماینده هم د خپل ځان له لوری پارلمان ته واستوی؛ نو ولی باید یواځی د غزنی په اړه داسی تصمیم ونیول شی؟
دا یو ملی مساله ده او سیمه ایز حل لاری سره نه شی کولای حل شی؛ خو که حکومت او ټاکنو کمیسیون، د هر دلیل په اساس، د نورو ولایتونو حوزه ای کیدو څخه پرهیز کړي، د غزنی په اړه هم باید همداسی کړی وای؛ ځکه بیله هغه، همدا سیمه ایز معضل، د ټاکنو کمیسیون بی بنیاد تدابیرو سره کولای شی په یو لوی ملی معضل باندی د ټاکنو لپاره بدل شی.
 
https://avapress.com/vdcjomevvuqem8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته